Millat al-Islam

Chapter 75 · 40 verses · Abdulwali Khan

Surah Al-Qiyama in Pushto

Arabic with tafsir Listen to Surah Al-Qiyama (1375 reciters)

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

لَآ أُقۡسِمُ بِيَوۡمِ ٱلۡقِيَٰمَةِ ١زه د قیامت په ورځې باندې قسم خورم وَلَآ أُقۡسِمُ بِٱلنَّفۡسِ ٱللَّوَّامَةِ ٢او زه په ډېر ملامت كوونكي نفس باندې قسم خورم أَيَحۡسَبُ ٱلۡإِنسَٰنُ أَلَّن نَّجۡمَعَ عِظَامَهُۥ ٣ایا (كافر) انسان دا ګمان كوي چې مونږ به د ده هډوكي له سره راجمع نه كړو بَلَىٰ قَٰدِرِينَ عَلَىٰٓ أَن نُّسَوِّيَ بَنَانَهُۥ ٤ولې نه! (جمع به يې كړو)، په داسې حال كې چې مونږ په دې قادر یو چې د ده (هډوكي او) د ګوتو بندونه (هم) برابر كړو بَلۡ يُرِيدُ ٱلۡإِنسَٰنُ لِيَفۡجُرَ أَمَامَهُۥ ٥بلكې (كافر) انسان اراده لري چې په خپله مخه (راتلونكې زمانه) كې هم نافرماني وكړي يَسۡـَٔلُ أَيَّانَ يَوۡمُ ٱلۡقِيَٰمَةِ ٦دى تپوس كوي چې د قیامت ورځ به كله وي؟ فَإِذَا بَرِقَ ٱلۡبَصَرُ ٧نو كله چې سترګې خړې (سپینې) شي وَخَسَفَ ٱلۡقَمَرُ ٨او سپوږمۍ توره (بې رڼا) شي وَجُمِعَ ٱلشَّمۡسُ وَٱلۡقَمَرُ ٩او لمر او سپوږمۍ سره جمع كړى شي يَقُولُ ٱلۡإِنسَٰنُ يَوۡمَئِذٍ أَيۡنَ ٱلۡمَفَرُّ ١٠نو (كافر) انسان به په دغه وخت كې وايي: د تېښتې ځاى چېرته دى؟ كـَلَّا لَا وَزَرَ ١١هیڅكله داسې نه ده۔، هېڅ پناه ځاى نشته إِلَىٰ رَبِّكَ يَوۡمَئِذٍ ٱلۡمُسۡتَقَرُّ ١٢په دغې ورځ كې ځاى د قرار ستا د رب په طرف دى يُنَبَّؤُاْ ٱلۡإِنسَٰنُ يَوۡمَئِذِۭ بِمَا قَدَّمَ وَأَخَّرَ ١٣په دغې ورځ كې به انسان په هغه څه خبر كړى شي چې ده مخكې لېږلي دي او وروسته يې پرېښي دي بَلِ ٱلۡإِنسَٰنُ عَلَىٰ نَفۡسِهِۦ بَصِيرَةٌ ١٤بلكې انسان په خپل ځان باندې ښه دلیل دى وَلَوۡ أَلۡقَىٰ مَعَاذِيرَهُۥ ١٥اګر كه دى خپل عذرونه وړاندې كړي لَا تُحَرِّكۡ بِهِۦ لِسَانَكَ لِتَعۡجَلَ بِهِۦٓ ١٦(اى نبي!) ته خپله ژبه په دې (قرآن) سره مه خوځوه، د دې لپاره چې ته دا په تُندۍ سره حاصل كړې إِنَّ عَلَيۡنَا جَمۡعَهُۥ وَقُرۡءَانَهُۥ ١٧بېشكه پر مونږ باندې د ده جمع كول او د ده لوستل دي فَإِذَا قَرَأۡنَٰهُ فَٱتَّبِعۡ قُرۡءَانَهُۥ ١٨نو كله چې مونږ دى ولولو، نو ته د ده د لوستلو پیروي كوه ثُمَّ إِنَّ عَلَيۡنَا بَيَانَهُۥ ١٩بیا یقینًا زمونږ په ذمه د ده بیانول دي كـَلَّا بَلۡ تُحِبُّونَ ٱلۡعَاجِلَةَ ٢٠هیڅكله داسې نه ده۔ بلكې تاسو تادي كوونكې (زر تېرېدونكې فاني كېدونكې دنیا) خوښوئ وَتَذَرُونَ ٱلۡأٓخِرَةَ ٢١او تاسو اخرت پرېږدئ وُجُوهٌ يَوۡمَئِذٍ نَّاضِرَةٌ ٢٢په دغې ورځ كې به څه مخونه تازه روښانه وي إِلَىٰ رَبِّهَا نَاظِرَةٌ ٢٣خپل رب ته به كتونكي وي وَوُجُوهٌ يَوۡمَئِذِۭ بَاسِرَةٌ ٢٤او په دغې ورځ كې به څه مخونه سخت تریو (او سپېره) وي تَظُنُّ أَن يُفۡعَلَ بِهَا فَاقِرَةٌ ٢٥یقین به كوي چې له دوى سره به مَلا ماتوونكى عمل وشي كـَلَّآ إِذَا بَلَغَتِ ٱلتَّرَاقِيَ ٢٦داسې نه ده۔ كله چې ساه د ستوني هډوكي ته ورسېږي وَقِيلَ مَنۡۜ رَاقٍ ٢٧او وبه ویل شي: څوك دى دم كوونكى؟ وَظَنَّ أَنَّهُ ٱلۡفِرَاقُ ٢٨او دى به یقین وكړي چې بېشكه دغه (وخت د) بېلتون دى وَٱلۡتَفَّتِ ٱلسَّاقُ بِٱلسَّاقِ ٢٩او یوه پنډۍ به له بلې پنډۍ تاوېږي إِلَىٰ رَبِّكَ يَوۡمَئِذٍ ٱلۡمَسَاقُ ٣٠ستا د رب په لوري به دغې ورځ كې ورتله دي فَلَا صَدَّقَ وَلَا صَلَّىٰ ٣١پس ده نه تصدیق وكړ او نه يې لمونځ وكړ وَلَٰكِن كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰ ٣٢او لېكن دروغ يې وګاڼه (قرآن) او مخ يې وګرځاوه ثُمَّ ذَهَبَ إِلَىٰٓ أَهۡلِهِۦ يَتَمَطَّىٰٓ ٣٣بیا خپل اهل ته لاړ، په داسې حال كې چې تكبر يې كاوه أَوۡلَىٰ لَكَ فَأَوۡلَىٰ ٣٤تا ته دې هلاكت (او افسوس) وي، پس هلاكت دې وي ثُمَّ أَوۡلَىٰ لَكَ فَأَوۡلَىٰٓ ٣٥بیا دې تا لپاره هلاكت وي، نو هلاكت دې وي أَيَحۡسَبُ ٱلۡإِنسَٰنُ أَن يُتۡرَكَ سُدًى ٣٦ایا (كافر) انسان ګمان كوي چې دى به مهمل (او بې كاره) پرېښودل شي أَلَمۡ يَكُ نُطۡفَةً مِّن مَّنِيٍّ يُمۡنَىٰ ٣٧ایا دغه (انسان) د هغې منۍ یو څاڅكى نه و چې تویولى شي ثُمَّ كَانَ عَلَقَةً فَخَلَقَ فَسَوَّىٰ ٣٨بیا دى د وینې یوه ټوټه وه، نو دغه (الله دى) پیدا كړ، پس برابر يې كړ فَجَعَلَ مِنۡهُ ٱلزَّوۡجَيۡنِ ٱلذَّكَرَ وَٱلۡأُنثَىٰٓ ٣٩نو له دغې (منۍ) نه يې دوه قسمه پیدا كړل (یعنې) سړى او ښځه أَلَيۡسَ ذَٰلِكَ بِقَٰدِرٍ عَلَىٰٓ أَن يُحۡـِۧيَ ٱلۡمَوۡتَىٰ ٤٠ایا دغه (الله) په دې قادر نه دى چې مړي راژوندي كړي؟

Translation: Abdulwali Khan.