Millat al-Islam

Chapter 90 · 20 verses · Abdulwali Khan

Surah Al-Balad in Pushto

Arabic with tafsir Listen to Surah Al-Balad (1312 reciters)
Meccanسورة البلد20 verses

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

لَآ أُقۡسِمُ بِهَٰذَا ٱلۡبَلَدِ ١زه قسم خورم په دې ښار باندې وَأَنتَ حِلُّۢ بِهَٰذَا ٱلۡبَلَدِ ٢په داسې حال كې چې ته په دې ښار كې اوسېدونكى يې وَوَالِدٍ وَمَا وَلَدَ ٣او په زېږوونكي باندې او په هغه باندې چې ده زېږولي دي لَقَدۡ خَلَقۡنَا ٱلۡإِنسَٰنَ فِي كَبَدٍ ٤یقینًا یقینًا مونږ انسان په مشقت كې پیدا كړى دى أَيَحۡسَبُ أَن لَّن يَقۡدِرَ عَلَيۡهِ أَحَدٌ ٥ایا دغه (كافر انسان) خیال كوي چې بېشكه شان دا دى چې په ده باندې به هیڅوك قادر نشي يَقُولُ أَهۡلَكۡتُ مَالًا لُّبَدًا ٦دى وايي: ما ډېر زیات مال خرڅ كړى (لګولى) دى أَيَحۡسَبُ أَن لَّمۡ يَرَهُۥٓ أَحَدٌ ٧ایا دى خیال كوي چې بېشكه دى هیچا نه دى لیدلى أَلَمۡ نَجۡعَل لَّهُۥ عَيۡنَيۡنِ ٨ایا مونږ ده ته دوه سترګې نه دي وركړي وَلِسَانًا وَشَفَتَيۡنِ ٩او یوه ژبه او دوه شونډي وَهَدَيۡنَٰهُ ٱلنَّجۡدَيۡنِ ١٠اومونږ ده ته دوه لارې ښودلي دي فَلَا ٱقۡتَحَمَ ٱلۡعَقَبَةَ ١١نو ده د غونډۍ په ختلو كې هېڅ تكلیف ونه وېست وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا ٱلۡعَقَبَةُ ١٢او ته څه شي پوه كړې چې (ختل د) غونډۍ څه شى دى؟ فَكُّ رَقَبَةٍ ١٣خلاصول د څټ (ازادول د مريي) دي أَوۡ إِطۡعَٰمٌ فِي يَوۡمٍ ذِي مَسۡغَبَةٍ ١٤او طعام وركول دي په داسې ورځ كې چې د لوږې والا ده يَتِيمًا ذَا مَقۡرَبَةٍ ١٥یتیم ته چې د خپلوۍ خاوند وي أَوۡ مِسۡكِينًا ذَا مَتۡرَبَةٍ ١٦یا مسكین ته چې په خاورو ككړ وي ثُمَّ كَانَ مِنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَتَوَاصَوۡاْ بِٱلصَّبۡرِ وَتَوَاصَوۡاْ بِٱلۡمَرۡحَمَةِ ١٧بیا دغه له هغو كسانو ځنې وي چې ایمان يې راوړى وي او یو بل ته د صبر وصیت كوي او یو بل ته د مهربانۍ (او شفقت) كولو وصیت كوي أُوْلَٰٓئِكَ أَصۡحَٰبُ ٱلۡمَيۡمَنَةِ ١٨دغه كسان دښي اړخ والا دي وَٱلَّذِينَ كَفَرُواْ بِـَٔايَٰتِنَا هُمۡ أَصۡحَٰبُ ٱلۡمَشۡـَٔمَةِ ١٩او هغه كسان چې زمونږ په ایتونو باندې كافران شوي دي۔ دوى د چپ (ګس) اړخ والا دي عَلَيۡهِمۡ نَارٌ مُّؤۡصَدَةُۢ ٢٠په دوى باندې به سرپوښ كړى شوى اور وي

Translation: Abdulwali Khan.