Millat al-Islam

Chapter 89 · 30 verses · Abdulwali Khan

Surah Al-Fajr in Pushto

Arabic with tafsir Listen to Surah Al-Fajr (1331 reciters)
Meccanسورة الفجر30 verses

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَٱلۡفَجۡرِ ١قسم دى په فجر (سبا) باندې وَلَيَالٍ عَشۡرٍ ٢او په لسو شپو باندې وَٱلشَّفۡعِ وَٱلۡوَتۡرِ ٣او په جفت او طاق باندې وَٱلَّيۡلِ إِذَا يَسۡرِ ٤او په شپه باندې كله چې روانه وي هَلۡ فِي ذَٰلِكَ قَسَمٌ لِّذِي حِجۡرٍ ٥ایا په دغو (قسمونو) كې خاوند د عقل لره (كوم قانع كوونكى) قسم شته؟ أَلَمۡ تَرَ كَيۡفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍ ٦ایا تا نه دي كتلي چې ستا رب څه وكړل له ’’قوم عاد‘‘ سره؟ إِرَمَ ذَاتِ ٱلۡعِمَادِ ٧چې ارم و د ستنو والا ٱلَّتِي لَمۡ يُخۡلَقۡ مِثۡلُهَا فِي ٱلۡبِلَٰدِ ٨هغه چې په ښارونو كې د دوى په مثل نه و پیدا كړى شوي وَثَمُودَ ٱلَّذِينَ جَابُواْ ٱلصَّخۡرَ بِٱلۡوَادِ ٩او ثمودیانو سره (يې څه وكړل) هغه چې په دره كې يې تیګې غوڅې كړې (تراشلې) وې؟ وَفِرۡعَوۡنَ ذِي ٱلۡأَوۡتَادِ ١٠او له میخونو والا فرعون سره (يې څه وكړل) ٱلَّذِينَ طَغَوۡاْ فِي ٱلۡبِلَٰدِ ١١هغه كسان چې دوى په ښارونو كې سركشي كړې وه فَأَكۡثَرُواْ فِيهَا ٱلۡفَسَادَ ١٢نو په دغو كې يې فساد ډېر كړى و فَصَبَّ عَلَيۡهِمۡ رَبُّكَ سَوۡطَ عَذَابٍ ١٣نو ستا رب په دوى باندې د عذاب قمچینه (كروړه) نازله كړه إِنَّ رَبَّكَ لَبِٱلۡمِرۡصَادِ ١٤بېشكه ستا رب یقینًا په ځاى د انتظار كې دى فَأَمَّا ٱلۡإِنسَٰنُ إِذَا مَا ٱبۡتَلَىٰهُ رَبُّهُۥ فَأَكۡرَمَهُۥ وَنَعَّمَهُۥ فَيَقُولُ رَبِّيٓ أَكۡرَمَنِ ١٥نو هر چې انسان دى، كله چې ده لره خپل رب وازمايي، پس ده ته عزت وركړي او ده ته نعمت وركړي، نو دى وايي: زما رب ما ته عزت راكړ وَأَمَّآ إِذَا مَا ٱبۡتَلَىٰهُ فَقَدَرَ عَلَيۡهِ رِزۡقَهُۥ فَيَقُولُ رَبِّيٓ أَهَٰنَنِ ١٦او خو هر كله چې دى وازمايي، پس په ده باندې د ده رزق تنګ كړي، نو دى وايي: زما رب زه سپك كړم كـَلَّاۖ بَل لَّا تُكۡرِمُونَ ٱلۡيَتِيمَ ١٧داسې نه ده، بلكې تاسو د یتیم (سره احسان او د هغه) عزت نه كوئ وَلَا تَحَٰٓضُّونَ عَلَىٰ طَعَامِ ٱلۡمِسۡكِينِ ١٨او مسكین ته په طعام وركولو یو بل ته ترغیب نه وركوئ وَتَأۡكُلُونَ ٱلتُّرَاثَ أَكۡلًا لَّمًّا ١٩او تاسو د میراث (پردى) مال خورئ، په خوړلو ټولو سره وَتُحِبُّونَ ٱلۡمَالَ حُبًّا جَمًّا ٢٠او تاسو له مال سره مینه كوئ، ډېره زیاته مینه كـَلَّآۖ إِذَا دُكَّتِ ٱلۡأَرۡضُ دَكًّا دَكًّا ٢١داسې نه ده۔ كله چې ځمكه وټكولى شي، په ټكولو ماتولو سختو سره وَجَآءَ رَبُّكَ وَٱلۡمَلَكُ صَفًّا صَفًّا ٢٢او ستا رب راشي او ملايك قطار قطار (راشي) وَجِاْيٓءَ يَوۡمَئِذِۭ بِجَهَنَّمَۚ يَوۡمَئِذٍ يَتَذَكَّرُ ٱلۡإِنسَٰنُ وَأَنَّىٰ لَهُ ٱلذِّكۡرَىٰ ٢٣او په دغې ورځ كې به دوزخ راوستى شي۔، په دغې ورځ كې به انسان نصیحت (او پند) اخلي او (په دغه وخت كې) د ده لپاره نصیحت به څنګه (نفعمن) وي يَقُولُ يَٰلَيۡتَنِي قَدَّمۡتُ لِحَيَاتِي ٢٤دى به وايي: اى كاشكې ما د خپل ژوند لپاره مخكې (څه نېك عملونه) لېږلي وى فَيَوۡمَئِذٍ لَّا يُعَذِّبُ عَذَابَهُۥٓ أَحَدٌ ٢٥نو په دغې ورځ كې به د ده (يعنې د رب) د عذاب په شان هیڅوك عذاب نه وركوي وَلَا يُوثِقُ وَثَاقَهُۥٓ أَحَدٌ ٢٦او د ده د تړلو په شان به هیڅوك تړل نه كوي يَٰٓأَيَّتُهَا ٱلنَّفۡسُ ٱلۡمُطۡمَئِنَّةُ ٢٧اى اطمینان نیوونكیه نفسه ٱرۡجِعِيٓ إِلَىٰ رَبِّكِ رَاضِيَةً مَّرۡضِيَّةً ٢٨ته وګرځه خپل رب ته، په داسې حال كې چې خوشاله او راضي كړى شوى به يې فَٱدۡخُلِي فِي عِبَٰدِي ٢٩نو ته زما په بنده ګانو كې داخل شه وَٱدۡخُلِي جَنَّتِي ٣٠او زما جنت ته ننوځه

Translation: Abdulwali Khan.