ملة الإسلام

السورة 80 · 42 آية · Abdulwali Khan

سورة عبس باللغة البشتوية

السورة بالعربية مع التفسير استمع إلى سورة عبس (1,320 قارئاً)
مكيةسورة عبس٤٢ آية

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

عَبَسَ وَتَوَلَّىٰٓ ١ده تندى تریو كړ او مخ يې وګرځاوه أَن جَآءَهُ ٱلۡأَعۡمَىٰ ٢په دې وجه چې ده ته ړوند راغى وَمَا يُدۡرِيكَ لَعَلَّهُۥ يَزَّكَّىٰٓ ٣او ته څه شي پوه كړى يې۔، ښايي چې دى پاك شي أَوۡ يَذَّكَّرُ فَتَنفَعَهُ ٱلذِّكۡرَىٰٓ ٤یا به دى نصیحت (او پند) واخلي، نو ده ته به پند نفع ورسوي أَمَّا مَنِ ٱسۡتَغۡنَىٰ ٥هر چې هغه څوك دى چې استغنا يې كړې ده فَأَنتَ لَهُۥ تَصَدَّىٰ ٦نو ته په هغه پسې كېږې وَمَا عَلَيۡكَ أَلَّا يَزَّكَّىٰ ٧حال دا چې په تا هېڅ الزام نشته چې هغه پاك نشي وَأَمَّا مَن جَآءَكَ يَسۡعَىٰ ٨او هر چې هغه څوك دى چې تا ته په منډو راځي وَهُوَ يَخۡشَىٰ ٩په داسې حال كې چې دى (له الله نه) وېرېږي فَأَنتَ عَنۡهُ تَلَهَّىٰ ١٠نو ته له هغه نه مشغولېږې كـَلَّآ إِنَّهَا تَذۡكِرَةٌ ١١داسې كله هم مه كوه، بېشكه دا (سورت) یو پند (او نصیحت) دى فَمَن شَآءَ ذَكَرَهُۥ ١٢نو هغه څوك چې غواړي (نو) دى دې ومني فِي صُحُفٍ مُّكَرَّمَةٍ ١٣(دغه) په عزتمنو پاڼو كې دى مَّرۡفُوعَةٍ مُّطَهَّرَةِۭ ١٤چې پورته كړى شوې، ښې پاكې كړى شوې دي بِأَيۡدِي سَفَرَةٍ ١٥د لیكونكو (ملايكو) په لاسونو كې كِرَامِۭ بَرَرَةٍ ١٦چې ډېر عزتمن، ډېر نېك دي قُتِلَ ٱلۡإِنسَٰنُ مَآ أَكۡفَرَهُۥ ١٧انسان دې هلاك كړى شي، دى څومره ډېر ناشكره دى مِنۡ أَيِّ شَيۡءٍ خَلَقَهُۥ ١٨دى دغه (الله) له څه شي نه پیدا كړى دى؟ مِن نُّطۡفَةٍ خَلَقَهُۥ فَقَدَّرَهُۥ ١٩له نطفې نه۔، دى يې پیدا كړى دى، پس دى يې اندازه كړى دى ثُمَّ ٱلسَّبِيلَ يَسَّرَهُۥ ٢٠بیا يې ده ته لاره ور اسانه كړې ده ثُمَّ أَمَاتَهُۥ فَأَقۡبَرَهُۥ ٢١بیا يې دى مړ كړ، نو دى يې په قبر كې كېښود ثُمَّ إِذَا شَآءَ أَنشَرَهُۥ ٢٢بیا چې كله وغواړي دى به ژوندى كړي كـَلَّا لَمَّا يَقۡضِ مَآ أَمَرَهُۥ ٢٣داسې نه ده۔، دغه (انسان) هغه كار نه دى كړى چې دغه (الله) ده ته حكم كړى دى فَلۡيَنظُرِ ٱلۡإِنسَٰنُ إِلَىٰ طَعَامِهِۦٓ ٢٤نو انسان دې خپل طعام ته وګوري أَنَّا صَبَبۡنَا ٱلۡمَآءَ صَبًّا ٢٥چې بېشكه مونږ اوبه راتوى كړې دي، راتویول ثُمَّ شَقَقۡنَا ٱلۡأَرۡضَ شَقًّا ٢٦بیا مونږ ځمكه څیرې كړې ده، څیرول فَأَنۢبَتۡنَا فِيهَا حَبًّا ٢٧نو مونږ په دې كې دانې را زرغونه كړي دي وَعِنَبًا وَقَضۡبًا ٢٨او انګور او تركاريانې وَزَيۡتُونًا وَنَخۡلًا ٢٩او زیتون او كجورې وَحَدَآئِقَ غُلۡبًا ٣٠او ګڼ باغونه وَفَٰكِهَةً وَأَبًّا ٣١او مېوې او ګياه (واښه) مَّتَٰعًا لَّكُمۡ وَلِأَنۡعَٰمِكُمۡ ٣٢ستاسو او ستاسو د څارویو د فايدې لپاره فَإِذَا جَآءَتِ ٱلصَّآخَّةُ ٣٣نو كله چې سخت اواز راشي يَوۡمَ يَفِرُّ ٱلۡمَرۡءُ مِنۡ أَخِيهِ ٣٤په هغه ورځ چې سړى به له خپل وروره تښتي وَأُمِّهِۦ وَأَبِيهِ ٣٥او له خپلې مور او خپل پلاره وَصَٰحِبَتِهِۦ وَبَنِيهِ ٣٦او له خپلې ښځې او خپلو زامنو نه لِكُلِّ ٱمۡرِيٍٕ مِّنۡهُمۡ يَوۡمَئِذٍ شَأۡنٌ يُغۡنِيهِ ٣٧په دوى كې د هر سړي لپاره به په دغه ورځ كې یو حال وي چې دى به (له نورو نه) بې پروا (بې غوره) كوي وُجُوهٌ يَوۡمَئِذٍ مُّسۡفِرَةٌ ٣٨څه مخونه به په دغې ورځ كې روښانه وي ضَاحِكَةٌ مُّسۡتَبۡشِرَةٌ ٣٩خندېدونكي (او) خوشاله به وي وَوُجُوهٌ يَوۡمَئِذٍ عَلَيۡهَا غَبَرَةٌ ٤٠او څه مخونه به په دغې ورځ كې پر هغو به ګرد پروت وي تَرۡهَقُهَا قَتَرَةٌ ٤١دغه (مخونه) به توروالي پټ كړي وي أُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡكَفَرَةُ ٱلۡفَجَرَةُ ٤٢دغه (تور مخي) خلق هم دوى كافران (او) فاجران (بدكاران) دي

الترجمة: Abdulwali Khan.