Millat al-Islam

Chapter 81 · 29 verses · Abdulwali Khan

Surah At-Takwir in Pushto

Arabic with tafsir Listen to Surah At-Takwir (1302 reciters)

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

إِذَا ٱلشَّمۡسُ كُوِّرَتۡ ١كله چې لمر ونغښتل شي وَإِذَا ٱلنُّجُومُ ٱنكَدَرَتۡ ٢او كله چې ستوري خړ شي وَإِذَا ٱلۡجِبَالُ سُيِّرَتۡ ٣او كله چې غرونه روان كړل شي وَإِذَا ٱلۡعِشَارُ عُطِّلَتۡ ٤او كله چې د لسو میاشتو بلاربې اوښې معطلې (ازادې) پرېښودى شي وَإِذَا ٱلۡوُحُوشُ حُشِرَتۡ ٥او كله چې وحشي ځناوران راجمع كړل شي وَإِذَا ٱلۡبِحَارُ سُجِّرَتۡ ٦او كله چې دریابونه بل كړى شي وَإِذَا ٱلنُّفُوسُ زُوِّجَتۡ ٧او كله چې نفسونه جوړه كړل شي وَإِذَا ٱلۡمَوۡءُۥدَةُ سُئِلَتۡ ٨او كله چې ژوندۍ خښه كړى شوې جینۍ وپوښتى شي بِأَيِّ ذَنۢبٍ قُتِلَتۡ ٩چې دا په كومې ګناه وژل شوې ده وَإِذَا ٱلصُّحُفُ نُشِرَتۡ ١٠او كله چې اعمال نامې وغوړولى شي وَإِذَا ٱلسَّمَآءُ كُشِطَتۡ ١١او كله چې له اسمان نه پوستكى ووېستل شي وَإِذَا ٱلۡجَحِيمُ سُعِّرَتۡ ١٢او كله چې دوزخ بلې لمبې كړى شي وَإِذَا ٱلۡجَنَّةُ أُزۡلِفَتۡ ١٣او كله چې جنت ښه نژدې كړى شي عَلِمَتۡ نَفۡسٌ مَّآ أَحۡضَرَتۡ ١٤هر نفس به په هغه شي پوه شي چې ده حاضر كړى وي فَلَآ أُقۡسِمُ بِٱلۡخُنَّسِ ١٥نو زه قسم خورم په هغو (ستوریو) چې بېرته ګرځېدونكي دي ٱلۡجَوَارِ ٱلۡكُنَّسِ ١٦په روانو، پټېدونكو باندې وَٱلَّيۡلِ إِذَا عَسۡعَسَ ١٧او قسم خورم په شپې كله چې شروع شي وَٱلصُّبۡحِ إِذَا تَنَفَّسَ ١٨او په سبا كله چې دى ساه واخلي (روښانه شي) إِنَّهُۥ لَقَوۡلُ رَسُولٍ كَرِيمٍ ١٩بېشكه دا (قرآن) خامخا د ډېر عزتمن رسول قول دى ذِي قُوَّةٍ عِندَ ذِي ٱلۡعَرۡشِ مَكِينٍ ٢٠چې د عرش د مالك په نیز د قوت والا (او) د مرتبې والا دى مُّطَاعٍ ثَمَّ أَمِينٍ ٢١منلى شوى دى هلته، امین دى وَمَا صَاحِبُكُم بِمَجۡنُونٍ ٢٢او ستاسو ملګرى (محمدﷺ) له سره لېونى نه دى وَلَقَدۡ رَءَاهُ بِٱلۡأُفُقِ ٱلۡمُبِينِ ٢٣او یقینًا یقینًا ده دغه (جبریل د اسمان) په څرګنده غاړه كې لیدلى و وَمَا هُوَ عَلَى ٱلۡغَيۡبِ بِضَنِينٍ ٢٤او دى د وحي په بیانولو كې له سره بخل كوونكى نه دى وَمَا هُوَ بِقَوۡلِ شَيۡطَٰنٍ رَّجِيمٍ ٢٥او بېخي نه دى دا (قرآن) خبره د شیطان رټل شوي فَأَيۡنَ تَذۡهَبُونَ ٢٦نو تاسو (اى كافرانو!) چېرته ځئ؟ إِنۡ هُوَ إِلَّا ذِكۡرٌ لِّلۡعَٰلَمِينَ ٢٧نه دى دا (قرآن) مګر د عالمونو لپاره نصیحت (او پند) لِمَن شَآءَ مِنكُمۡ أَن يَسۡتَقِيمَ ٢٨د هغه چا لپاره چې په تاسو كې غواړې چې دى نېغ برابر شي وَمَا تَشَآءُونَ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُ رَبُّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ٢٩او تاسو د (د سمې لارې) اراده نشئ كولى مګر دا چې الله رب العلمین يې اراده وكړي

Translation: Abdulwali Khan.