بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
سَأَلَ سَآئِلُۢ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ ١یو غوښتونكي هغه عذاب وغوښت چې واقع كېدونكى دى لِّلۡكَٰفِرِينَ لَيۡسَ لَهُۥ دَافِعٌ ٢په كافرانو باندې، دغه (عذاب) لره هیڅوك دفع كوونكى نشته مِّنَ ٱللَّهِ ذِي ٱلۡمَعَارِجِ ٣د الله له جانبه دى، چې د اوچتو زینومالك دى تَعۡرُجُ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ وَٱلرُّوحُ إِلَيۡهِ فِي يَوۡمٍ كَانَ مِقۡدَارُهُۥ خَمۡسِينَ أَلۡفَ سَنَةٍ ٤چې د ده په طرف پورته ملايك او روح ورخېژي، په هغې ورځ كې چې د هغې مقدار پنځوس زره كاله دى فَٱصۡبِرۡ صَبۡرًا جَمِيلًا ٥نو ته صبر كوه، ډېر ښه صبر إِنَّهُمۡ يَرَوۡنَهُۥ بَعِيدًا ٦بېشكه دوى (منكران) دغه (عذاب، قیامت) ډېر لرې ویني وَنَرَىٰهُ قَرِيبًا ٧او مونږه دى ډېر نژدې وینو يَوۡمَ تَكُونُ ٱلسَّمَآءُ كَٱلۡمُهۡلِ ٨په هغې ورځ چې اسمان به د ويلې كړى شوې قلعي په شان شي وَتَكُونُ ٱلۡجِبَالُ كَٱلۡعِهۡنِ ٩او غرونه به د رنګدارې وهل شوې وړۍ په شان شي وَلَا يَسۡـَٔلُ حَمِيمٌ حَمِيمًا ١٠او یو دوست به له بل دوست نه پوښتنه نه كوي يُبَصَّرُونَهُمۡۚ يَوَدُّ ٱلۡمُجۡرِمُ لَوۡ يَفۡتَدِي مِنۡ عَذَابِ يَوۡمِئِذِۭ بِبَنِيهِ ١١حال دا چې دوى ته به هغوى ښودلى شي، مجرم (كافر) به ارزو كوي چې د دغې ورځې له عذابه خپل زامن په عوض كې وركړي وَصَٰحِبَتِهِۦ وَأَخِيهِ ١٢او خپله ښځه او خپل ورور وَفَصِيلَتِهِ ٱلَّتِي تُـٔۡوِيهِ ١٣او خپله هغه قبیله چې ده ته به يې ځاى وركاوه وَمَن فِي ٱلۡأَرۡضِ جَمِيعًا ثُمَّ يُنجِيهِ ١٤او هر هغه څوك چې په ځمكه كې دي ټول، بیا ده ته (دا كار) نجات وركړي كـَلَّآۖ إِنَّهَا لَظَىٰ ١٥كله هم داسې نه ده، بېشكه دغه (د دوزخ اور) لمبې وهونكى دى نَزَّاعَةً لِّلشَّوَىٰ ١٦چې (د سر، لاسونو او پښو) پوستكي وېستونكى دى تَدۡعُواْ مَنۡ أَدۡبَرَ وَتَوَلَّىٰ ١٧دا (دوزخ) به راغواړي هغه څوك چې شا كړې يې وي او مخ يې اړولى وي وَجَمَعَ فَأَوۡعَىٰٓ ١٨او جمع (د مال) يې كړې وي، نو ساتلى يې وي ۞ إِنَّ ٱلۡإِنسَٰنَ خُلِقَ هَلُوعًا ١٩بېشكه انسان بې صبره پیدا كړى شوى دى إِذَا مَسَّهُ ٱلشَّرُّ جَزُوعًا ٢٠كله چې ده ته شر (مصیبت) ورسېږي (نو) ډېر فریاد كوونكى وي وَإِذَا مَسَّهُ ٱلۡخَيۡرُ مَنُوعًا ٢١او كله چې ده ته خیر (او خوشحالي) ورسېږي (نو)، ډېر منع كوونكى (او بخل كوونكى) وي إِلَّا ٱلۡمُصَلِّينَ ٢٢(خو) له لمونځ ګزارو نه غیر ٱلَّذِينَ هُمۡ عَلَىٰ صَلَاتِهِمۡ دَآئِمُونَ ٢٣هغه كسان چې دوى په خپلو لمونځونو باندې همېشه والى كوونكي وي وَٱلَّذِينَ فِيٓ أَمۡوَٰلِهِمۡ حَقٌّ مَّعۡلُومٌ ٢٤او هغه كسان چې د دوى په مالونو كې معلومه برخه (مقرر) ده لِّلسَّآئِلِ وَٱلۡمَحۡرُومِ ٢٥د سوالګر او محروم لپاره وَٱلَّذِينَ يُصَدِّقُونَ بِيَوۡمِ ٱلدِّينِ ٢٦او هغه كسان چې د بدلې د ورځې تصدیق (او باور) كوي وَٱلَّذِينَ هُم مِّنۡ عَذَابِ رَبِّهِم مُّشۡفِقُونَ ٢٧او هغه كسان چې دوى د خپل رب له عذاب نه وېرېدونكي دي إِنَّ عَذَابَ رَبِّهِمۡ غَيۡرُ مَأۡمُونٍ ٢٨بېشكه د دوى د رب عذاب داسې دى چې بې وېرې كېدل ترې نشته وَٱلَّذِينَ هُمۡ لِفُرُوجِهِمۡ حَٰفِظُونَ ٢٩او هغه كسان چې هغوى د خپل شرم ځایونو حفاظت كوونكي دي إِلَّا عَلَىٰٓ أَزۡوَٰجِهِمۡ أَوۡ مَا مَلَكَتۡ أَيۡمَٰنُهُمۡ فَإِنَّهُمۡ غَيۡرُ مَلُومِينَ ٣٠مګر له خپلو ښځو او خپلو وینځو نه، نو بېشكه دوى ملامت كړى شوي نه دي فَمَنِ ٱبۡتَغَىٰ وَرَآءَ ذَٰلِكَ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡعَادُونَ ٣١نو هغه څوك چې له دغو نه علاوه غواړي، نو هم دغه كسان له حده تېرېدونكي دي وَٱلَّذِينَ هُمۡ لِأَمَٰنَٰتِهِمۡ وَعَهۡدِهِمۡ رَٰعُونَ ٣٢او هغه كسان چې دوى د خپلو امانتونو او خپلو وعدو لحاظ ساتونكي دي وَٱلَّذِينَ هُم بِشَهَٰدَٰتِهِمۡ قَآئِمُونَ ٣٣او هغه كسان چې دوى په خپلو شهادتونو (ګواهیو) باندې قايم (او ولاړ) دي وَٱلَّذِينَ هُمۡ عَلَىٰ صَلَاتِهِمۡ يُحَافِظُونَ ٣٤او هغه كسان چې دوى په خپلو لمونځونو همېشه والى (او پابندي) كوي أُوْلَٰٓئِكَ فِي جَنَّٰتٍ مُّكۡرَمُونَ ٣٥دغه كسان به په باغونو كې وي، عزتمن كړى شوي به وي فَمَالِ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ قِبَلَكَ مُهۡطِعِينَ ٣٦نو (اى نبي!) په دغو كافران شویو كسانو څه شوي دي چې ستا په طرف منډې راوهونكي دي عَنِ ٱلۡيَمِينِ وَعَنِ ٱلشِّمَالِ عِزِينَ ٣٧له ښي اړخ نه او له چپ اړخ نه ډلې ډلې أَيَطۡمَعُ كُلُّ ٱمۡرِيٍٕ مِّنۡهُمۡ أَن يُدۡخَلَ جَنَّةَ نَعِيمٍ ٣٨ایا په دوى كې هر یو سړى دا طمع لري چې دى به د نعمتونو جنت ته ننه اېستل شي؟ كـَلَّآۖ إِنَّا خَلَقۡنَٰهُم مِّمَّا يَعۡلَمُونَ ٣٩هیڅكله نه! بېشكه همدا مونږ دوى له هغه څه نه پیدا كړي دي چې دوى يې پېژني فَلَآ أُقۡسِمُ بِرَبِّ ٱلۡمَشَٰرِقِ وَٱلۡمَغَٰرِبِ إِنَّا لَقَٰدِرُونَ ٤٠نو زه د مشرقونو او مغربونو په رب قسم خورم چې بېشكه (او) یقینًا مونږ قادر یو عَلَىٰٓ أَن نُّبَدِّلَ خَيۡرًا مِّنۡهُمۡ وَمَا نَحۡنُ بِمَسۡبُوقِينَ ٤١په دې باندې چې مونږ له دوى نه غوره (مخلوق) په بدل كې راولو اومونږ عاجز كړى شوي نه یو فَذَرۡهُمۡ يَخُوضُواْ وَيَلۡعَبُواْ حَتَّىٰ يُلَٰقُواْ يَوۡمَهُمُ ٱلَّذِي يُوعَدُونَ ٤٢نو ته دوى پرېږده چې په باطلو او عبثو خبرو كې مشغولېږي او لوبې كوي۔ تر هغه پورې چې دوى له خپلې هغې ورځې سره ملاقات وكړي چې دوى ته يې وعده وركړى شوې ده يَوۡمَ يَخۡرُجُونَ مِنَ ٱلۡأَجۡدَاثِ سِرَاعًا كَأَنَّهُمۡ إِلَىٰ نُصُبٍ يُوفِضُونَ ٤٣هغه ورځ چې دوى به له قبرونو نه داسې په منډه (او تېزۍ) سره راوځي ګویاكې دوى هدف ته په منډه ځغلي خَٰشِعَةً أَبۡصَٰرُهُمۡ تَرۡهَقُهُمۡ ذِلَّةٌۚ ذَٰلِكَ ٱلۡيَوۡمُ ٱلَّذِي كَانُواْ يُوعَدُونَ ٤٤په داسې حال كې چې د دوى سترګې به خوارې وي۔، دوى به ذلت (راګېر) او پټ كړي وي، دا هغه ورځ ده چې دوى ته به د دې وعده وركول كېده