ملة الإسلام

السورة 69 · 52 آية · Abdulwali Khan

سورة الحاقة باللغة البشتوية

السورة بالعربية مع التفسير استمع إلى سورة الحاقة (1,346 قارئاً)
مكيةسورة الحاقة٥٢ آية

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

ٱلۡحَآقَّةُ ١دغه (قیامت) خامخا واقع كېدونكى مَا ٱلۡحَآقَّةُ ٢دغه لازمًا واقع كېدونكى څه شى دى وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا ٱلۡحَآقَّةُ ٣او ته څه شي پوه كړې چې دغه قیامت څه شى دى كَذَّبَتۡ ثَمُودُ وَعَادُۢ بِٱلۡقَارِعَةِ ٤ثمودیانو او عادیانو د ټكوونكي (قیامت) تكذیب كړى و فَأَمَّا ثَمُودُ فَأُهۡلِكُواْ بِٱلطَّاغِيَةِ ٥نو هر چې ثمودیان وو، پس هغوى په سخت اواز سره هلاك كړى شول وَأَمَّا عَادٌ فَأُهۡلِكُواْ بِرِيحٍ صَرۡصَرٍ عَاتِيَةٍ ٦او هر چې عادیان وو، نو دوى په ډېر سخت اواز، له حده وتونكي باد سره هلاك كړى شول سَخَّرَهَا عَلَيۡهِمۡ سَبۡعَ لَيَالٍ وَثَمَٰنِيَةَ أَيَّامٍ حُسُومًاۖ فَتَرَى ٱلۡقَوۡمَ فِيهَا صَرۡعَىٰ كَأَنَّهُمۡ أَعۡجَازُ نَخۡلٍ خَاوِيَةٍ ٧(الله) دغه (باد) په دوى باندې اوه شپې او اته ورځې متواتر (پرله پسې د دوى د هلاكت لپاره) مسخر كړى و، نو تا به دغه قوم په دغه (شپو ورځو، كورونو، باد) كې لویدلي مړه پراته لیدل، ګویاكې دوى د زړو كجورو تش ډډونه دي فَهَلۡ تَرَىٰ لَهُم مِّنۢ بَاقِيَةٍ ٨نو ایا ته دوى لره څه باقي پاتې شوي وینې وَجَآءَ فِرۡعَوۡنُ وَمَن قَبۡلَهُۥ وَٱلۡمُؤۡتَفِكَٰتُ بِٱلۡخَاطِئَةِ ٩او فرعون او هغه چا چې له ده نه مخكې وو او چپه كړى شویو كلیو غټ جرم (شرك) وكړ فَعَصَوۡاْ رَسُولَ رَبِّهِمۡ فَأَخَذَهُمۡ أَخۡذَةً رَّابِيَةً ١٠نو دوى د خپل رب د رسول نافرماني وكړه، نو هغه دوى ونیول، ډېر سخت نیول إِنَّا لَمَّا طَغَا ٱلۡمَآءُ حَمَلۡنَٰكُمۡ فِي ٱلۡجَارِيَةِ ١١بېشكه مونږ، كله چې اوبه له حده ووتې، (نو) مونږ تاسو په بېړۍ كې سواره كړئ لِنَجۡعَلَهَا لَكُمۡ تَذۡكِرَةً وَتَعِيَهَآ أُذُنٌ وَٰعِيَةٌ ١٢د دې لپاره چې مونږ دغه (بېړۍ) تاسو لپاره پند وګرځوو او یاد ساتونكي غوږونه دغه (پند) یاد ولري فَإِذَا نُفِخَ فِي ٱلصُّورِ نَفۡخَةٌ وَٰحِدَةٌ ١٣نو كله چې په شپېلۍ كې پوكى وكړى شي۔، یو پوكى وَحُمِلَتِ ٱلۡأَرۡضُ وَٱلۡجِبَالُ فَدُكَّتَا دَكَّةً وَٰحِدَةً ١٤او ځمكه او غرونه پورته كړى شي، پس دغه دواړه رېزه رېزه كړى شي، یو ځلې رېزه كول فَيَوۡمَئِذٍ وَقَعَتِ ٱلۡوَاقِعَةُ ١٥نو په دغې ورځ كې به واقع كېدونكى (قیامت) واقع شي وَٱنشَقَّتِ ٱلسَّمَآءُ فَهِيَ يَوۡمَئِذٍ وَاهِيَةٌ ١٦او اسمان به وچوي، نو دغه (اسمان) به په دغې ورځ كې سست وي وَٱلۡمَلَكُ عَلَىٰٓ أَرۡجَآئِهَاۚ وَيَحۡمِلُ عَرۡشَ رَبِّكَ فَوۡقَهُمۡ يَوۡمَئِذٍ ثَمَٰنِيَةٌ ١٧او ملايك به د ده د څنډو له پاسه وي او په دغې ورځ كې به ستا د رب عرش اتو (ملايكو) د دوى له پاسه اوچت كړى وي يَوۡمَئِذٍ تُعۡرَضُونَ لَا تَخۡفَىٰ مِنكُمۡ خَافِيَةٌ ١٨په دغې ورځ كې به تاسو وړاندې كولى شئ، ستاسو له پټو (عملونو) نه به هېڅ (شى) پټ پاتې نشي فَأَمَّا مَنۡ أُوتِيَ كِتَٰبَهُۥ بِيَمِينِهِۦ فَيَقُولُ هَآؤُمُ ٱقۡرَءُواْ كِتَٰبِيَهۡ ١٩نو هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) د ده په ښي لاس كې وركړى شوه، نو دى به وايي: چې واخلئ! زما عمل نامه ولولئ إِنِّي ظَنَنتُ أَنِّي مُلَٰقٍ حِسَابِيَهۡ ٢٠بېشكه ما دا یقین كاوه چې زه به خامخا له خپل حساب سره مېلاوېدونكى یم فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَّاضِيَةٍ ٢١نو دغه (كس) به په خوشاله ژوند كې وي فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٍ ٢٢په اوچت جنت كې قُطُوفُهَا دَانِيَةٌ ٢٣چې د هغه مېوې به نژدې وي كُلُواْ وَٱشۡرَبُواْ هَنِيٓـَٔۢا بِمَآ أَسۡلَفۡتُمۡ فِي ٱلۡأَيَّامِ ٱلۡخَالِيَةِ ٢٤تاسو ښه په مزې سره خورئ او څښئ، د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو په تېرو شویو ورځو كې مخكې لېږلي وو وَأَمَّا مَنۡ أُوتِيَ كِتَٰبَهُۥ بِشِمَالِهِۦ فَيَقُولُ يَٰلَيۡتَنِي لَمۡ أُوتَ كِتَٰبِيَهۡ ٢٥او هر چې هغه كس دى چې ده ته خپل كتاب د ده په چپ لاس كې وركړى شي، نو دى به وايي: اى كاشكې ما ته زما كتاب (عمل نامه) نه وى راكړى شوې وَلَمۡ أَدۡرِ مَا حِسَابِيَهۡ ٢٦او زه نه وى خبر شوى چې زما حساب څه دى يَٰلَيۡتَهَا كَانَتِ ٱلۡقَاضِيَةَ ٢٧اى كاشكې چې هغه (مرګ) فیصله كوونكى وى مَآ أَغۡنَىٰ عَنِّي مَالِيَهۡۜ ٢٨زما مال زما هېڅ په كار رانغى هَلَكَ عَنِّي سُلۡطَٰنِيَهۡ ٢٩له ما نه زما بادشاهي برباده شوه خُذُوهُ فَغُلُّوهُ ٣٠(وبه ویل شي:) دى ونیسئ، پس دى په زلونو سره وتړئ ثُمَّ ٱلۡجَحِيمَ صَلُّوهُ ٣١بیا دى دوزخ ته داخل كړئ ثُمَّ فِي سِلۡسِلَةٍ ذَرۡعُهَا سَبۡعُونَ ذِرَاعًا فَٱسۡلُكُوهُ ٣٢بیا په یو ځنځیر كې چې د هغه ګزونه (اوږدوالى) اویا ګزه وي، پس دى ننه باسئ إِنَّهُۥ كَانَ لَا يُؤۡمِنُ بِٱللَّهِ ٱلۡعَظِيمِ ٣٣بېشكه ده په ډېر لوى الله باندې ایمان نه راوړ وَلَا يَحُضُّ عَلَىٰ طَعَامِ ٱلۡمِسۡكِينِ ٣٤او مسكین ته په طعام وركولو يې ترغیب نه وركاوه فَلَيۡسَ لَهُ ٱلۡيَوۡمَ هَٰهُنَا حَمِيمٌ ٣٥نو د ده لپاره دلته نن ورځ هېڅ دوست نشته وَلَا طَعَامٌ إِلَّا مِنۡ غِسۡلِينٍ ٣٦او نه څه طعام، سوا له غِسلین (د دوزخیانو د زخمونو د وینې او زوې) نه لَّا يَأۡكُلُهُۥٓ إِلَّا ٱلۡخَٰطِـُٔونَ ٣٧چې دغه نه خوري مګر (دغه) خطاكاران فَلَآ أُقۡسِمُ بِمَا تُبۡصِرُونَ ٣٨نو زه قسم خورم په هغو شیانو چې تاسو يې وینئ وَمَا لَا تُبۡصِرُونَ ٣٩او په هغو چې تاسو يې نه وینئ إِنَّهُۥ لَقَوۡلُ رَسُولٍ كَرِيمٍ ٤٠بېشكه دا (قرآن) یقینًا د ډېر عزتمن رسول خبره ده وَمَا هُوَ بِقَوۡلِ شَاعِرٍۚ قَلِيلًا مَّا تُؤۡمِنُونَ ٤١او دا د كوم شاعر خبره بېخي نه ده، تاسو ډېر لږ ایمان راوړئ وَلَا بِقَوۡلِ كَاهِنٍۚ قَلِيلًا مَّا تَذَكَّرُونَ ٤٢او نه د كاهن (ترویتي) خبره ده، تاسو ډېر لږ پند اخلئ تَنزِيلٌ مِّن رَّبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ٤٣(دغه قرآن) د رب العلمین نازلول دي وَلَوۡ تَقَوَّلَ عَلَيۡنَا بَعۡضَ ٱلۡأَقَاوِيلِ ٤٤او كه ده پر مونږ باندې له ځانه ځینې خبرې جوړې كړې وى لَأَخَذۡنَا مِنۡهُ بِٱلۡيَمِينِ ٤٥(نو) مونږ به د ده ښى لاس نیولى وى ثُمَّ لَقَطَعۡنَا مِنۡهُ ٱلۡوَتِينَ ٤٦بیا به مونږ خامخا د ده د زړه رګ پرې كړى وى فَمَا مِنكُم مِّنۡ أَحَدٍ عَنۡهُ حَٰجِزِينَ ٤٧نو په تاسو كې به هیڅوك له ده نه منع كوونكي نه وو وَإِنَّهُۥ لَتَذۡكِرَةٌ لِّلۡمُتَّقِينَ ٤٨او بېشكه دا (قرآن) د پرهېزګارانو لپاره پند (او نصیحت) دى وَإِنَّا لَنَعۡلَمُ أَنَّ مِنكُم مُّكَذِّبِينَ ٤٩او بېشكه مونږ خامخا پوهېږو چې یقینًا په تاسو كې تكذیب كوونكي دي وَإِنَّهُۥ لَحَسۡرَةٌ عَلَى ٱلۡكَٰفِرِينَ ٥٠او بېشكه دغه (قرآن) په كافرانو باندې د پښېمانۍ سبب دى وَإِنَّهُۥ لَحَقُّ ٱلۡيَقِينِ ٥١او بېشكه دغه (قرآن) خامخا یقیني حق دى فَسَبِّحۡ بِٱسۡمِ رَبِّكَ ٱلۡعَظِيمِ ٥٢نو ته د خپل عظیم رب د نوم تسبیح وایه

الترجمة: Abdulwali Khan.