Millat al-Islam

Chapter 74 · 56 verses · Abdulwali Khan

Surah Al-Muddathir in Pushto

Arabic with tafsir Listen to Surah Al-Muddathir (1206 reciters)
Meccanسورة المدثر56 verses

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

يَٰٓأَيُّهَا ٱلۡمُدَّثِّرُ ١اى په جامه كې نغښتونكیه قُمۡ فَأَنذِرۡ ٢ته پورته شه، نو (خلق) ووېروه وَرَبَّكَ فَكَبِّرۡ ٣او نو د خپل رب لويي بیانوه وَثِيَابَكَ فَطَهِّرۡ ٤او نو خپلې جامې پاكې ساته وَٱلرُّجۡزَ فَٱهۡجُرۡ ٥او ګناه (او بتان) نو ترك كړه وَلَا تَمۡنُن تَسۡتَكۡثِرُ ٦او (داسې) احسان مه كوه چې بدل (او ډېرول) يې غواړې وَلِرَبِّكَ فَٱصۡبِرۡ ٧او خاص د خپل رب لپاره، پس صبر كوه فَإِذَا نُقِرَ فِي ٱلنَّاقُورِ ٨نو كله چې په شپېلۍ كې پوكى وكړى شي فَذَٰلِكَ يَوۡمَئِذٍ يَوۡمٌ عَسِيرٌ ٩نو په دغه وخت كې دغه ډېره سخته ورځ ده عَلَى ٱلۡكَٰفِرِينَ غَيۡرُ يَسِيرٍ ١٠په كافرانو باندې اسانه نه ده ذَرۡنِي وَمَنۡ خَلَقۡتُ وَحِيدًا ١١ته پرېږده ما او هغه څوك چې ما دى يواځې پیدا كړى دى وَجَعَلۡتُ لَهُۥ مَالًا مَّمۡدُودًا ١٢او (بیا مې) ده ته ډېر زیات مال وركړ وَبَنِينَ شُهُودًا ١٣او زامن حاضر (باشه) وَمَهَّدتُّ لَهُۥ تَمۡهِيدًا ١٤او ده ته مې فراخي وركړه، ډېره فراخي ثُمَّ يَطۡمَعُ أَنۡ أَزِيدَ ١٥بیا دى طمع لري چې زه به ده ته لا زیات وركړم كـَلَّآۖ إِنَّهُۥ كَانَ لِأٓيَٰتِنَا عَنِيدًا ١٦هیڅكله هم نه، بېشكه دى زمونږ له ایتونو سره ډېر عناد كوونكى (مخالف) و سَأُرۡهِقُهُۥ صَعُودًا ١٧ژر به زه ده ته ډېر سخت تكلیف وركړم إِنَّهُۥ فَكَّرَ وَقَدَّرَ ١٨بېشكه ده فكر وكړ او اندازه يې وكړه فَقُتِلَ كَيۡفَ قَدَّرَ ١٩پس دى دې هلاك كړى شي، ده څنګه اندازه وكړه؟ ثُمَّ قُتِلَ كَيۡفَ قَدَّرَ ٢٠بیا دې هلاك كړى شي، ده څنګه اندازه وكړه ثُمَّ نَظَرَ ٢١بیا يې وكتل ثُمَّ عَبَسَ وَبَسَرَ ٢٢بیا يې مخ تریو كړ او وچولى (تندى) يې بوټ كړ ثُمَّ أَدۡبَرَ وَٱسۡتَكۡبَرَ ٢٣بیا يې شا كړه او لويي يې وكړه فَقَالَ إِنۡ هَٰذَآ إِلَّا سِحۡرٌ يُؤۡثَرُ ٢٤نو ده وویل: نه دى دا (قرآن) مګر داسې جادو چې رانقل كولى شي إِنۡ هَٰذَآ إِلَّا قَوۡلُ ٱلۡبَشَرِ ٢٥نه دى دا مګر د انسان قول سَأُصۡلِيهِ سَقَرَ ٢٦ژر به زه دى د دوزخ اور ته داخل كړم وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا سَقَرُ ٢٧او ته څه شي پوه كړې چې سقر (د دوزخ اور) څه شى دى لَا تُبۡقِي وَلَا تَذَرُ ٢٨دى به نه باقي ساتي او نه به پرېږدي لَوَّاحَةٌ لِّلۡبَشَرِ ٢٩انسان لره ډېر سوځوونكى دى عَلَيۡهَا تِسۡعَةَ عَشَرَ ٣٠په ده باندې نولس (ملايك) مقرر دي وَمَا جَعَلۡنَآ أَصۡحَٰبَ ٱلنَّارِ إِلَّا مَلَٰٓئِكَةًۖ وَمَا جَعَلۡنَا عِدَّتَهُمۡ إِلَّا فِتۡنَةً لِّلَّذِينَ كَفَرُواْ لِيَسۡتَيۡقِنَ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ وَيَزۡدَادَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِيمَٰنًا وَلَا يَرۡتَابَ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ وَٱلۡمُؤۡمِنُونَ وَلِيَقُولَ ٱلَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَٱلۡكَٰفِرُونَ مَاذَآ أَرَادَ ٱللَّهُ بِهَٰذَا مَثَلًاۚ كَذَٰلِكَ يُضِلُّ ٱللَّهُ مَن يَشَآءُ وَيَهۡدِي مَن يَشَآءُۚ وَمَا يَعۡلَمُ جُنُودَ رَبِّكَ إِلَّا هُوَۚ وَمَا هِيَ إِلَّا ذِكۡرَىٰ لِلۡبَشَرِ ٣١او مونږ د دوزخ څوكيداران نه دي ګرځولي مګر ملايك او مونږ د دوى شمېر نه دى ګرځولى مګر ازمېښت د هغو كسانو لپاره چې كافران شوي دي، د دې لپاره چې هغه كسان یقین وكړي چې كتاب ورته وركړى شوى دى او د هغو كسانو ایمان زیات شي چې ایمان يې راوړى دى او شك ونه كړي هغه كسان چې كتاب ورته وركړى شوى دى او مومنان۔ او د دې لپاره چې هغه كسان ووايي چې د هغوى په زړونو كې مرض دى او كافران: الله په دې سره د مثال په لحاظ څه اراده كړې ده۔. همداسې الله ګمراه كوي چا ته چې وغواړي او هدایت وركوي چا ته چې وغواړي۔ او ستا د رب لښكرې نه پېژني مګر هم دى. او نه دى دا مګر د خلقو لپاره نصیحت (او پند) كـَلَّا وَٱلۡقَمَرِ ٣٢هیڅكله داسې نه ده، قسم دى په سپوږمۍ وَٱلَّيۡلِ إِذۡ أَدۡبَرَ ٣٣او په شپې باندې كله چې شا كړي وَٱلصُّبۡحِ إِذَآ أَسۡفَرَ ٣٤او په سبا باندې كله چې روښانه شي إِنَّهَا لَإِحۡدَى ٱلۡكُبَرِ ٣٥بېشكه دغه (اور د سقر) یقینًا په لویو (بلاګانو) كې یو دى نَذِيرًا لِّلۡبَشَرِ ٣٦چې انسان لره وېروونكى دى لِمَن شَآءَ مِنكُمۡ أَن يَتَقَدَّمَ أَوۡ يَتَأَخَّرَ ٣٧هغه چا لره چې په تاسو كې غواړي چې وړاندې شي، یا وروسته شي كُلُّ نَفۡسِۭ بِمَا كَسَبَتۡ رَهِينَةٌ ٣٨هر نفس به د خپلو كړو په بدل كې ګاڼه (ګرو) وي إِلَّآ أَصۡحَٰبَ ٱلۡيَمِينِ ٣٩غیر له ښي اړخ والاو نه فِي جَنَّٰتٍ يَتَسَآءَلُونَ ٤٠(دوى به) په جنتونو كې وي، یو تر بله به پوښتنې كوي عَنِ ٱلۡمُجۡرِمِينَ ٤١د مجرمانو (كافرانو) په باره كې مَا سَلَكَكُمۡ فِي سَقَرَ ٤٢(مومنان به مجرمانو ته وايي:) تاسو په دوزخ كې څه شي داخل كړي یئ؟ قَالُواْ لَمۡ نَكُ مِنَ ٱلۡمُصَلِّينَ ٤٣دوى به ووايي: مونږ له لمونځ كوونكو ځنې نه وو وَلَمۡ نَكُ نُطۡعِمُ ٱلۡمِسۡكِينَ ٤٤او مسكین ته به مو طعام نه وركاوه وَكُنَّا نَخُوضُ مَعَ ٱلۡخَآئِضِينَ ٤٥او له باطل ویونكو سره به مونږ په باطلو خبرو كې ننوتلو وَكُنَّا نُكَذِّبُ بِيَوۡمِ ٱلدِّينِ ٤٦او مونږ به د بدلې ورځ دروغ ګڼله حَتَّىٰٓ أَتَىٰنَا ٱلۡيَقِينُ ٤٧تر دې پورې چې مونږ ته یقین راغى فَمَا تَنفَعُهُمۡ شَفَٰعَةُ ٱلشَّٰفِعِينَ ٤٨نو دوى ته د سفارش كوونكو سفارش فايده نه رسوي فَمَا لَهُمۡ عَنِ ٱلتَّذۡكِرَةِ مُعۡرِضِينَ ٤٩نو په دوى څه شوي دي چې له نصیحت (قرآن) نه مخ ګرځوونكي دي كَأَنَّهُمۡ حُمُرٌ مُّسۡتَنفِرَةٌ ٥٠ګویا كې دوى تښتېدونكي ځنګلي خره دي فَرَّتۡ مِن قَسۡوَرَةِۭ ٥١چې له زمري نه تښتي بَلۡ يُرِيدُ كُلُّ ٱمۡرِيٍٕ مِّنۡهُمۡ أَن يُؤۡتَىٰ صُحُفًا مُّنَشَّرَةً ٥٢بلكې په دوى كې هر یو سړى غواړي چې ده ته خورې كړى شوې صحیفې (پاڼې) وركړى شي كـَلَّاۖ بَل لَّا يَخَافُونَ ٱلۡأٓخِرَةَ ٥٣هیڅكله داسې نه ده۔ بلكې دوى له اخرت نه نه وېرېږي كـَلَّآ إِنَّهُۥ تَذۡكِرَةٌ ٥٤هیڅكله داسې نه ده۔، بېشكه دا (قرآن) نصیحت دى فَمَن شَآءَ ذَكَرَهُۥ ٥٥نو څوك چې غواړي (نو) له ده نه دې پند واخلي وَمَا يَذۡكُرُونَ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُۚ هُوَ أَهۡلُ ٱلتَّقۡوَىٰ وَأَهۡلُ ٱلۡمَغۡفِرَةِ ٥٦او دوى نصیحت (او پند) نه اخلي مګر كه الله يې وغواړي. هم دى د وېرې لايق دى او د بخښنې اهل دى

Translation: Abdulwali Khan.