ملة الإسلام

السورة 92 · 21 آية · Abdulwali Khan

سورة الليل باللغة البشتوية

السورة بالعربية مع التفسير استمع إلى سورة الليل (1,297 قارئاً)
مكيةسورة الليل٢١ آية

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَٱلَّيۡلِ إِذَا يَغۡشَىٰ ١قسم دى په شپه كله چې دا (هر شى) پټ كړي وَٱلنَّهَارِ إِذَا تَجَلَّىٰ ٢او په ورځ باندې كله چې روښانه شي وَمَا خَلَقَ ٱلذَّكَرَ وَٱلۡأُنثَىٰٓ ٣او په هغه ذات باندې چې نر او ښځه يې پیدا كړي دي إِنَّ سَعۡيَكُمۡ لَشَتَّىٰ ٤چې بېشكه ستاسو سعي (او عمل) خامخا بېل بېل دي فَأَمَّا مَنۡ أَعۡطَىٰ وَٱتَّقَىٰ ٥نو هر چې هغه څوك دى چې وركړه كوي او وېرېږي وَصَدَّقَ بِٱلۡحُسۡنَىٰ ٦او د ډېرې ښكلې كلمې تصدیق كوي فَسَنُيَسِّرُهُۥ لِلۡيُسۡرَىٰ ٧نو مونږ به ضرور ده ته د اسانې لارې اسانتیا وركړو وَأَمَّا مَنۢ بَخِلَ وَٱسۡتَغۡنَىٰ ٨او هر چې هغه څوك دى چې بخیلي كوي او بې پروايي كوي وَكَذَّبَ بِٱلۡحُسۡنَىٰ ٩او د ډېرې ښكلې كلمې تكذیب كوي (دروغ يې ګڼي) فَسَنُيَسِّرُهُۥ لِلۡعُسۡرَىٰ ١٠نو مونږ به ضرور ده ته د سختې لارې اسانتیا وركړو وَمَا يُغۡنِي عَنۡهُ مَالُهُۥٓ إِذَا تَرَدَّىٰٓ ١١او كله چې دى په كنده كې غورځېږي (هلاكېږي، نو) د ده مال به د ده هېڅ په كار رانشي إِنَّ عَلَيۡنَا لَلۡهُدَىٰ ١٢بېشكه خاص زمونږ په ذمه خامخا لاره ښوول دي وَإِنَّ لَنَا لَلۡأٓخِرَةَ وَٱلۡأُولَىٰ ١٣او بېشكه خاص زمونږ لپاره اخرت او دنیا ده (د دواړو اختيار دى) فَأَنذَرۡتُكُمۡ نَارًا تَلَظَّىٰ ١٤نوما تاسو له داسې اوره ووېرولئ چې لمبې وهي لَا يَصۡلَىٰهَآ إِلَّا ٱلۡأَشۡقَى ١٥ده ته به نه ننوځي مګر ترټولو بدبخته ٱلَّذِي كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰ ١٦هغه چې تكذیب يې كړى او مخ يې (له حقه) ګرځولى دى وَسَيُجَنَّبُهَا ٱلۡأَتۡقَى ١٧او له ده نه به خامخا لرې ساتلى شي ښه وېرېدونكى ٱلَّذِي يُؤۡتِي مَالَهُۥ يَتَزَكَّىٰ ١٨هغه چې خپل مال د دې لپاره وركوي چې پاك شي وَمَا لِأَحَدٍ عِندَهُۥ مِن نِّعۡمَةٍ تُجۡزَىٰٓ ١٩او له ده سره (د ده په غاړه) د هیچا لپاره څه نعمت (او احسان) نشته چې بدله يې وركولى شي إِلَّا ٱبۡتِغَآءَ وَجۡهِ رَبِّهِ ٱلۡأَعۡلَىٰ ٢٠مګر د خپل رب د مخ لټونې لپاره چې تر ټولو اوچت دى وَلَسَوۡفَ يَرۡضَىٰ ٢١او خامخا ژر به دى راضي شي

الترجمة: Abdulwali Khan.