Millat al-Islam

Chapter 104 · 9 verses · Abdulwali Khan

Surah Al-Humaza in Pushto

Arabic with tafsir Listen to Surah Al-Humaza (1273 reciters)
Meccanسورة الهمزة9 verses

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَيۡلٌ لِّكُلِّ هُمَزَةٍ لُّمَزَةٍ ١هلاكت دى د هر ډېر غیبت كوونكي، ډېر عیبت لګوونكي لپاره ٱلَّذِي جَمَعَ مَالًا وَعَدَّدَهُۥ ٢هغه چې مال يې جمع كړى دى او دغه يې بیا بیا شمېرلى (او ذخیره كړى) دى يَحۡسَبُ أَنَّ مَالَهُۥٓ أَخۡلَدَهُۥ ٣دى خیال كوي چې بېشكه د ده مال به دى تل ژوندى وساتي؟ كـَلَّاۖ لَيُنۢبَذَنَّ فِي ٱلۡحُطَمَةِ ٤داسې هیڅكله نشي كېدى، دى به خامخا ضرور په حطمه (ماتوونكي او سوځوونكي دوزخ) كې وغورځول شي وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا ٱلۡحُطَمَةُ ٥او ته څه شي پوه كړې چې حطمه څه شى دى؟ نَارُ ٱللَّهِ ٱلۡمُوقَدَةُ ٦د الله هغه بل كړى شوى اور دى ٱلَّتِي تَطَّلِعُ عَلَى ٱلۡأَفۡـِٔدَةِ ٧هغه چې په زړونو راخېژي (او غالب كېږي) إِنَّهَا عَلَيۡهِم مُّؤۡصَدَةٌ ٨بېشكه دغه (اور) به په دوى باندې (له هره جانبه) رابند كړى شوى وي فِي عَمَدٍ مُّمَدَّدَةِۭ ٩په اوږدو (راښكلى شویو) ستنو كې

Translation: Abdulwali Khan.