بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
نٓۚ وَٱلۡقَلَمِ وَمَا يَسۡطُرُونَ ١نون، قسم دى په قلم او په هغه څه چې دوى يې لیكي مَآ أَنتَ بِنِعۡمَةِ رَبِّكَ بِمَجۡنُونٍ ٢چې ته د خپل رب په نعمت (او فضل) سره هېڅ لېونى نه يې وَإِنَّ لَكَ لَأَجۡرًا غَيۡرَ مَمۡنُونٍ ٣او بېشكه چې خاص تا لره یقینًا داسې اجر دى چې قطع كولى به نشي وَإِنَّكَ لَعَلَىٰ خُلُقٍ عَظِيمٍ ٤او بېشكه چې ته یقینًا په ډېرو لویو اخلاقو باندې (فايز) يې فَسَتُبۡصِرُ وَيُبۡصِرُونَ ٥پس ژر به ته ووینې (اى نبي!) او دوى به هم وویني بِأَييِّكُمُ ٱلۡمَفۡتُونُ ٦چې په تاسو كې كوم یو لېونى دى إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعۡلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِۦ وَهُوَ أَعۡلَمُ بِٱلۡمُهۡتَدِينَ ٧بېشكه ستا رب په هغه چا ښه پوه دى چې د ده له لارې نه ګمراه شوى دى او هم دى په هدایت موندونكو باندې ښه عالم دى فَلَا تُطِعِ ٱلۡمُكَذِّبِينَ ٨نو ته د تكذیب كوونكو خبره مه منه وَدُّواْ لَوۡ تُدۡهِنُ فَيُدۡهِنُونَ ٩دوى خوښوي چې كاشكې ته نرم شې، نو دوى به هم نرم شي وَلَا تُطِعۡ كُلَّ حَلَّافٍ مَّهِينٍ ١٠او ته د هر ډېر سوګند خوړونكي، سپك، خبره مه منه هَمَّازٍ مَّشَّآءِۭ بِنَمِيمٍ ١١چې ډېر عیب ویونكى، چغلۍ لره ډېر چلوونكى دى مَّنَّاعٍ لِّلۡخَيۡرِ مُعۡتَدٍ أَثِيمٍ ١٢خير لره ډېر منع كوونكى، له حده تېرېدونكى، سخت ګناهګار دى عُتُلِّۭ بَعۡدَ ذَٰلِكَ زَنِيمٍ ١٣ډېر بد خویه دى (او) له دغو (عیبونو) نه پس بد اصله (حرامي هم) دى أَن كَانَ ذَا مَالٍ وَبَنِينَ ١٤په دې وجه چې دى د مال او زامنو والا دى إِذَا تُتۡلَىٰ عَلَيۡهِ ءَايَٰتُنَا قَالَ أَسَٰطِيرُ ٱلۡأَوَّلِينَ ١٥كله چې ده ته زمونږ ایتونه ولوستل شي (نو) دى وايي: (دا) د ړومبنو خلقو باطلې قصې دي سَنَسِمُهُۥ عَلَى ٱلۡخُرۡطُومِ ١٦ژر ده چې مونږ به د ده په خلتم (پوزه) باندې داغ كېږدو إِنَّا بَلَوۡنَٰهُمۡ كَمَا بَلَوۡنَآ أَصۡحَٰبَ ٱلۡجَنَّةِ إِذۡ أَقۡسَمُواْ لَيَصۡرِمُنَّهَا مُصۡبِحِينَ ١٧بېشكه مونږ دوى وازمایل، لكه چې مونږ د باغ خاوندان ازمایلي وو، كله چې هغوى قسمونه وخوړل چې دوى به خامخا ضرور دغه (د باغ مېوې) پرې كړي، په دې حال كې چې سبا كوونكي به وي وَلَا يَسۡتَثۡنُونَ ١٨او دوى استثنا نه كوله (ان شاء الله يې ونه وایه) فَطَافَ عَلَيۡهَا طَآئِفٌ مِّن رَّبِّكَ وَهُمۡ نَآئِمُونَ ١٩نو په دغه (باغ) باندې ستا د رب له جانبه یوه طواف كوونكې بلا راچاپېره شوه، په داسې حال كې چې دوى ویده وو فَأَصۡبَحَتۡ كَٱلصَّرِيمِ ٢٠نو دغه (باغ داسې) شو، لكه رېبل شوى فصل فَتَنَادَوۡاْ مُصۡبِحِينَ ٢١نو دوى یو بل ته اواز وكړ، په داسې حال كې چې سبا كوونكي وو أَنِ ٱغۡدُواْ عَلَىٰ حَرۡثِكُمۡ إِن كُنتُمۡ صَٰرِمِينَ ٢٢داسې چې خپل فصل ته سبا وختي ورشئ كه چېرې تاسو لَو كوونكي یئ فَٱنطَلَقُواْ وَهُمۡ يَتَخَٰفَتُونَ ٢٣نو دوى روان شول، په داسې حال كې چې یو له بل سره يې پټې پټې خبرې كولې أَن لَّا يَدۡخُلَنَّهَا ٱلۡيَوۡمَ عَلَيۡكُم مِّسۡكِينٌ ٢٤(داسې) چې دې (باغ) ته دې پر تاسو باندې نن ورځ بېخي هېڅ مسكین داخل نه شي وَغَدَوۡاْ عَلَىٰ حَرۡدٍ قَٰدِرِينَ ٢٥او دوى د نه وركولو په ارادې سره سهار لاړل، په داسې حال كې چې دوى (په خپل خیال كې) قادر وو فَلَمَّا رَأَوۡهَا قَالُوٓاْ إِنَّا لَضَآلُّونَ ٢٦نو دوى چې كله هغه (باغ) ولیده، ويې ويل:بېشكه مونږ یقینًا لار وركي یو بَلۡ نَحۡنُ مَحۡرُومُونَ ٢٧بلكې مونږ محروم كړى شوي یو قَالَ أَوۡسَطُهُمۡ أَلَمۡ أَقُل لَّكُمۡ لَوۡلَا تُسَبِّحُونَ ٢٨د دوى منځني (غوره)كس وویل: ایا ما تاسو ته نه و ویلي! ولې تاسو تسبیح نه وایئ قَالُواْ سُبۡحَٰنَ رَبِّنَآ إِنَّا كُنَّا ظَٰلِمِينَ ٢٩(نو) دوى وویل: پاكي ده زمونږ رب لره، بېشكه مونږ ظالمان وو فَأَقۡبَلَ بَعۡضُهُمۡ عَلَىٰ بَعۡضٍ يَتَلَٰوَمُونَ ٣٠نو د دوى ځینو ځینو نورو ته مخ واړوه، چې یو بل يې ملامته كول قَالُواْ يَٰوَيۡلَنَآ إِنَّا كُنَّا طَٰغِينَ ٣١دوى وویل: اى زمونږ هلاكته! یقینًا مونږ سركشان وو عَسَىٰ رَبُّنَآ أَن يُبۡدِلَنَا خَيۡرًا مِّنۡهَآ إِنَّآ إِلَىٰ رَبِّنَا رَٰغِبُونَ ٣٢امېد دى چې زمونږ رب به مونږ ته له دې (باغ) نه غوره په بدل كې راكړي، بېشكه مونږ خپل رب ته رغبت كوونكي یو كَذَٰلِكَ ٱلۡعَذَابُۖ وَلَعَذَابُ ٱلۡأٓخِرَةِ أَكۡبَرُۚ لَوۡ كَانُواْ يَعۡلَمُونَ ٣٣همداسې عذاب وي او یقینًا د اخرت عذاب تر ټولو لوى دى، كه چېرې دوى پوهېدلى إِنَّ لِلۡمُتَّقِينَ عِندَ رَبِّهِمۡ جَنَّٰتِ ٱلنَّعِيمِ ٣٤بېشكه د پرهېزګارو لپاره د خپل رب په نیز د نعمتونو جنتونه دی أَفَنَجۡعَلُ ٱلۡمُسۡلِمِينَ كَٱلۡمُجۡرِمِينَ ٣٥ايا نو مونږ به مسلمانان د مجرمانو په شان كړو؟ مَا لَكُمۡ كَيۡفَ تَحۡكُمُونَ ٣٦په تاسو څه شوي دي؟ تاسو څنګه فیصله كوئ أَمۡ لَكُمۡ كِتَٰبٌ فِيهِ تَدۡرُسُونَ ٣٧ایا تاسو سره كتاب دى چې په هغه كې تاسو (دا) لولئ؟ إِنَّ لَكُمۡ فِيهِ لَمَا تَخَيَّرُونَ ٣٨چې بېشكه تاسو لپاره په دغه (كتاب) كې هغه څه دي چې تاسو يې خوښوئ أَمۡ لَكُمۡ أَيۡمَٰنٌ عَلَيۡنَا بَٰلِغَةٌ إِلَىٰ يَوۡمِ ٱلۡقِيَٰمَةِ إِنَّ لَكُمۡ لَمَا تَحۡكُمُونَ ٣٩ایا تاسو لپاره زمونږ په ذمه څه قسمونه (وعدې) شته چې د قیامت د ورځې پورې رسېدونكي دي چې یقینًا تاسو لپاره به خامخا هغه څه وي چې تاسو يې فیصله كوئ سَلۡهُمۡ أَيُّهُم بِذَٰلِكَ زَعِيمٌ ٤٠ته له دوى نه پوښتنه وكړه چې په دوى كې كوم یو د دغه كار ضامن دى؟ أَمۡ لَهُمۡ شُرَكَآءُ فَلۡيَأۡتُواْ بِشُرَكَآئِهِمۡ إِن كَانُواْ صَٰدِقِينَ ٤١ایا د دوى لپاره شریكان شته دى، نو دوى دې خپل (دغه) شریكان راولي، كه چېرې دوى رښتیني وي يَوۡمَ يُكۡشَفُ عَن سَاقٍ وَيُدۡعَوۡنَ إِلَى ٱلسُّجُودِ فَلَا يَسۡتَطِيعُونَ ٤٢او (یاده كړه) هغه ورځ چې پنډۍ به بربنډه كړى شي او دوى به سجدې كولو ته راوبلل شي، نو دوى به توان ونه لري خَٰشِعَةً أَبۡصَٰرُهُمۡ تَرۡهَقُهُمۡ ذِلَّةٌۖ وَقَدۡ كَانُواْ يُدۡعَوۡنَ إِلَى ٱلسُّجُودِ وَهُمۡ سَٰلِمُونَ ٤٣په داسې حال كې چې د دوى سترګې به ذلیله (او ټیټې) وي، دوى به ذلت راګېر كړي وي او یقینًا دوى به سجدې كولو ته رابللى شول، په داسې حال كې چې روغ رمټ به وو فَذَرۡنِي وَمَن يُكَذِّبُ بِهَٰذَا ٱلۡحَدِيثِۖ سَنَسۡتَدۡرِجُهُم مِّنۡ حَيۡثُ لَا يَعۡلَمُونَ ٤٤نو ته ما او هغه څوك پرېږده چې د دغه حدیث (قرآن) تكذیب كوي، ژر به مونږ دوى په استدراج كې واچوو (ورو به يې ورو راونيسو) له هغه ځایه چې دوى به نه پوهېږي وَأُمۡلِي لَهُمۡۚ إِنَّ كَيۡدِي مَتِينٌ ٤٥او زه دوى ته مهلت وركوم، بېشكه زما حیله (چل) مضبوط (او محكم) دى أَمۡ تَسۡـَٔلُهُمۡ أَجۡرًا فَهُم مِّن مَّغۡرَمٍ مُّثۡقَلُونَ ٤٦ایا ته له دوى نه مزدوري غواړې، نو دوى له (دغه) تاوانه، درانه كړى شوي دي أَمۡ عِندَهُمُ ٱلۡغَيۡبُ فَهُمۡ يَكۡتُبُونَ ٤٧ایا له دوى سره علم غیب دى، نو چې دوى يې لیكي فَٱصۡبِرۡ لِحُكۡمِ رَبِّكَ وَلَا تَكُن كَصَاحِبِ ٱلۡحُوتِ إِذۡ نَادَىٰ وَهُوَ مَكۡظُومٌ ٤٨نو ته د خپل رب حكم ته صبر كوه او د كب (مهي) والا (يونس) په شان مه كېږه، كله چې ده اواز وكړ، په داسې حال كې چې له غم نه ډك و لَّوۡلَآ أَن تَدَٰرَكَهُۥ نِعۡمَةٌ مِّن رَّبِّهِۦ لَنُبِذَ بِٱلۡعَرَآءِ وَهُوَ مَذۡمُومٌ ٤٩كه چېرې داسې نه وى چې ده ته د خپل رب مهرباني ورسېدله (نو) دى به خامخا په سپېره میدان كې غورځول شوى و، په داسې حال كې چې دى به مذموم (ملامت كړى شوى) و فَٱجۡتَبَٰهُ رَبُّهُۥ فَجَعَلَهُۥ مِنَ ٱلصَّٰلِحِينَ ٥٠نو دى خپل رب غوره كړ، پس دى يې له صالحانو څخه وګرځاوه وَإِن يَكَادُ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ لَيُزۡلِقُونَكَ بِأَبۡصَٰرِهِمۡ لَمَّا سَمِعُواْ ٱلذِّكۡرَ وَيَقُولُونَ إِنَّهُۥ لَمَجۡنُونٌ ٥١او بېشكه شان دا دى چې كافران شوي خلق نژدې وو چې تا په خپلو سترګو سره خامخا وښیوي، كله چې دوى ذكر (قرآن) واورېده او دوى وايي چې بېشكه دى خامخا لېونى دى وَمَا هُوَ إِلَّا ذِكۡرٌ لِّلۡعَٰلَمِينَ ٥٢حال دا چې دغه (قرآن) نه دى مګر د عالمونو لپاره نصیحت