بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ ١د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ٢ټول (د كمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونكى دى ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ ٣ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى مَٰلِكِ يَوۡمِ ٱلدِّينِ ٤د بَدلې د ورځې مالك دى إِيَّاكَ نَعۡبُدُ وَإِيَّاكَ نَسۡتَعِينُ ٥مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مدد غواړو ٱهۡدِنَا ٱلصِّرَٰطَ ٱلۡمُسۡتَقِيمَ ٦ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَیَه صِرَٰطَ ٱلَّذِينَ أَنۡعَمۡتَ عَلَيۡهِمۡ غَيۡرِ ٱلۡمَغۡضُوبِ عَلَيۡهِمۡ وَلَا ٱلضَّآلِّينَ ٧د هغو خلقو لاره چې تا پر هغوى باندې انعام كړى دى؛ چې نه پر هغوى باندې غضب شوى او نه ګمراهان دي
السورة 1 · 7 آية · Abdulwali Khan
سورة الفاتحة باللغة البشتوية
اضغط رقم أي آية لتفسيرها
الترجمة: Abdulwali Khan.