ملة الإسلام

السورة 77 · 50 آية · Abdulwali Khan

سورة المرسلات باللغة البشتوية

السورة بالعربية مع التفسير استمع إلى سورة المرسلات (1,226 قارئاً)
مكيةسورة المرسلات٥٠ آية

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَٱلۡمُرۡسَلَٰتِ عُرۡفًا ١قسم دى په هغو بادونو چې پرله پسې لېږل شوي دي فَٱلۡعَٰصِفَٰتِ عَصۡفًا ٢بیا په هغو سختو تېزو چلېدونكو بادونو باندې، تېز تلل وَٱلنَّٰشِرَٰتِ نَشۡرًا ٣او په خورونكو بادونو باندې، خورول فَٱلۡفَٰرِقَٰتِ فَرۡقًا ٤بیا په هغو بادونو چې جدا والى راولي، جدا كول فَٱلۡمُلۡقِيَٰتِ ذِكۡرًا ٥بیا په هغو بادونو باندې چې د ذكر اچونكي دي عُذۡرًا أَوۡ نُذۡرًا ٦د عذر لپاره او وېرولو لپاره إِنَّمَا تُوعَدُونَ لَوَٰقِعٌ ٧بېشكه چې له تاسو سره څه وعده كولى شي یقینًا (هغه) واقع كېدونكې ده فَإِذَا ٱلنُّجُومُ طُمِسَتۡ ٨نو كله چې ستوري بې رڼا كړى شي وَإِذَا ٱلسَّمَآءُ فُرِجَتۡ ٩او كله چې اسمان څیرې كړى شي وَإِذَا ٱلۡجِبَالُ نُسِفَتۡ ١٠او كله چې غرونه والوزول شي وَإِذَا ٱلرُّسُلُ أُقِّتَتۡ ١١او كله چې رسولانو ته وخت وټاكل شي لِأَيِّ يَوۡمٍ أُجِّلَتۡ ١٢د كومې ورځې لپاره دغه (څیزونه) وروسته كړى شوي دي؟ لِيَوۡمِ ٱلۡفَصۡلِ ١٣د فیصلې د ورځې لپاره وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا يَوۡمُ ٱلۡفَصۡلِ ١٤او ته څه شي پوه كړې چې د فیصلې ورځ كله ده وَيۡلٌ يَوۡمَئِذٍ لِّلۡمُكَذِّبِينَ ١٥د دروغ ګڼونكو لپاره په دغې ورځ كې هلاكت دى أَلَمۡ نُهۡلِكِ ٱلۡأَوَّلِينَ ١٦ایا مونږ ړومبني (مجرمان) نه دي هلاك كړي ثُمَّ نُتۡبِعُهُمُ ٱلۡأٓخِرِينَ ١٧بیا مونږ په دوى پسې وروستني خلق ورلېږو كَذَٰلِكَ نَفۡعَلُ بِٱلۡمُجۡرِمِينَ ١٨همداسې كار مونږ له مجرمانو (كافرانو) سره كوو وَيۡلٌ يَوۡمَئِذٍ لِّلۡمُكَذِّبِينَ ١٩په دغې ورځې كې د تكذیب كوونكو (دروغ ګڼونكو) لپاره هلاكت دى أَلَمۡ نَخۡلُقكُّم مِّن مَّآءٍ مَّهِينٍ ٢٠ایا مونږ تاسو له سپكو اوبو نه نه یئ پیدا كړي فَجَعَلۡنَٰهُ فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ ٢١پس مونږ دغه (اوبه) په مضبوط ځاى كې كېښودلې إِلَىٰ قَدَرٍ مَّعۡلُومٍ ٢٢تر مقررې نېټې (اندازې) پورې فَقَدَرۡنَا فَنِعۡمَ ٱلۡقَٰدِرُونَ ٢٣نو مونږ قادر یو، پس (مونږ) ښه قدرت لرونكي یو وَيۡلٌ يَوۡمَئِذٍ لِّلۡمُكَذِّبِينَ ٢٤په دغې ورځې كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى أَلَمۡ نَجۡعَلِ ٱلۡأَرۡضَ كِفَاتًا ٢٥ایا مونږ ځمكه نه ده ګرځولې راجمع كوونكې أَحۡيَآءً وَأَمۡوَٰتًا ٢٦ژوندیو لره او مړیو لره وَجَعَلۡنَا فِيهَا رَوَٰسِيَ شَٰمِخَٰتٍ وَأَسۡقَيۡنَٰكُم مَّآءً فُرَاتًا ٢٧او مونږ په دې كې اوچت لوى غرونه پیدا كړي دي او په تاسو مو خوږې تنده ماتوونكې اوبه څښلي وَيۡلٌ يَوۡمَئِذٍ لِّلۡمُكَذِّبِينَ ٢٨په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى ٱنطَلِقُوٓاْ إِلَىٰ مَا كُنتُم بِهِۦ تُكَذِّبُونَ ٢٩تاسو ځئ لاړ شئ هغه څیز ته چې تاسو به هغه دروغ ګاڼه ٱنطَلِقُوٓاْ إِلَىٰ ظِلٍّ ذِي ثَلَٰثِ شُعَبٍ ٣٠تاسو ځئ لاړ شئ هغه سیوري ته چې د دریوڅانګو والا دى لَّا ظَلِيلٍ وَلَا يُغۡنِي مِنَ ٱللَّهَبِ ٣١چې نه یخ دى او نه د اور لمبې لرې كولى شي إِنَّهَا تَرۡمِي بِشَرَرٍ كَٱلۡقَصۡرِ ٣٢بېشكه دغه (اور) داسې سرې سكروټې ولي (غورځوي)، لكه اوچتې ماڼۍ كَأَنَّهُۥ جِمَٰلَتٌ صُفۡرٌ ٣٣ګویا كې دغه (سكروټې، بڅركي) زېړ تور بخن اوښان دي وَيۡلٌ يَوۡمَئِذٍ لِّلۡمُكَذِّبِينَ ٣٤په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى هَٰذَا يَوۡمُ لَا يَنطِقُونَ ٣٥دغه ورځ ده چې دوى به (په كې) خبرې نشي كولى وَلَا يُؤۡذَنُ لَهُمۡ فَيَعۡتَذِرُونَ ٣٦او دوى ته به اجازت وركولى نشي، پس چې دوى عذر وكړي وَيۡلٌ يَوۡمَئِذٍ لِّلۡمُكَذِّبِينَ ٣٧په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى هَٰذَا يَوۡمُ ٱلۡفَصۡلِۖ جَمَعۡنَٰكُمۡ وَٱلۡأَوَّلِينَ ٣٨دغه د فیصلې ورځ ده، مونږ، تاسو او ړومبني خلق راجمع كړي دي فَإِن كَانَ لَكُمۡ كَيۡدٌ فَكِيدُونِ ٣٩نو كه له تاسو سره څه چل مكر وي، نو زما سره (دغه) چل مكر وكړئ وَيۡلٌ يَوۡمَئِذٍ لِّلۡمُكَذِّبِينَ ٤٠په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى إِنَّ ٱلۡمُتَّقِينَ فِي ظِلَٰلٍ وَعُيُونٍ ٤١یقینًا پرهېزګاران به په سیورو او چینو كې وي وَفَوَٰكِهَ مِمَّا يَشۡتَهُونَ ٤٢او په داسې مېوو كې چې دوى يې غواړي كُلُواْ وَٱشۡرَبُواْ هَنِيٓـَٔۢا بِمَا كُنتُمۡ تَعۡمَلُونَ ٤٣(ملايك به مومنانو ته وايي:) تاسو خورئ او څښئ، په داسې حال كې چې خوند اخيستونكي يئ د هغو عملونو په بدل كې چې تاسو به كول إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُحۡسِنِينَ ٤٤بېشكه همداسې مونږ نېكي كوونكو ته بدله وركوو وَيۡلٌ يَوۡمَئِذٍ لِّلۡمُكَذِّبِينَ ٤٥په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى كُلُواْ وَتَمَتَّعُواْ قَلِيلًا إِنَّكُم مُّجۡرِمُونَ ٤٦تاسو خورئ او فايده واخلئ لږه۔، بېشكه تاسو مجرمان یئ وَيۡلٌ يَوۡمَئِذٍ لِّلۡمُكَذِّبِينَ ٤٧په دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو (دروغ ویونكو) لپاره هلاكت او تباهي ده وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ٱرۡكَعُواْ لَا يَرۡكَعُونَ ٤٨او كله چې دوى ته وویل شي تاسو ركوع كوئ (نو) دوى ركوع نه كوي وَيۡلٌ يَوۡمَئِذٍ لِّلۡمُكَذِّبِينَ ٤٩په دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو لپاره هلاكت دى فَبِأَيِّ حَدِيثِۭ بَعۡدَهُۥ يُؤۡمِنُونَ ٥٠نو له دې (قرآن) نه وروسته دوى په څه شي ایمان راوړي؟

الترجمة: Abdulwali Khan.