بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
وَٱلصَّٰٓفَّٰتِ صَفًّا ١قسم دى (د ملايكو) په صف جوړونكو ډلو باندې، صف جوړول فَٱلزَّٰجِرَٰتِ زَجۡرًا ٢بیا (شیطانانو لره) په شړونكو (ملايكو دى) سخت شړل فَٱلتَّٰلِيَٰتِ ذِكۡرًا ٣بیا د ذكر په لوستونكو باندې إِنَّ إِلَٰهَكُمۡ لَوَٰحِدٌ ٤چې بېشكه ستاسو معبود یقینًا یو دى رَّبُّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا بَيۡنَهُمَا وَرَبُّ ٱلۡمَشَٰرِقِ ٥چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي او د مشرقونو رب دى إِنَّا زَيَّنَّا ٱلسَّمَآءَ ٱلدُّنۡيَا بِزِينَةٍ ٱلۡكَوَاكِبِ ٦بېشكه مونږ (ځمكې ته) زیات نژدې اسمان په زینت سره ښايسته كړى دى، چې ستوري دي وَحِفۡظًا مِّن كُلِّ شَيۡطَٰنٍ مَّارِدٍ ٧او له هر سركښه شیطان نه مو ښه ساتلى دى لَّا يَسَّمَّعُونَ إِلَى ٱلۡمَلَإِ ٱلۡأَعۡلَىٰ وَيُقۡذَفُونَ مِن كُلِّ جَانِبٍ ٨دغه (شیطانان) تر ټولو لوړ مجلس ته غوږ نشي نیولى او دوى له هره جانبه ویشتل شي دُحُورًاۖ وَلَهُمۡ عَذَابٌ وَاصِبٌ ٩د شړلو لپاره او د دوى لپاره همېشنى عذاب دى إِلَّا مَنۡ خَطِفَ ٱلۡخَطۡفَةَ فَأَتۡبَعَهُۥ شِهَابٌ ثَاقِبٌ ١٠غیر له هغه (شیطان) نه چې وتښتوي یو كرت تښتونه، نو په ده پسې شي لمبه رڼا كوونكې فَٱسۡتَفۡتِهِمۡ أَهُمۡ أَشَدُّ خَلۡقًا أَم مَّنۡ خَلَقۡنَآۚ إِنَّا خَلَقۡنَٰهُم مِّن طِينٍ لَّازِبِۭ ١١نو ته له دوى نه پوښتنه وكړه چې ایا دوى د تخلیق په لحاظ ډېر سخت دي، یا هغه چې مونږ پیدا كړي دي؟، بېشكه مونږ دوى له سرېښناكې خټې نه پیدا كړي دي بَلۡ عَجِبۡتَ وَيَسۡخَرُونَ ١٢بلكې ته (د دوى په انكار) تعجب كوې، په داسې حال كې چې دوى (په تا پورې) مسخرې كوي وَإِذَا ذُكِّرُواْ لَا يَذۡكُرُونَ ١٣او كله چې دوى ته نصیحت وكړى شي، دوى پند (نصیحت) نه اخلي وَإِذَا رَأَوۡاْ ءَايَةً يَسۡتَسۡخِرُونَ ١٤او كله چې دوى كومه (نښه دلیل) وویني، (نو ورپورې) ډېرې مسخرې كوي وَقَالُوٓاْ إِنۡ هَٰذَآ إِلَّا سِحۡرٌ مُّبِينٌ ١٥او وايي چې نه دى دا (چې مونږ ولید) مګر ښكاره جادو أَءِذَا مِتۡنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَٰمًا أَءِنَّا لَمَبۡعُوثُونَ ١٦ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا په رښتیا به مونږ خامخا بیا ژۃوندي راپاڅول كېږو؟ أَوَءَابَآؤُنَا ٱلۡأَوَّلُونَ ١٧او ایا زمونږ ړومبني پلرونه هم؟ قُلۡ نَعَمۡ وَأَنتُمۡ دَٰخِرُونَ ١٨ته (دوى ته) ووایه: هو! په داسې حال كې چې تاسو به ذلیل هم یئ فَإِنَّمَا هِيَ زَجۡرَةٌ وَٰحِدَةٌ فَإِذَا هُمۡ يَنظُرُونَ ١٩پس همدا خبره ده چې هغه (قیامت) خو یوه چغه ده، نو ناڅاپه به دوى ګوري وَقَالُواْ يَٰوَيۡلَنَا هَٰذَا يَوۡمُ ٱلدِّينِ ٢٠او دوى به وايي: اى زمونږ هلاكته! دا د بدلې ورځ ده هَٰذَا يَوۡمُ ٱلۡفَصۡلِ ٱلَّذِي كُنتُم بِهِۦ تُكَذِّبُونَ ٢١دا د فیصلې ورځ ده، هغه ورځ چې تاسو به د دې تكذیب كاوه ۞ ٱحۡشُرُواْ ٱلَّذِينَ ظَلَمُواْ وَأَزۡوَٰجَهُمۡ وَمَا كَانُواْ يَعۡبُدُونَ ٢٢(الله به ملايكو ته ووايي:) تاسو راټول كړئ هغه كسان چې ظلم (شرك) يې كړى دى او د دوى جوړې (د عقیدې ملګري) او هغه څه چې دوى به يې عبادت كاوه مِن دُونِ ٱللَّهِ فَٱهۡدُوهُمۡ إِلَىٰ صِرَٰطِ ٱلۡجَحِيمِ ٢٣له الله نه غیر، نو تاسو دوى د دوزخ په لاره روان (او برابر) كړئ وَقِفُوهُمۡۖ إِنَّهُم مَّسۡـُٔولُونَ ٢٤او دوى ودروئ، بېشكه له دوى نه پوښتنې كول شي مَا لَكُمۡ لَا تَنَاصَرُونَ ٢٥په تاسو څه دي چې یو له بله سره مرسته نه كوئ؟ بَلۡ هُمُ ٱلۡيَوۡمَ مُسۡتَسۡلِمُونَ ٢٦بلكې دوى نن ورځ (پخپله) تسليمېدونكي دي وَأَقۡبَلَ بَعۡضُهُمۡ عَلَىٰ بَعۡضٍ يَتَسَآءَلُونَ ٢٧او د دوى ځینې به ځینو نورو ته مخ ورواړوي، یو تربله به پوښتنې كوي قَالُوٓاْ إِنَّكُمۡ كُنتُمۡ تَأۡتُونَنَا عَنِ ٱلۡيَمِينِ ٢٨وبه وايي (كشران مشرانو ته) بېشكه هم تاسو وئ چې مونږ ته به په زور سره راتللئ قَالُواْ بَل لَّمۡ تَكُونُواْ مُؤۡمِنِينَ ٢٩وبه وايي (مشران په جواب كې) بلكې تاسو پخپله ایمان راوړونكي نه وئ وَمَا كَانَ لَنَا عَلَيۡكُم مِّن سُلۡطَٰنِۭۖ بَلۡ كُنتُمۡ قَوۡمًا طَٰغِينَ ٣٠او زمونږ لپاره پر تاسو باندې هېڅ زور (تسلط) نه و، بلكې تاسو پخپله سركښه قوم وئ فَحَقَّ عَلَيۡنَا قَوۡلُ رَبِّنَآۖ إِنَّا لَذَآئِقُونَ ٣١نو په مونږه باندې زمونږ د رب خبره ثابته شوه، یقینًا مونږ خامخا (عذاب لره) څكونكي یو فَأَغۡوَيۡنَٰكُمۡ إِنَّا كُنَّا غَٰوِينَ ٣٢نو مونږ تاسو ګمراه كړئ، بېشكه مونږ (پخپله هم) ګمراهان وو فَإِنَّهُمۡ يَوۡمَئِذٍ فِي ٱلۡعَذَابِ مُشۡتَرِكُونَ ٣٣پس بېشكه دوى په دغه ورځ په عذاب كې سره شریكان دي إِنَّا كَذَٰلِكَ نَفۡعَلُ بِٱلۡمُجۡرِمِينَ ٣٤بېشكه مونږ له مجرمانو سره همداسې كوو إِنَّهُمۡ كَانُوٓاْ إِذَا قِيلَ لَهُمۡ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا ٱللَّهُ يَسۡتَكۡبِرُونَ ٣٥بېشكه دوى (داسې) وو چې كله به دوى ته وویل شول چې له الله نه غیر هېڅ لايق د عبادت نشته (، نو) دوى به تكبر كاوه وَيَقُولُونَ أَئِنَّا لَتَارِكُوٓاْ ءَالِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَّجۡنُونِۭ ٣٦او دوى وايي چې ایا یقینًا مونږ په رښتیا سره د یو لېوني شاعر له وجې نه خپل معبودان (خدایان) پرېښودونكي یو بَلۡ جَآءَ بِٱلۡحَقِّ وَصَدَّقَ ٱلۡمُرۡسَلِينَ ٣٧(داسې نه ده) بلكې دغه (نبي) حق (دین) راوړى دى، او د رسولانو تصدیق يې كړى دى إِنَّكُمۡ لَذَآئِقُواْ ٱلۡعَذَابِ ٱلۡأَلِيمِ ٣٨بېشكه تاسو خامخا ډېر دردوونكي عذاب لره څكونكي یئ وَمَا تُجۡزَوۡنَ إِلَّا مَا كُنتُمۡ تَعۡمَلُونَ ٣٩او تاسو ته بدله نه دركولى كېږي مګر د هغو عملونو چې تاسو به كول إِلَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلۡمُخۡلَصِينَ ٤٠لېكن د الله غوره كړى شوي بنده ګان أُوْلَٰٓئِكَ لَهُمۡ رِزۡقٌ مَّعۡلُومٌ ٤١دغه كسان چې دي، د دوى لپاره معلومه روزي ده فَوَٰكِهُ وَهُم مُّكۡرَمُونَ ٤٢چې (رنګارنګ) مېوي دي، په داسې حال كې چې دوى به عزتمن كړى شوي وي فِي جَنَّٰتِ ٱلنَّعِيمِ ٤٣د نعمتونو په باغونو كې عَلَىٰ سُرُرٍ مُّتَقَٰبِلِينَ ٤٤(چې ناست به وي) په تختونو یو بل ته مخامخ يُطَافُ عَلَيۡهِم بِكَأۡسٍ مِّن مَّعِينِۭ ٤٥په دوى به د روانو صافو شرابو جامونه ګرځولى شي بَيۡضَآءَ لَذَّةٍ لِّلشَّٰرِبِينَ ٤٦چې تك سپین به وي، د څښونكو لپاره به خوندور وي لَا فِيهَا غَوۡلٌ وَلَا هُمۡ عَنۡهَا يُنزَفُونَ ٤٧نه به په هغو كې سر خوږى وي او نه به دوى د دغو (شرابو) په وجه نشه كولى شي وَعِندَهُمۡ قَٰصِرَٰتُ ٱلطَّرۡفِ عِينٌ ٤٨او له دوى سره به د (خپل) نظر رامنع كوونكې غټو سترګو والا حورې وي كَأَنَّهُنَّ بَيۡضٌ مَّكۡنُونٌ ٤٩ګویاكې دوى پټې ساتل شوې هګۍ دي فَأَقۡبَلَ بَعۡضُهُمۡ عَلَىٰ بَعۡضٍ يَتَسَآءَلُونَ ٥٠نو د دغو (جنتیانو) ځینې به ځینو نورو ته مخ راوګرځوي، چې سره تپوس به كوي قَالَ قَآئِلٌ مِّنۡهُمۡ إِنِّي كَانَ لِي قَرِينٌ ٥١په دوى كې يو ویونكى به ووايي: بېشكه زما یو دوست و يَقُولُ أَءِنَّكَ لَمِنَ ٱلۡمُصَدِّقِينَ ٥٢ویل به يې: ایا یقینًا ته خامخا له تصدیق كوونكو ځنې يې؟ أَءِذَا مِتۡنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَٰمًا أَءِنَّا لَمَدِينُونَ ٥٣ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا بېشكه مونږ ته به خامخا جزا راكولى شي قَالَ هَلۡ أَنتُم مُّطَّلِعُونَ ٥٤وبه وايي: ایا تاسو كتونكي يئ؟ فَٱطَّلَعَ فَرَءَاهُ فِي سَوَآءِ ٱلۡجَحِيمِ ٥٥نو وبه ګوري، نو هغه به (د دوزخ) په مینځ كې وویني قَالَ تَٱللَّهِ إِن كِدتَّ لَتُرۡدِينِ ٥٦وبه وايي (كتونكى): قسم په الله! بېشكه شان دا و چې ته نژدې وې چې ما هلاك كړې وَلَوۡلَا نِعۡمَةُ رَبِّي لَكُنتُ مِنَ ٱلۡمُحۡضَرِينَ ٥٧او كه زما د رب نعمت نه وى (نو) خامخا زه به له حاضر كړى شویو څخه وم أَفَمَا نَحۡنُ بِمَيِّتِينَ ٥٨ایا نو مونږ مړه كېدونكي نه یو إِلَّا مَوۡتَتَنَا ٱلۡأُولَىٰ وَمَا نَحۡنُ بِمُعَذَّبِينَ ٥٩زمونږ له ړومبي مرګ نه غیر، او مونږ په عذاب كړى شوي نه یو إِنَّ هَٰذَا لَهُوَ ٱلۡفَوۡزُ ٱلۡعَظِيمُ ٦٠بېشكه دا، یقینًا همدغه ډېر لوى برى دى لِمِثۡلِ هَٰذَا فَلۡيَعۡمَلِ ٱلۡعَٰمِلُونَ ٦١د دغو (نعمتونو) مثل لپاره دې عمل كوونكي عمل وكړي أَذَٰلِكَ خَيۡرٌ نُّزُلًا أَمۡ شَجَرَةُ ٱلزَّقُّومِ ٦٢ایا دغه د مېلمستیا په لحاظ غوره دي، یا د زقوم ونه إِنَّا جَعَلۡنَٰهَا فِتۡنَةً لِّلظَّٰلِمِينَ ٦٣بېشكه مونږ دغه (ونه) د ظالمانو (مشركانو) لپاره فتنه (او عذاب) ګرځولې ده إِنَّهَا شَجَرَةٌ تَخۡرُجُ فِيٓ أَصۡلِ ٱلۡجَحِيمِ ٦٤بېشكه دغه داسې ونه ده چې د دوزخ په بېخ كې راوځي طَلۡعُهَا كَأَنَّهُۥ رُءُوسُ ٱلشَّيَٰطِينِ ٦٥د دغې وږي، ګویاكې هغه د شیطانانو سرونه دي فَإِنَّهُمۡ لَأٓكِلُونَ مِنۡهَا فَمَالِـُٔونَ مِنۡهَا ٱلۡبُطُونَ ٦٦پس بېشكه دوى به خامخا له هغې نه خوړونكي وي، نو له هغې نه به د خپلو خېټو ډكوونكي وي ثُمَّ إِنَّ لَهُمۡ عَلَيۡهَا لَشَوۡبًا مِّنۡ حَمِيمٍ ٦٧بیا بېشكه دوى ته به د هغې له پاسه د ایشول شویو اوبو ګډون وي ثُمَّ إِنَّ مَرۡجِعَهُمۡ لَإِلَى ٱلۡجَحِيمِ ٦٨بیا بېشكه د دوى ورتله خامخا لمبې وهونكي اور ته دي إِنَّهُمۡ أَلۡفَوۡاْ ءَابَآءَهُمۡ ضَآلِّينَ ٦٩بېشكه دوى خپل پلرونه ګمراه موندلي دي فَهُمۡ عَلَىٰٓ ءَاثَٰرِهِمۡ يُهۡرَعُونَ ٧٠نو دوى د هغوى په قدمونو پسې په ډېرې تېزۍ سره منډې وهي وَلَقَدۡ ضَلَّ قَبۡلَهُمۡ أَكۡثَرُ ٱلۡأَوَّلِينَ ٧١او یقینًا یقینًا له دوى نه مخكې د ړومبنو خلقو اكثره ګمراه شوي دي وَلَقَدۡ أَرۡسَلۡنَا فِيهِم مُّنذِرِينَ ٧٢او یقینًا یقینًا مونږ په دوى كې وېروونكي پېغمبران لېږلي وو فَٱنظُرۡ كَيۡفَ كَانَ عَٰقِبَةُ ٱلۡمُنذَرِينَ ٧٣نو ته وګوره چې د وېرول شویو انجام څنګه و؟ إِلَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلۡمُخۡلَصِينَ ٧٤لېكن د الله غوره كړي بنډكان (له عذاب نه خلاص دي) وَلَقَدۡ نَادَىٰنَا نُوحٌ فَلَنِعۡمَ ٱلۡمُجِيبُونَ ٧٥او یقینًا یقینًا مونږ ته نوح اواز وكړ، نو (مونږ) ښه جواب وركوونكي یو وَنَجَّيۡنَٰهُ وَأَهۡلَهُۥ مِنَ ٱلۡكَرۡبِ ٱلۡعَظِيمِ ٧٦او مونږ هغه ته او د هغه كورنۍ ته له ډېر لوى غم نه نجات وركړ وَجَعَلۡنَا ذُرِّيَّتَهُۥ هُمُ ٱلۡبَاقِينَ ٧٧او مونږ د هغه اولاده، بس هم هغه باقي پاتې كېدونكې وګرځوله وَتَرَكۡنَا عَلَيۡهِ فِي ٱلۡأٓخِرِينَ ٧٨او مونږ په ده باندې په وروستنيو خلقو كې (مدح او ثنا) پرېښودله سَلَٰمٌ عَلَىٰ نُوحٍ فِي ٱلۡعَٰلَمِينَ ٧٩په عالمونو كې دې په نوح سلام وي إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُحۡسِنِينَ ٨٠بېشكه مونږ نېكانو ته همداسې بدله وركوو إِنَّهُۥ مِنۡ عِبَادِنَا ٱلۡمُؤۡمِنِينَ ٨١بېشكه هغه زمونږ د مومنو بنده ګانو څخه و ثُمَّ أَغۡرَقۡنَا ٱلۡأٓخَرِينَ ٨٢بیا مونږ هغه نور (كافر) خلق غرق كړل ۞ وَإِنَّ مِن شِيعَتِهِۦ لَإِبۡرَٰهِيمَ ٨٣او بېشكه د هغه له ملګرو ځنې خامخا ابراهیم دى إِذۡ جَآءَ رَبَّهُۥ بِقَلۡبٍ سَلِيمٍ ٨٤(یاد كړه) كله چې هغه خپل رب ته په ډېر روغ زړه سره راغى إِذۡ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوۡمِهِۦ مَاذَا تَعۡبُدُونَ ٨٥كله چې هغه خپل پلار او خپل قوم ته وویل: څه شى دى چې تاسو يې عبادت كوئ؟ أَئِفۡكًا ءَالِهَةً دُونَ ٱللَّهِ تُرِيدُونَ ٨٦ایا تاسو د دروغو (او باطلو) لپاره له الله پرته معبودان غواړئ؟ فَمَا ظَنُّكُم بِرَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ٨٧نو په رب العالمین مو ستاسو څه ګمان دى فَنَظَرَ نَظۡرَةً فِي ٱلنُّجُومِ ٨٨نو په ستوریو كې نظر يې واچوه، یو نظر فَقَالَ إِنِّي سَقِيمٌ ٨٩نو ويې ويل: بېشكه زه ناجوړه یم فَتَوَلَّوۡاْ عَنۡهُ مُدۡبِرِينَ ٩٠نو دوى له هغه نه وګرځېدل، په داسې حال كې چې شاكوونكي وو فَرَاغَ إِلَىٰٓ ءَالِهَتِهِمۡ فَقَالَ أَلَا تَأۡكُلُونَ ٩١نو د دوى معبودانو (بتانو) ته پټ راغى، نو ويې ويل: ایا تاسو (دا خوراكونه) نه خورئ؟ مَا لَكُمۡ لَا تَنطِقُونَ ٩٢په تاسو څه شوي دي چې تاسو خبرې نه كوئ؟ فَرَاغَ عَلَيۡهِمۡ ضَرۡبَۢا بِٱلۡيَمِينِ ٩٣نو په مهارت سره يې په دوى باندې راباندې كړل، په داسې حال كې چې په ښي لاس سره وهونكى و فَأَقۡبَلُوٓاْ إِلَيۡهِ يَزِفُّونَ ٩٤نو هغوى (مشركانو) ده ته متوجه شول، چې ورپسې منډې يې وهلې قَالَ أَتَعۡبُدُونَ مَا تَنۡحِتُونَ ٩٥ده وویل: ایا تاسو د هغه څه عبادت كوئ چې تاسو يې (پخپله) تراشئ وَٱللَّهُ خَلَقَكُمۡ وَمَا تَعۡمَلُونَ ٩٦‚ حال دا چې الله تاسو او هغه عملونه چې تاسو يې كوئ، پیدا كړي دي قَالُواْ ٱبۡنُواْ لَهُۥ بُنۡيَٰنًا فَأَلۡقُوهُ فِي ٱلۡجَحِيمِ ٩٧دوى وویل: د ده لپاره یوه ودانۍ جوړه كړئ، بیا تاسو دا په لمبې وهونكي اور كې واچوئ فَأَرَادُواْ بِهِۦ كَيۡدًا فَجَعَلۡنَٰهُمُ ٱلۡأَسۡفَلِينَ ٩٨نو دوى له ده سره د فریب اراده وكړه، نو مونږ همدوى تر ټولو زیات ذلیله كړل وَقَالَ إِنِّي ذَاهِبٌ إِلَىٰ رَبِّي سَيَهۡدِينِ ٩٩او ده (ابراهیم) وویل: بېشكه زه خپل رب ته تلونكى یم، ژر به هغه ما ته لاره وښیي رَبِّ هَبۡ لِي مِنَ ٱلصَّٰلِحِينَ ١٠٠اى زما ربه! ته ما ته (زوى) راكړې، چې له صالحانو ځنې وي فَبَشَّرۡنَٰهُ بِغُلَٰمٍ حَلِيمٍ ١٠١نو مونږ ده ته د ډېر حلم والا هلك زېرى وركړ فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ ٱلسَّعۡيَ قَالَ يَٰبُنَيَّ إِنِّيٓ أَرَىٰ فِي ٱلۡمَنَامِ أَنِّيٓ أَذۡبَحُكَ فَٱنظُرۡ مَاذَا تَرَىٰۚ قَالَ يَٰٓأَبَتِ ٱفۡعَلۡ مَا تُؤۡمَرُۖ سَتَجِدُنِيٓ إِن شَآءَ ٱللَّهُ مِنَ ٱلصَّٰبِرِينَ ١٠٢نو كله چې هغه (هلك) له ده (خپل پلار) سره منډې وهلو ته ورسېده، ويې ويل: اى زما خوږه زویه! بېشكه زه په خوب كې وینم داسې چې بېشكه زه تا ذبحه كوم، نو ته وګوره چې ستا څه رايه ده؟ هغه وویل: اى زما پلار جانه! ته هغه كار وكړه چې تا ته يې امر كول شي، ژر ده چې كه الله وغواړي، ته به ما له صبر كوونكو ځنې ومومې فَلَمَّآ أَسۡلَمَا وَتَلَّهُۥ لِلۡجَبِينِ ١٠٣نو كله چې دواړو غاړه كېښوده او هغه يې په اړخ څملاوه وَنَٰدَيۡنَٰهُ أَن يَٰٓإِبۡرَٰهِيمُ ١٠٤او مونږ ده ته اواز وكړ، داسې چې اى ابراهیمه قَدۡ صَدَّقۡتَ ٱلرُّءۡيَآۚ إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُحۡسِنِينَ ١٠٥یقینًا تا خوب رښتیا كړ، بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسې بدله وركوو إِنَّ هَٰذَا لَهُوَ ٱلۡبَلَٰٓؤُاْ ٱلۡمُبِينُ ١٠٦بېشكه دا، یقینًا همدغه ښكاره ازمېښت و وَفَدَيۡنَٰهُ بِذِبۡحٍ عَظِيمٍ ١٠٧او مونږ ده (اسماعیل) ته په ډېرې لويې ذبیحې سره خلاصى وركړو وَتَرَكۡنَا عَلَيۡهِ فِي ٱلۡأٓخِرِينَ ١٠٨او مونږ باقي پرېښود په ده باندې وروستنیو خلقو كې سَلَٰمٌ عَلَىٰٓ إِبۡرَٰهِيمَ ١٠٩دا چې سلام دې وي په ابراهیم كَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُحۡسِنِينَ ١١٠نېكانو ته مونږ همداسې بدله وركوو إِنَّهُۥ مِنۡ عِبَادِنَا ٱلۡمُؤۡمِنِينَ ١١١بېشكه هغه زمونږ له مومنو بنده ګانو ځنې دى وَبَشَّرۡنَٰهُ بِإِسۡحَٰقَ نَبِيًّا مِّنَ ٱلصَّٰلِحِينَ ١١٢او مونږ ده ته د اسحاق زېرى وركړ، په داسې حال كې چې نبي و، له صالحانو نه وَبَٰرَكۡنَا عَلَيۡهِ وَعَلَىٰٓ إِسۡحَٰقَۚ وَمِن ذُرِّيَّتِهِمَا مُحۡسِنٌ وَظَالِمٌ لِّنَفۡسِهِۦ مُبِينٌ ١١٣او بركت اچولى و مونږ په ده (اسمٰعیل) باندې او په اسحاق باندې، او د دې دواړو په اولاد كې څوك نېكې كوونكى دى او څوك په خپل ځان باندې ښكاره ظلم كوونكى دى وَلَقَدۡ مَنَنَّا عَلَىٰ مُوسَىٰ وَهَٰرُونَ ١١٤او یقینًا یقینًا مونږ په موسٰى او هارون احسان وكړ وَنَجَّيۡنَٰهُمَا وَقَوۡمَهُمَا مِنَ ٱلۡكَرۡبِ ٱلۡعَظِيمِ ١١٥او مونږ دغو دواړو ته او د دغو دواړو قوم ته له ډېر لوى غم نه نجات وركړ وَنَصَرۡنَٰهُمۡ فَكَانُواْ هُمُ ٱلۡغَٰلِبِينَ ١١٦او مونږ د دوى مدد وكړ، نو همدوى غالبه شول وَءَاتَيۡنَٰهُمَا ٱلۡكِتَٰبَ ٱلۡمُسۡتَبِينَ ١١٧او مونږ دغو دواړو ته ډېر واضحه كتاب وركړى و وَهَدَيۡنَٰهُمَا ٱلصِّرَٰطَ ٱلۡمُسۡتَقِيمَ ١١٨او مونږ دغو دواړو ته نېغه لاره ښودلې وه وَتَرَكۡنَا عَلَيۡهِمَا فِي ٱلۡأٓخِرِينَ ١١٩او مونږ په دواړو باندې په وروستنیو خلقو كې باقي پرېښوده سَلَٰمٌ عَلَىٰ مُوسَىٰ وَهَٰرُونَ ١٢٠دا چې سلام دي وي په موسي او هارون إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُحۡسِنِينَ ١٢١بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسې بدله وركوو إِنَّهُمَا مِنۡ عِبَادِنَا ٱلۡمُؤۡمِنِينَ ١٢٢بېشكه دغه دواړه زمونږ د مومنو بنده ګانو ځنې دي وَإِنَّ إِلۡيَاسَ لَمِنَ ٱلۡمُرۡسَلِينَ ١٢٣او بېشكه الیاس خامخا له رسولانو ځنې دى إِذۡ قَالَ لِقَوۡمِهِۦٓ أَلَا تَتَّقُونَ ١٢٤(یاد كړه)، هغه وخت چې ده خپل قوم ته وویل: ولې تاسو نه وېرېږئ أَتَدۡعُونَ بَعۡلًا وَتَذَرُونَ أَحۡسَنَ ٱلۡخَٰلِقِينَ ١٢٥ایا تاسو بعل (بت) بولئ او تر ټولو ښه پیدا كوونكى ذات پرېږدئ ٱللَّهَ رَبَّكُمۡ وَرَبَّ ءَابَآئِكُمُ ٱلۡأَوَّلِينَ ١٢٦چې الله دى، چې ستاسو رب دى او ستاسو د ړومبنو پلرونو رب دى فَكَذَّبُوهُ فَإِنَّهُمۡ لَمُحۡضَرُونَ ١٢٧نو هغوى د ده تكذیب وكړ، نو بېشكه هغوى به خامخا حاضرولى شي إِلَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلۡمُخۡلَصِينَ ١٢٨د الله له خالص كړى شویو بنده ګانو نه غیر (چې دوى د هغه تكذیب ونه كړ) وَتَرَكۡنَا عَلَيۡهِ فِي ٱلۡأٓخِرِينَ ١٢٩او باقي پرېښود مونږ په ده باندې په وروستنیو خلقو كې سَلَٰمٌ عَلَىٰٓ إِلۡ يَاسِينَ ١٣٠چې په الیاسین دې سلام وي إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجۡزِي ٱلۡمُحۡسِنِينَ ١٣١بېشكه مونږ نېكي كوونكو ته همداسي بدله وركوو إِنَّهُۥ مِنۡ عِبَادِنَا ٱلۡمُؤۡمِنِينَ ١٣٢بېشكه هغه زمونږ له مومنو بنده ګانو ځنې دى وَإِنَّ لُوطًا لَّمِنَ ٱلۡمُرۡسَلِينَ ١٣٣او بېشكه لوط له رسولانو ځنې دى إِذۡ نَجَّيۡنَٰهُ وَأَهۡلَهُۥٓ أَجۡمَعِينَ ١٣٤(یاد كړه) هغه وخت چې مونږ ده ته او د ده كورنۍ ته، ټولو ته نجات وركړ إِلَّا عَجُوزًا فِي ٱلۡغَٰبِرِينَ ١٣٥غیر له یوې بوډۍ نه چې په باقي پاتې كېدونكو كې وه ثُمَّ دَمَّرۡنَا ٱلۡأٓخَرِينَ ١٣٦بیا مونږ نور (ټول) خلق هلاك كړل وَإِنَّكُمۡ لَتَمُرُّونَ عَلَيۡهِم مُّصۡبِحِينَ ١٣٧او بېشكه تاسو په دوى تېرېږئ، په دې حال كې چې سبا كوونكي يئ وَبِٱلَّيۡلِۚ أَفَلَا تَعۡقِلُونَ ١٣٨او په شپه كې هم، ایا نو تاسو عقل نه كاروئ وَإِنَّ يُونُسَ لَمِنَ ٱلۡمُرۡسَلِينَ ١٣٩او بېشكه یونس خامخا له رسولانو ځنې دى إِذۡ أَبَقَ إِلَى ٱلۡفُلۡكِ ٱلۡمَشۡحُونِ ١٤٠(یاد كړه) هغه وخت چې هغه ډكې كشتۍ ته وتښتېده فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ ٱلۡمُدۡحَضِينَ ١٤١نو ده قرعه واچوله، نو شو (په قرعه كې) له مغلوب كړى شویو ځنې فَٱلۡتَقَمَهُ ٱلۡحُوتُ وَهُوَ مُلِيمٌ ١٤٢نو ښوى تېر كړ هغه لره مهي (كب)، په دې حال كې چې هغه (د خپل ځان) ملامت كوونكى و فَلَوۡلَآ أَنَّهُۥ كَانَ مِنَ ٱلۡمُسَبِّحِينَ ١٤٣نو كه دا خبره نه وى چې بېشكه هغه له تسبیح ویونكو څخه و لَلَبِثَ فِي بَطۡنِهِۦٓ إِلَىٰ يَوۡمِ يُبۡعَثُونَ ١٤٤(نو) خامخا دا به د هغه (كب) په خېټه كې تر هغې ورځې پورې پاتې و چې دوى به بیا ژوندي راپاڅولى شي ۞ فَنَبَذۡنَٰهُ بِٱلۡعَرَآءِ وَهُوَ سَقِيمٌ ١٤٥نو مونږ هغه په ډاګه میدان كې وغورځاوه، په دې حال كې چې ناروغ و وَأَنۢبَتۡنَا عَلَيۡهِ شَجَرَةً مِّن يَقۡطِينٍ ١٤٦او مونږ په ده باندې یو ځېلۍ داره ونه را زرغونه كړه وَأَرۡسَلۡنَٰهُ إِلَىٰ مِاْئَةِ أَلۡفٍ أَوۡ يَزِيدُونَ ١٤٧او مونږ دى لېږلى و سل زرو خلقو ته بلكې دوى زیات وو فَـَٔامَنُواْ فَمَتَّعۡنَٰهُمۡ إِلَىٰ حِينٍ ١٤٨نو دوى ایمان راوړ، نو مونږ دوى ته تر یو وخته پورې نفع وركړه فَٱسۡتَفۡتِهِمۡ أَلِرَبِّكَ ٱلۡبَنَاتُ وَلَهُمُ ٱلۡبَنُونَ ١٤٩نو ته له دوى نه پوښتنه وكړه، ایا ستا د رب لپاره لوڼه دي او د دوى لپاره زامن دي؟ أَمۡ خَلَقۡنَا ٱلۡمَلَٰٓئِكَةَ إِنَٰثًا وَهُمۡ شَٰهِدُونَ ١٥٠یا كه مونږ ملايك ښځې پیدا كړي دي، په داسې حال كې چې دوى حاضر وو أَلَآ إِنَّهُم مِّنۡ إِفۡكِهِمۡ لَيَقُولُونَ ١٥١خبردار! بېشكه دوى له خپلو بدترو دروغو څخه خامخا (داسې) وايي وَلَدَ ٱللَّهُ وَإِنَّهُمۡ لَكَٰذِبُونَ ١٥٢الله اولاد زېږولى دى. او بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي أَصۡطَفَى ٱلۡبَنَاتِ عَلَى ٱلۡبَنِينَ ١٥٣ایا هغه (الله د ځان لپاره) لوڼه غوره كړي دي په زامنو باندې مَا لَكُمۡ كَيۡفَ تَحۡكُمُونَ ١٥٤په تاسو څه شوي دي، څرنګه تاسو (دا) فیصله (او حكم) كوئ؟ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ١٥٥ایا تاسو نصیحت نه اخلئ أَمۡ لَكُمۡ سُلۡطَٰنٌ مُّبِينٌ ١٥٦ایا تاسو لپاره څه واضحه دلیل شته؟ فَأۡتُواْ بِكِتَٰبِكُمۡ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ ١٥٧نو تاسو خپل كتاب راوړئ، كه چېرې تاسو رښتیني یئ وَجَعَلُواْ بَيۡنَهُۥ وَبَيۡنَ ٱلۡجِنَّةِ نَسَبًاۚ وَلَقَدۡ عَلِمَتِ ٱلۡجِنَّةُ إِنَّهُمۡ لَمُحۡضَرُونَ ١٥٨او دوى د هغه (الله) په مینځ كې او د پېریانو په مینځ كې نسب (د خپلوۍ نسبت) مقرر كړ، او يقینًا یقینًا پېریان په دې پوه شوي دي چې بېشكه دوى به خامخا حاضر كړى شي سُبۡحَٰنَ ٱللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ ١٥٩الله لپاره پاكي ده له هغو (خبرو) نه چې دوى يې وايي إِلَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلۡمُخۡلَصِينَ ١٦٠لېكن د الله خالص (غوره) كړى شوي بنده ګان (له دغو خبرو نه بچ دي) فَإِنَّكُمۡ وَمَا تَعۡبُدُونَ ١٦١پس بېشكه تاسو او هغه چې تاسو يې عبادت كوئ مَآ أَنتُمۡ عَلَيۡهِ بِفَٰتِنِينَ ١٦٢نه یئ تاسو په دې (بت پرستۍ) سره ګمراه كوونكي (په فتنه كې اچوونكي د هیچا) إِلَّا مَنۡ هُوَ صَالِ ٱلۡجَحِيمِ ١٦٣غیر له هغه چا نه چې هغه په دوزخ كې ننوتونكى دى وَمَا مِنَّآ إِلَّا لَهُۥ مَقَامٌ مَّعۡلُومٌ ١٦٤او په مونږ كې هیڅوك نشته مګر د هغه لپاره معلوم ځاى دى وَإِنَّا لَنَحۡنُ ٱلصَّآفُّونَ ١٦٥او بېشكه خامخا مونږ صف تړونكي یو وَإِنَّا لَنَحۡنُ ٱلۡمُسَبِّحُونَ ١٦٦او بېشكه مونږ خامخا تسبیح ویونكي یو وَإِن كَانُواْ لَيَقُولُونَ ١٦٧او بېشكه چې خامخا دوى به ویل لَوۡ أَنَّ عِندَنَا ذِكۡرًا مِّنَ ٱلۡأَوَّلِينَ ١٦٨كه چېرې مونږ سره د پخوانیو خلقو (له كتابونو) نه كوم ذكر (كتاب) وى لَكُنَّا عِبَادَ ٱللَّهِ ٱلۡمُخۡلَصِينَ ١٦٩(نو) خامخا مونږ به د الله خالص (او غوره) كړى شوي بنده ګان وو فَكَفَرُواْ بِهِۦۖ فَسَوۡفَ يَعۡلَمُونَ ١٧٠نو دوى په دغه (قرآن) سره كافر شول، نو ژر ده چې دوى به پوه شي وَلَقَدۡ سَبَقَتۡ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا ٱلۡمُرۡسَلِينَ ١٧١او یقینًا یقینًا زمونږ خبره زمونږ د لېږل شویو (رسولانو) بنده ګانو لپاره صادر شوې ده إِنَّهُمۡ لَهُمُ ٱلۡمَنصُورُونَ ١٧٢چې بېشكه دوى، خامخا هم دوى مدد كړى شوي دي وَإِنَّ جُندَنَا لَهُمُ ٱلۡغَٰلِبُونَ ١٧٣او بېشكه زمونږ لښكر، خامخا هم دوى غالب راتلونكي دي فَتَوَلَّ عَنۡهُمۡ حَتَّىٰ حِينٍ ١٧٤نو ته له دوى نه مخ وګرځوه، تر یو وخته پورې وَأَبۡصِرۡهُمۡ فَسَوۡفَ يُبۡصِرُونَ ١٧٥او دوى ته ګوره، نو ژر ده چې دوى به (خپل انجام) وویني أَفَبِعَذَابِنَا يَسۡتَعۡجِلُونَ ١٧٦ایا نو دوى زمونږ د عذاب تلوار كوي فَإِذَا نَزَلَ بِسَاحَتِهِمۡ فَسَآءَ صَبَاحُ ٱلۡمُنذَرِينَ ١٧٧نو كله چې هغه د دوى په مېدان كې نازل شي، نو د وېرول شویو سبا به بد وي وَتَوَلَّ عَنۡهُمۡ حَتَّىٰ حِينٍ ١٧٨او ته له دوى نه مخ وګرځوه تر یو وخته پورې وَأَبۡصِرۡ فَسَوۡفَ يُبۡصِرُونَ ١٧٩او ته ګوره، نو ژر ده چې دوى به وویني سُبۡحَٰنَ رَبِّكَ رَبِّ ٱلۡعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُونَ ١٨٠ستا رب لره پاكي ده چې د عزت (او غلبې) مالك دى، له هغو خبرو نه چې دوى (مشركان) يې بیانوي وَسَلَٰمٌ عَلَى ٱلۡمُرۡسَلِينَ ١٨١او سلام دې وي په رسولانو باندې وَٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ١٨٢او ټول د كمال صفتونه خاص الله لره دي چې د عالمونو ښه پالونكى دى