Millat al-Islam

Chapter 111 · 5 verses · Abdulwali Khan

Surah Al-Masadd in Pushto

Arabic with tafsir Listen to Surah Al-Masadd (1253 reciters)
Meccanسورة المسد5 verses

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

تَبَّتۡ يَدَآ أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ ١د ابو لهب دواړه لاسونه دې هلاك شي او دى هلاك شو مَآ أَغۡنَىٰ عَنۡهُ مَالُهُۥ وَمَا كَسَبَ ٢د ده هېڅ په كار رانغى د ده مال او (نه) هغه څه چې ده ګټلي وو سَيَصۡلَىٰ نَارًا ذَاتَ لَهَبٍ ٣ژر ده چې دى به لمبې وهونكي اور ته داخل شي وَٱمۡرَأَتُهُۥ حَمَّالَةَ ٱلۡحَطَبِ ٤او د ده ښځه هم، (زه د دغې) د لرګو اوچتوونكې (مذمت كوم) فِي جِيدِهَا حَبۡلٌ مِّن مَّسَدِۭ ٥د دې په غاړه كې د كجورې د پټ مضبوطه رسۍ ده

Translation: Abdulwali Khan.