Millat al-Islam

Chapter 53 · 62 verses · Abdulwali Khan

Surah An-Najm in Pushto

Arabic with tafsir Listen to Surah An-Najm (1285 reciters)
Meccanسورة النجم62 verses

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَٱلنَّجۡمِ إِذَا هَوَىٰ ١قسم دى په ستوریو كله چې پرېوځي مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمۡ وَمَا غَوَىٰ ٢ستاسو ملګرى نه ګمراه شوى دى او نه (په عقيده كې) بې لارې شوى دى وَمَا يَنطِقُ عَنِ ٱلۡهَوَىٰٓ ٣او دى له خپل خواهش نه خبرې نه كوي إِنۡ هُوَ إِلَّا وَحۡيٌ يُوحَىٰ ٤نه دى دا (قرآن) مګر وحي چې (ده ته) وحي كول شي عَلَّمَهُۥ شَدِيدُ ٱلۡقُوَىٰ ٥ده ته (دا) د ډېرو سختو قوتونو والا (جبریل) ښودلى دى ذُو مِرَّةٍ فَٱسۡتَوَىٰ ٦چې د طاقت والا دى، بیا هغه پورته لاړ وَهُوَ بِٱلۡأُفُقِ ٱلۡأَعۡلَىٰ ٧او هغه په تر ټولو لوړې غاړې كې و ثُمَّ دَنَا فَتَدَلَّىٰ ٨بیا هغه (جبریل محمدﷺ ته) نژدې شو، پس ښه نژدې شو فَكَانَ قَابَ قَوۡسَيۡنِ أَوۡ أَدۡنَىٰ ٩نو د دوه لیندو په مسافت شو بلكې (له دې نه هم) ډېر نژدې فَأَوۡحَىٰٓ إِلَىٰ عَبۡدِهِۦ مَآ أَوۡحَىٰ ١٠نو هغه (الله د جبریل په ژبه) خپل بنده ته وحي وكړه، هغه چې وحي يې وكړه مَا كَذَبَ ٱلۡفُؤَادُ مَا رَأَىٰٓ ١١د ده (نبي) زړه غلط شوى نه دى په هغه څه كې چې ده ولیدل أَفَتُمَٰرُونَهُۥ عَلَىٰ مَا يَرَىٰ ١٢ایا تاسو له ده سره په هغه څه كې جګړه كوئ چې دى يې ویني وَلَقَدۡ رَءَاهُ نَزۡلَةً أُخۡرَىٰ ١٣او یقینًا یقینًا ده هغه (جبریل) په یو بل ځلې كوزېدو كې لیدلى دى عِندَ سِدۡرَةِ ٱلۡمُنتَهَىٰ ١٤له سدرۃة المنتهٰى سره عِندَهَا جَنَّةُ ٱلۡمَأۡوَىٰٓ ١٥دغې سره جنة ۃالماوىٰ دى إِذۡ يَغۡشَى ٱلسِّدۡرَةَ مَا يَغۡشَىٰ ١٦كله چې دغه سدرة (د بېرې ونه) هغه څه پټوله چې دا يې پټوله مَا زَاغَ ٱلۡبَصَرُ وَمَا طَغَىٰ ١٧سترګې نه كږې شوې او نه يې له حد نه تېرى وكړ لَقَدۡ رَأَىٰ مِنۡ ءَايَٰتِ رَبِّهِ ٱلۡكُبۡرَىٰٓ ١٨یقینًا یقینًا ده د خپل رب ډېرې لويې نښې ولیدلې أَفَرَءَيۡتُمُ ٱللَّٰتَ وَٱلۡعُزَّىٰ ١٩نو تاسو ما ته خبر راكړئ د لات او عُزّٰى وَمَنَوٰةَ ٱلثَّالِثَةَ ٱلۡأُخۡرَىٰٓ ٢٠او منات دریم، د بېخي وروستني أَلَكُمُ ٱلذَّكَرُ وَلَهُ ٱلۡأُنثَىٰ ٢١ایا تاسو لپاره هلكان دي او د هغه لپاره جینكۍ تِلۡكَ إِذًا قِسۡمَةٌ ضِيزَىٰٓ ٢٢دغه په دې وخت كې ډېر ظالمانه تقسیم دى إِنۡ هِيَ إِلَّآ أَسۡمَآءٌ سَمَّيۡتُمُوهَآ أَنتُمۡ وَءَابَآؤُكُم مَّآ أَنزَلَ ٱللَّهُ بِهَا مِن سُلۡطَٰنٍۚ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا ٱلظَّنَّ وَمَا تَهۡوَى ٱلۡأَنفُسُۖ وَلَقَدۡ جَآءَهُم مِّن رَّبِّهِمُ ٱلۡهُدَىٰٓ ٢٣دغه (بتان) نه دي مګر تش نومونه چې تاسو او ستاسو پلرونو دغه ايښي دي۔، الله په دغو هېڅ دلیل نه دى نازل كړى۔ دوى پیروي نه كوي مګر د تش ګمان او د هغه شي چې نفسونه يې غواړي او یقینًا یقینًا دوى ته د خپل رب له جانبه هدایت راغلى دى أَمۡ لِلۡإِنسَٰنِ مَا تَمَنَّىٰ ٢٤ایا د انسان لپاره هغه څه دي چې دى يې تمنا كوي فَلِلَّهِ ٱلۡأٓخِرَةُ وَٱلۡأُولَىٰ ٢٥نو خاص د الله لپاره اخرت او دنیا دي ۞ وَكَم مِّن مَّلَكٍ فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ لَا تُغۡنِي شَفَٰعَتُهُمۡ شَيۡـًٔا إِلَّا مِنۢ بَعۡدِ أَن يَأۡذَنَ ٱللَّهُ لِمَن يَشَآءُ وَيَرۡضَىٰٓ ٢٦او په اسمانونو كې څومره ډېر ملايك دي چې د دوى سفارش هېڅ شى نفع نه وركوي مګر وروسته له دې چې الله اجازت وركړي هغه چا ته چې يې وغواړي او (د هغه په شفاعت) راضي شي إِنَّ ٱلَّذِينَ لَا يُؤۡمِنُونَ بِٱلۡأٓخِرَةِ لَيُسَمُّونَ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةَ تَسۡمِيَةَ ٱلۡأُنثَىٰ ٢٧بېشكه هغه كسان چې په اخرت ایمان نه لري، خامخا دوى د ښځو په نومونو سره ملايك نوموي وَمَا لَهُم بِهِۦ مِنۡ عِلۡمٍۖ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا ٱلظَّنَّۖ وَإِنَّ ٱلظَّنَّ لَا يُغۡنِي مِنَ ٱلۡحَقِّ شَيۡـًٔا ٢٨حال دا چې دوى ته په دې هېڅ علم نشته، دوى يواځې د تش ګمان پیروي كوي او بېشكه ګمان له حقه هېڅ شى نشي دفع كولى فَأَعۡرِضۡ عَن مَّن تَوَلَّىٰ عَن ذِكۡرِنَا وَلَمۡ يُرِدۡ إِلَّا ٱلۡحَيَوٰةَ ٱلدُّنۡيَا ٢٩نو ته د هغه چا نه مخ واړوه چې زمونږ له ذكر نه يې مخ ګرځولى دى او يواځې دنيايي ژوندون غواړي ذَٰلِكَ مَبۡلَغُهُم مِّنَ ٱلۡعِلۡمِۚ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعۡلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِۦ وَهُوَ أَعۡلَمُ بِمَنِ ٱهۡتَدَىٰ ٣٠دا د دوى د علم انتها ده۔، بېشكه ستا رب په هغه چا ښه عالم دى چې د هغه (الله) له لارې نه ګمراه شوى دى او هغه ښه عالم دى په هغه چا چې هدایت يې موندلى دى وَلِلَّهِ مَا فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِي ٱلۡأَرۡضِ لِيَجۡزِيَ ٱلَّذِينَ أَسَٰٓـُٔواْ بِمَا عَمِلُواْ وَيَجۡزِيَ ٱلَّذِينَ أَحۡسَنُواْ بِٱلۡحُسۡنَى ٣١او خاص الله لره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي۔، د دې لپاره چې هغو كسانو ته چې بد يې كړې دي، د خپل عمل بدله وركړي او هغو كسانو ته (هم) ډېره ښه بدله وركړي چې نېكي يې كړې ده ٱلَّذِينَ يَجۡتَنِبُونَ كَبَٰٓئِرَ ٱلۡإِثۡمِ وَٱلۡفَوَٰحِشَ إِلَّا ٱللَّمَمَۚ إِنَّ رَبَّكَ وَٰسِعُ ٱلۡمَغۡفِرَةِۚ هُوَ أَعۡلَمُ بِكُمۡ إِذۡ أَنشَأَكُم مِّنَ ٱلۡأَرۡضِ وَإِذۡ أَنتُمۡ أَجِنَّةٌ فِي بُطُونِ أُمَّهَٰتِكُمۡۖ فَلَا تُزَكُّوٓاْ أَنفُسَكُمۡۖ هُوَ أَعۡلَمُ بِمَنِ ٱتَّقَىٰٓ ٣٢هغه كسان چې له غټو ګناهونو او د بې حیایۍ له كارونو نه ځان ساتي، غیر له وړو وړو ګناهونه، بېشكه ستا رب د بخښنې وسیع كوونكى دى، هغه په تاسو ښه عالم دى، كله چې يې تاسو له ځمكې نه راپیدا كړئ او كله چې تاسو د خپلو میندو په خېټو كې پټ بچي وئ۔، نو تاسو د خپلو ځانونو تزكیه (پاكوالى) مه كوئ۔، هغه (الله) ښه عالم دى په هغه چا چې ډېر متقي دى أَفَرَءَيۡتَ ٱلَّذِي تَوَلَّىٰ ٣٣ایا نو تا هغه كس لیدلى چې مخ يې واړوه (له ایمانه) وَأَعۡطَىٰ قَلِيلًا وَأَكۡدَىٰٓ ٣٤او ډېر لږ (مال) يې وركړ او منع يې كړ (نور مال) أَعِندَهُۥ عِلۡمُ ٱلۡغَيۡبِ فَهُوَ يَرَىٰٓ ٣٥ایا له هغه سره علم غیب دى، پس دى لیدل كوي أَمۡ لَمۡ يُنَبَّأۡ بِمَا فِي صُحُفِ مُوسَىٰ ٣٦بلكې ایا دى په هغه څه نه دى خبر كړى شوى چې د موسٰى په صحیفو كې دي وَإِبۡرَٰهِيمَ ٱلَّذِي وَفَّىٰٓ ٣٧او د ابراهیم هغه چې وفا يې كړې ده أَلَّا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزۡرَ أُخۡرَىٰ ٣٨چې هېڅ پورته كوونكى د بل بار نه پورته كوی وَأَن لَّيۡسَ لِلۡإِنسَٰنِ إِلَّا مَا سَعَىٰ ٣٩او دا چې د انسان لپاره نشته مګر هغه څه چې ده (يې) كوشش كړى دى وَأَنَّ سَعۡيَهُۥ سَوۡفَ يُرَىٰ ٤٠او دا چې بېشكه د ده كوشش به عنقریب وښوول شي ثُمَّ يُجۡزَىٰهُ ٱلۡجَزَآءَ ٱلۡأَوۡفَىٰ ٤١بیا به ده ته بدله وركړى شی، ډېره پوره بدله وَأَنَّ إِلَىٰ رَبِّكَ ٱلۡمُنتَهَىٰ ٤٢او دا چې بېشكه ستا رب ته (د ټولو مخلوقاتو) ورګرځېدل دي وَأَنَّهُۥ هُوَ أَضۡحَكَ وَأَبۡكَىٰ ٤٣او دا چې بېشكه هم دغه (الله) (خلق) خندوي او ژړوي وَأَنَّهُۥ هُوَ أَمَاتَ وَأَحۡيَا ٤٤او دا چې هم دغه (الله) مرګ وركوي او ژوند وركوي وَأَنَّهُۥ خَلَقَ ٱلزَّوۡجَيۡنِ ٱلذَّكَرَ وَٱلۡأُنثَىٰ ٤٥او دا چې بېشكه دغه (الله) دوه جوړې نر او ښځه پیدا كړې دي مِن نُّطۡفَةٍ إِذَا تُمۡنَىٰ ٤٦له یوه څاڅكي (نطفې) نه، كله چې وڅڅول شي وَأَنَّ عَلَيۡهِ ٱلنَّشۡأَةَ ٱلۡأُخۡرَىٰ ٤٧او دا چې بېشكه د ده په ذمه دي (له دې مرګ نه پس) بل ځلې پیدا كول وَأَنَّهُۥ هُوَ أَغۡنَىٰ وَأَقۡنَىٰ ٤٨او دا چې بېشكه همدغه (الله) غني كول كوي او خزانې وركوي وَأَنَّهُۥ هُوَ رَبُّ ٱلشِّعۡرَىٰ ٤٩او دا چې همدغه (الله) د شِعرٰى ستوري رب (او مالك) دى وَأَنَّهُۥٓ أَهۡلَكَ عَادًا ٱلۡأُولَىٰ ٥٠او دا چې بېشكه همده ړومبني عادیان هلاك كړې دي وَثَمُودَاْ فَمَآ أَبۡقَىٰ ٥١او ثمودیان هم، نو باقي يې پرې نه ښودل وَقَوۡمَ نُوحٍ مِّن قَبۡلُۖ إِنَّهُمۡ كَانُواْ هُمۡ أَظۡلَمَ وَأَطۡغَىٰ ٥٢او له دوى نه مخكې يې د نوح قوم هلاك كړ۔، بېشكه دوى، هم دوى، ډېر ظالمان او ډېر سركشان وو وَٱلۡمُؤۡتَفِكَةَ أَهۡوَىٰ ٥٣او اړول شوي كلي يې ښكته راوغورځول فَغَشَّىٰهَا مَا غَشَّىٰ ٥٤نو دغه هغه شي پټ كړ چې دى يې پټ كړ فَبِأَيِّ ءَالَآءِ رَبِّكَ تَتَمَارَىٰ ٥٥نو (اى انسانه!) ته د خپل رب په كومو نعمتونو كې شك كوې هَٰذَا نَذِيرٌ مِّنَ ٱلنُّذُرِ ٱلۡأُولَىٰٓ ٥٦دا (محمدﷺ) له ړومبنیو وېروونكو ځنې یو وېروونكى دى أَزِفَتِ ٱلۡأٓزِفَةُ ٥٧قیامت ډېر نژدى راغى لَيۡسَ لَهَا مِن دُونِ ٱللَّهِ كَاشِفَةٌ ٥٨دې (قيامت) لره له الله نه غیر هېڅ څرګندوونكى نشته أَفَمِنۡ هَٰذَا ٱلۡحَدِيثِ تَعۡجَبُونَ ٥٩ایا نو تاسو له دې خبرې (قرآن) نه تعجب كوئ وَتَضۡحَكُونَ وَلَا تَبۡكُونَ ٦٠او خاندئ او نه ژاړئ وَأَنتُمۡ سَٰمِدُونَ ٦١او تاسو غافلان يئ (لوبې كوونكي يئ) فَٱسۡجُدُواْۤ لِلَّهِۤ وَٱعۡبُدُواْ ۩ ٦٢نو تاسو الله ته سجده وكړئ او (د ده) عبادت وكړئ

Translation: Abdulwali Khan.