بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
ٱقۡرَأۡ بِٱسۡمِ رَبِّكَ ٱلَّذِي خَلَقَ ١ته د خپل هغه رب په نامه سره ولوله چې پیدا كړي يې دي (ټول مخلوقات) خَلَقَ ٱلۡإِنسَٰنَ مِنۡ عَلَقٍ ٢ده انسان له پرنې (ټوټې) وینې نه پیدا كړى دى ٱقۡرَأۡ وَرَبُّكَ ٱلۡأَكۡرَمُ ٣ته ولوله، په داسې حال كې چې ستا رب تر ټولو لوى كریم دى ٱلَّذِي عَلَّمَ بِٱلۡقَلَمِ ٤هغه چې په قلم سره يې ښوونه كړې ده عَلَّمَ ٱلۡإِنسَٰنَ مَا لَمۡ يَعۡلَمۡ ٥انسان ته يې هغه څه ښودلي دي چې دى پرې نه پوهېده كـَلَّآ إِنَّ ٱلۡإِنسَٰنَ لَيَطۡغَىٰٓ ٦حقه دا خبره ده چې یقینًا انسان خامخا سركشي كوي أَن رَّءَاهُ ٱسۡتَغۡنَىٰٓ ٧په دې وجه چې دى خپل ځان ویني چې دى بې پروا (بې حاجته) شو إِنَّ إِلَىٰ رَبِّكَ ٱلرُّجۡعَىٰٓ ٨بېشكه خاص ستا رب ته بېرته ورتلل دي أَرَءَيۡتَ ٱلَّذِي يَنۡهَىٰ ٩ته ما ته خبر راكړه د هغه كس چې منع كوي عَبۡدًا إِذَا صَلَّىٰٓ ١٠بنده (محمدﷺ) لره كله چې دى لمونځ كوي أَرَءَيۡتَ إِن كَانَ عَلَى ٱلۡهُدَىٰٓ ١١ته ما ته خبر راكړه كه چېرې دغه (بنده) په هدایت وي أَوۡ أَمَرَ بِٱلتَّقۡوَىٰٓ ١٢یا په تقوٰی (پرهېزګارۍ) سره حكم كوي أَرَءَيۡتَ إِن كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰٓ ١٣ته ما ته خبر راكړه كه دغه (منع كوونكى) تكذیب كوي او (له حق نه) مخ اړوي أَلَمۡ يَعۡلَم بِأَنَّ ٱللَّهَ يَرَىٰ ١٤ایا دى نه پوهېږي چې بېشكه الله ویني؟ كـَلَّا لَئِن لَّمۡ يَنتَهِ لَنَسۡفَعَۢا بِٱلنَّاصِيَةِ ١٥داسې نه ده! قسم دى كه دى منع نشو، (نو) مونږ به (دى) خامخا ضرور ډېر سخت راكاږو د تندي (وچولي) په وېښتانو سره نَاصِيَةٍ كَٰذِبَةٍ خَاطِئَةٍ ١٦داسې تندى چې دروغجن (او) خطا كار دى فَلۡيَدۡعُ نَادِيَهُۥ ١٧نو دى دې خپل مجلس والا راوبلي سَنَدۡعُ ٱلزَّبَانِيَةَ ١٨ژر ده چې مونږ به ډېر سخت تند خویه ملايك راوبلو كـَلَّا لَا تُطِعۡهُ وَٱسۡجُدۡۤ وَٱقۡتَرِب ۩ ١٩داسې نه ده ته د ده خبره مه منه، او (الله ته) سجده كوه او (الله ته) ښه نژدې شه