ملة الإسلام

السورة 56 · 96 آية · Abdulwali Khan

سورة الواقعة باللغة البشتوية

السورة بالعربية مع التفسير استمع إلى سورة الواقعة (1,362 قارئاً)
مكيةسورة الواقعة٩٦ آية

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

إِذَا وَقَعَتِ ٱلۡوَاقِعَةُ ١كله چې واقع كېدونكى (قیامت) واقع شي لَيۡسَ لِوَقۡعَتِهَا كَاذِبَةٌ ٢د ده پېښېدو لره هېڅ دروغجنوونكى نشته خَافِضَةٌ رَّافِعَةٌ ٣(دا) ښكته كوونكى، (او) اوچتوونكى دى إِذَا رُجَّتِ ٱلۡأَرۡضُ رَجًّا ٤كله چې ځمكه وخوځولى شي، خوځول وَبُسَّتِ ٱلۡجِبَالُ بَسًّا ٥او غرونه ورژول شي، رژول فَكَانَتۡ هَبَآءً مُّنۢبَثًّا ٦نو دغه (غرونه) به یوه خوره شوې دوړه شي وَكُنتُمۡ أَزۡوَٰجًا ثَلَٰثَةً ٧اوتاسو به درې قسمونه شئ فَأَصۡحَٰبُ ٱلۡمَيۡمَنَةِ مَآ أَصۡحَٰبُ ٱلۡمَيۡمَنَةِ ٨نو د ښي لاس والا (خلق) ۔، څه (ښه) دي د ښې لاس والا خلق وَأَصۡحَٰبُ ٱلۡمَشۡـَٔمَةِ مَآ أَصۡحَٰبُ ٱلۡمَشۡـَٔمَةِ ٩او د چپ لاس والا خلق۔، څه (بد) دي د چپ لاس والا خلق؟ وَٱلسَّٰبِقُونَ ٱلسَّٰبِقُونَ ١٠او ړومبى كېدونكي (همدوى) ړومبى كېدونكي دي أُوْلَٰٓئِكَ ٱلۡمُقَرَّبُونَ ١١هم دوى نژدې كړى شوي دي (الله ته) فِي جَنَّٰتِ ٱلنَّعِيمِ ١٢د نعمتونو په جنتونو كې به وي ثُلَّةٌ مِّنَ ٱلۡأَوَّلِينَ ١٣لویه ډله به د ړومبنو خلقو ځنې وي وَقَلِيلٌ مِّنَ ٱلۡأٓخِرِينَ ١٤او لږ به د وروستنو خلقو ځنې وي عَلَىٰ سُرُرٍ مَّوۡضُونَةٍ ١٥په (زرو او ملغلرو سره) بُڼل شویو تختونو باندې به (ناست) وي مُّتَّكِـِٔينَ عَلَيۡهَا مُتَقَٰبِلِينَ ١٦چې په دغو باندې به یو بل ته مخامخ تكیه وهونكي وي يَطُوفُ عَلَيۡهِمۡ وِلۡدَٰنٌ مُّخَلَّدُونَ ١٧په دوى باندې به (د خدمت لپاره) تل پاتې (همېشني) هلكان ګرځي بِأَكۡوَابٍ وَأَبَارِيقَ وَكَأۡسٍ مِّن مَّعِينٍ ١٨د ګلاسونو او كوزو سره او د جاري (بهېدونكو) شرابو پیالو سره لَّا يُصَدَّعُونَ عَنۡهَا وَلَا يُنزِفُونَ ١٩چې له دغو (شرابو) نه به نه د دوى سر خوږېږي او نه به بې خوده (نشه) كېږي وَفَٰكِهَةٍ مِّمَّا يَتَخَيَّرُونَ ٢٠او له هغه قسمه مېوو سره چې دوى يې خوښوي وَلَحۡمِ طَيۡرٍ مِّمَّا يَشۡتَهُونَ ٢١او د مرغانو له هغه قسمه غوښو سره چې د دوى زړونه يې غواړي وَحُورٌ عِينٌ ٢٢او (د دوى لپاره) پیمخې غټ سترګې حورې دي كَأَمۡثَٰلِ ٱللُّؤۡلُوِٕ ٱلۡمَكۡنُونِ ٢٣د پټو ساتل شویو ملغلرو په شان جَزَآءَۢ بِمَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ ٢٤د هغو عملونو د بدلې وركولو لپاره چې دوى به كول لَا يَسۡمَعُونَ فِيهَا لَغۡوًا وَلَا تَأۡثِيمًا ٢٥دوى به په دغه (جنت) كې نه عبث خبرې اوري او نه د ګناه (خبرې) إِلَّا قِيلًا سَلَٰمًا سَلَٰمًا ٢٦لېكن سلام، سلام ویل (به اوري) وَأَصۡحَٰبُ ٱلۡيَمِينِ مَآ أَصۡحَٰبُ ٱلۡيَمِينِ ٢٧او د ښي اړخ والا، څه دي د ښي اړخ والا فِي سِدۡرٍ مَّخۡضُودٍ ٢٨په بې اغزیو بېرو كې به وي وَطَلۡحٍ مَّنضُودٍ ٢٩او له بېخه تر سره ډكو كړى شویو (د) كیلو (په ونو) كې به وی وَظِلٍّ مَّمۡدُودٍ ٣٠او په اوږد كړى شویو همېشني سيورو كې به وي وَمَآءٍ مَّسۡكُوبٍ ٣١او په راتوى كړى شویو اوبو كې به وي وَفَٰكِهَةٍ كَثِيرَةٍ ٣٢اوپه ډېرو زیاتو مېوو كې به وي لَّا مَقۡطُوعَةٍ وَلَا مَمۡنُوعَةٍ ٣٣چې نه به قطع كولى شي او نه به منع كولى شي وَفُرُشٍ مَّرۡفُوعَةٍ ٣٤او په اوچت كړى شویو فرشونو كې به وي إِنَّآ أَنشَأۡنَٰهُنَّ إِنشَآءً ٣٥بېشكه مونږ دغه (ښځې/حورې) پیدا كړې دي، خاص پیدا كول فَجَعَلۡنَٰهُنَّ أَبۡكَارًا ٣٦نو مونږ دغه (حورې) پېغلې ګرځولې دي عُرُبًا أَتۡرَابًا ٣٧په خپلو خاوندانو مینانې (او) همزولې لِّأَصۡحَٰبِ ٱلۡيَمِينِ ٣٨د ښي اړخ والاو لپاره ثُلَّةٌ مِّنَ ٱلۡأَوَّلِينَ ٣٩(د ښي اړخ والا به) لویه ډله وي له ړومبنو خلقو نه وَثُلَّةٌ مِّنَ ٱلۡأٓخِرِينَ ٤٠او بله لویه ډله به له وروستنیو خلقو نه وي وَأَصۡحَٰبُ ٱلشِّمَالِ مَآ أَصۡحَٰبُ ٱلشِّمَالِ ٤١او د چپ اړخ (ګس) والا، څه دي د چپ اړخ والا فِي سَمُومٍ وَحَمِيمٍ ٤٢(دوى به) په ګرم باد او ډېرو تودو اوبو كې وي وَظِلٍّ مِّن يَحۡمُومٍ ٤٣او د تك تور لوګي په سيوري كې به وي لَّا بَارِدٍ وَلَا كَرِيمٍ ٤٤چې نه به یخ وي او نه به د عزت وي إِنَّهُمۡ كَانُواْ قَبۡلَ ذَٰلِكَ مُتۡرَفِينَ ٤٥بېشكه دوى له دې نه مخكې (په دنیا كې) په نعمتونو كې پالل شوي وو وَكَانُواْ يُصِرُّونَ عَلَى ٱلۡحِنثِ ٱلۡعَظِيمِ ٤٦او دوى په ډېره لویه ګناه (كفر) باندې دوام (او اصرار) كاوه وَكَانُواْ يَقُولُونَ أَئِذَا مِتۡنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَٰمًا أَءِنَّا لَمَبۡعُوثُونَ ٤٧او دوى به ویل: ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا په رښتیا او یقینًا به مونږ بیا راژوندي كولى شو أَوَءَابَآؤُنَا ٱلۡأَوَّلُونَ ٤٨او ایا زمونږ ړومبني پلرونه هم قُلۡ إِنَّ ٱلۡأَوَّلِينَ وَٱلۡأٓخِرِينَ ٤٩ته (دوى ته) ووایه چې بېشكه ړومبني او وروستني خلق لَمَجۡمُوعُونَ إِلَىٰ مِيقَٰتِ يَوۡمٍ مَّعۡلُومٍ ٥٠دوى به خامخا د معلومې ورځې مقرر وخت ته راجمع كولى شي ثُمَّ إِنَّكُمۡ أَيُّهَا ٱلضَّآلُّونَ ٱلۡمُكَذِّبُونَ ٥١بیا به یقینًا تاسو اى ګمراهانو، تكذیب كوونكو لَأٓكِلُونَ مِن شَجَرٍ مِّن زَقُّومٍ ٥٢خامخا خوړونكي به یئ د زقوم له ونې نه فَمَالِـُٔونَ مِنۡهَا ٱلۡبُطُونَ ٥٣نو له هغې نه به خېټې ډكوونكي یئ فَشَٰرِبُونَ عَلَيۡهِ مِنَ ٱلۡحَمِيمِ ٥٤بیا به تاسو د دغه (خوړل شوي زقوم) له پاسه تودې اوبه څښونكي یئ فَشَٰرِبُونَ شُرۡبَ ٱلۡهِيمِ ٥٥نو د ډېرو تږو اوښانو د څښلو په شان به څښونكي یئ هَٰذَا نُزُلُهُمۡ يَوۡمَ ٱلدِّينِ ٥٦دا د بدلې په ورځ د دوى مېلمستیا ده نَحۡنُ خَلَقۡنَٰكُمۡ فَلَوۡلَا تُصَدِّقُونَ ٥٧مونږ تاسو پیدا كړي یئ، نو ولې تاسو تصدیق نه كوئ أَفَرَءَيۡتُم مَّا تُمۡنُونَ ٥٨نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه نطفه چې تاسو يې تویوئ ءَأَنتُمۡ تَخۡلُقُونَهُۥٓ أَمۡ نَحۡنُ ٱلۡخَٰلِقُونَ ٥٩ایا تاسو (له) دغې (نطفې نه بشر) پیدا كوئ، یا هم دا مونږ يې پیدا كوونكي یو نَحۡنُ قَدَّرۡنَا بَيۡنَكُمُ ٱلۡمَوۡتَ وَمَا نَحۡنُ بِمَسۡبُوقِينَ ٦٠بېشكه مونږ ستاسو په مینځ كې مرګ مقدر كړى دى او مونږ عاجز كړى شوي نه یو عَلَىٰٓ أَن نُّبَدِّلَ أَمۡثَٰلَكُمۡ وَنُنشِئَكُمۡ فِي مَا لَا تَعۡلَمُونَ ٦١له دې نه چې مونږ ستاسو په شان (نور خلق ستاسو) په بدل كې پیدا كړو او تاسو په هغو (صورتونو) سره پیدا كړو چې تاسو پرې علم نه لرئ وَلَقَدۡ عَلِمۡتُمُ ٱلنَّشۡأَةَ ٱلۡأُولَىٰ فَلَوۡلَا تَذَكَّرُونَ ٦٢او یقینًا یقینًا تاسو په ړومبني پیدا كولو عالمان شوي یئ، نو ولې تاسو پند نه اخلئ أَفَرَءَيۡتُم مَّا تَحۡرُثُونَ ٦٣نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه تخم چې تاسو يې كرئ ءَأَنتُمۡ تَزۡرَعُونَهُۥٓ أَمۡ نَحۡنُ ٱلزَّٰرِعُونَ ٦٤ایا تاسو دغه (كرل شوى) زرغونوئ، یا هم دا مونږ يې زرغونوونكي یو لَوۡ نَشَآءُ لَجَعَلۡنَٰهُ حُطَٰمًا فَظَلۡتُمۡ تَفَكَّهُونَ ٦٥كه مونږ وغواړو (نو) خامخا دغه به وچ او ذره ذره كړو، بیا به تاسو حیران شئ إِنَّا لَمُغۡرَمُونَ ٦٦(او وايئ به) بېشكه مونږ خامخا په تاوان كې غورځول شوي یو بَلۡ نَحۡنُ مَحۡرُومُونَ ٦٧بلكې مونږ محروم كړى شوي یو أَفَرَءَيۡتُمُ ٱلۡمَآءَ ٱلَّذِي تَشۡرَبُونَ ٦٨نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه اوبه چې تاسو يې څښئ ءَأَنتُمۡ أَنزَلۡتُمُوهُ مِنَ ٱلۡمُزۡنِ أَمۡ نَحۡنُ ٱلۡمُنزِلُونَ ٦٩ایا تاسو دغه له سپینو ورېځو نه نازلې كړې دي، یا هم دا مونږ يې نازلوونكي یو؟ لَوۡ نَشَآءُ جَعَلۡنَٰهُ أُجَاجًا فَلَوۡلَا تَشۡكُرُونَ ٧٠كه مونږ وغواړو، دغه به تروې ترخې وګرځوو، نو تاسو ولې شكر نه وباسئ أَفَرَءَيۡتُمُ ٱلنَّارَ ٱلَّتِي تُورُونَ ٧١نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه اور چې تاسو يې بلوئ ءَأَنتُمۡ أَنشَأۡتُمۡ شَجَرَتَهَآ أَمۡ نَحۡنُ ٱلۡمُنشِـُٔونَ ٧٢ایا تاسو د ده ونه پیدا كړې ده، یا هم دا مونږ يې پیدا كوونكي یو؟ نَحۡنُ جَعَلۡنَٰهَا تَذۡكِرَةً وَمَتَٰعًا لِّلۡمُقۡوِينَ ٧٣مونږه دغه (اور) تذكره (نصیحت) او د مسافرو لپاره نفعمن ګرځولى دى فَسَبِّحۡ بِٱسۡمِ رَبِّكَ ٱلۡعَظِيمِ ٧٤نو ته د خپل عظیم رب د نوم پاكي بیانوه ۞ فَلَآ أُقۡسِمُ بِمَوَٰقِعِ ٱلنُّجُومِ ٧٥نو زه د ستوریو د پرېوتو په ځایونو باندې قسم خورم وَإِنَّهُۥ لَقَسَمٌ لَّوۡ تَعۡلَمُونَ عَظِيمٌ ٧٦او بېشكه دا یقینًا ډېر لوى قسم دى كه تاسو پوهېږئ إِنَّهُۥ لَقُرۡءَانٌ كَرِيمٌ ٧٧بېشكه دا خامخا ډېر عزتمن قرآن دى فِي كِتَٰبٍ مَّكۡنُونٍ ٧٨په پټ ساتل شوي كتاب كې دى لَّا يَمَسُّهُۥٓ إِلَّا ٱلۡمُطَهَّرُونَ ٧٩چې ده لره نه مسه كوي مګر ښه پاك كړى شوي خلق (ملايك) تَنزِيلٌ مِّن رَّبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ٨٠د رب العلمین له جانبه نازل كړى شوى دى أَفَبِهَٰذَا ٱلۡحَدِيثِ أَنتُم مُّدۡهِنُونَ ٨١ایا نو تاسو د دې حدیث (قرآن) سپكاوى كوونكي یئ وَتَجۡعَلُونَ رِزۡقَكُمۡ أَنَّكُمۡ تُكَذِّبُونَ ٨٢او تاسو خپله برخه دا ګرځوئ چې لازمًا تاسو يې تكذیب كوئ (دروغ يې ګڼئ) فَلَوۡلَآ إِذَا بَلَغَتِ ٱلۡحُلۡقُومَ ٨٣نو ولې يې نه (راګرځوئ) كله چې ساه ستوني ته ورسېږي وَأَنتُمۡ حِينَئِذٍ تَنظُرُونَ ٨٤او په دغه وخت كې تاسو ګورئ وَنَحۡنُ أَقۡرَبُ إِلَيۡهِ مِنكُمۡ وَلَٰكِن لَّا تُبۡصِرُونَ ٨٥او مونږ ده ته له تاسو نه ډېر نژدې یو او لېكن تاسو نه وینئ فَلَوۡلَآ إِن كُنتُمۡ غَيۡرَ مَدِينِينَ ٨٦نو ولې يې نه (راګرځوئ) كه تاسو محكومان نه یئ تَرۡجِعُونَهَآ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ ٨٧(نو ولې) دغه ساه (نه) راګرځوئ۔ كه تاسو رښتیني یئ فَأَمَّآ إِن كَانَ مِنَ ٱلۡمُقَرَّبِينَ ٨٨نو كه چېرې (دغه مړى) له مقربینو څخه وي فَرَوۡحٌ وَرَيۡحَانٌ وَجَنَّتُ نَعِيمٍ ٨٩نو (د ده لپاره) راحت او ښه رزق او له نعمتونو ډك جنت دى وَأَمَّآ إِن كَانَ مِنۡ أَصۡحَٰبِ ٱلۡيَمِينِ ٩٠او كه د ښي اړخ والاو ځنې وي فَسَلَٰمٌ لَّكَ مِنۡ أَصۡحَٰبِ ٱلۡيَمِينِ ٩١نو (ورته ویلى به شي:) تا ته سلام دى۔ (اى) له ښي اړخ والاو ځنې وَأَمَّآ إِن كَانَ مِنَ ٱلۡمُكَذِّبِينَ ٱلضَّآلِّينَ ٩٢او كه چېرې (دا مړى) د تكذیب كوونكو ګمراهانو ځنې وي فَنُزُلٌ مِّنۡ حَمِيمٍ ٩٣نو (د ده لپاره) د ډېرو اېشېدلو اوبو مېلمستیا ده وَتَصۡلِيَةُ جَحِيمٍ ٩٤او دوزخ ته ننه اېستل دي إِنَّ هَٰذَا لَهُوَ حَقُّ ٱلۡيَقِينِ ٩٥بېشكه دا خبره یقینًا هم دا حقه یقیني ده فَسَبِّحۡ بِٱسۡمِ رَبِّكَ ٱلۡعَظِيمِ ٩٦پس ته د خپل عظیم رب د نوم پاكي بیانوه

الترجمة: Abdulwali Khan.