Millat al-Islam

Chapter 78 · 40 verses · Abdulwali Khan

Surah An-Naba in Pushto

Arabic with tafsir Listen to Surah An-Naba (1413 reciters)
Meccanسورة النبأ40 verses

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

عَمَّ يَتَسَآءَلُونَ ١دوى د څه شي په باره كې یو له بل پوښتنه كوي؟ عَنِ ٱلنَّبَإِ ٱلۡعَظِيمِ ٢د ډېر لوى خبر په باره كې ٱلَّذِي هُمۡ فِيهِ مُخۡتَلِفُونَ ٣هغه چې دوى په هغه كې سره اختلاف كوونكي دي كـَلَّا سَيَعۡلَمُونَ ٤نه دې كوي (دغه اختلاف او پوښتنې)، ژر به دوى پوه شي ثُمَّ كـَلَّا سَيَعۡلَمُونَ ٥بیا هیڅكله دې نه كوي، ژر به دوى پوه شي أَلَمۡ نَجۡعَلِ ٱلۡأَرۡضَ مِهَٰدًا ٦ایا مونږ ځمكه فرش نه ده ګرځولې؟ وَٱلۡجِبَالَ أَوۡتَادًا ٧او غرونه (مو) میخونه وَخَلَقۡنَٰكُمۡ أَزۡوَٰجًا ٨او مونږ تاسو پیدا كړي یئ جوړې (نر او ښځه) وَجَعَلۡنَا نَوۡمَكُمۡ سُبَاتًا ٩او مونږ ستاسو خوب (تاسو لپاره) راحت ګرځولى دى وَجَعَلۡنَا ٱلَّيۡلَ لِبَاسًا ١٠او شپه مو لباس ګرځولې ده وَجَعَلۡنَا ٱلنَّهَارَ مَعَاشًا ١١او ورځ مو د روزۍ لټولو وخت ګرځولى دى وَبَنَيۡنَا فَوۡقَكُمۡ سَبۡعًا شِدَادًا ١٢او ستاسو له پاسه مو اوه ډېر مضبوط اسمانونه جوړ كړي دي وَجَعَلۡنَا سِرَاجًا وَهَّاجًا ١٣او مونږ روښانه ځلېدونكې ډېوه پیدا كړې ده وَأَنزَلۡنَا مِنَ ٱلۡمُعۡصِرَٰتِ مَآءً ثَجَّاجًا ١٤او مونږ له ډكو ورېځو نه ډېرې تويېدونكې اوبه نازلې كړې دي لِّنُخۡرِجَ بِهِۦ حَبًّا وَنَبَاتًا ١٥د دې لپاره چې مونږ په دغو (اوبو) سره دانې او زرغونه راوباسو وَجَنَّٰتٍ أَلۡفَافًا ١٦او باغونه یو له بل سره نژدې إِنَّ يَوۡمَ ٱلۡفَصۡلِ كَانَ مِيقَٰتًا ١٧بېشكه د فیصلې ورځ مقرر وخت دى يَوۡمَ يُنفَخُ فِي ٱلصُّورِ فَتَأۡتُونَ أَفۡوَاجًا ١٨هغه ورځ چې پوكى به ووهل شي په شپېلۍ كې، نو تاسو به ډلې ډلې راځئ وَفُتِحَتِ ٱلسَّمَآءُ فَكَانَتۡ أَبۡوَٰبًا ١٩او اسمان به پرانستل شي، نو دى به دروازې دروازې وي وَسُيِّرَتِ ٱلۡجِبَالُ فَكَانَتۡ سَرَابًا ٢٠او غرونه به روان كړى شي، نو دوى به سراب شي إِنَّ جَهَنَّمَ كَانَتۡ مِرۡصَادًا ٢١بېشكه دوزخ به د انتظار ځاى (كمین ځاى) شي لِّلطَّٰغِينَ مَـَٔابًا ٢٢د سركشو لپاره د ورتللو ځاى لَّٰبِثِينَ فِيهَآ أَحۡقَابًا ٢٣چې دوى به په هغه كې زمانې زمانې (همېشه) پاتې كېږي لَّا يَذُوقُونَ فِيهَا بَرۡدًا وَلَا شَرَابًا ٢٤دوى به په هغه كې نه څه یخوالى څَكي او نه څه اوبه إِلَّا حَمِيمًا وَغَسَّاقًا ٢٥غیر د اېشېدلو تودو اوبو او بهېدونكو وینو زوو نه جَزَآءً وِفَاقًا ٢٦بدله به وركولى شي د عملونو سره برابره موافقه إِنَّهُمۡ كَانُواْ لَا يَرۡجُونَ حِسَابًا ٢٧بېشكه دوى به د حساب امېد نه كاوه وَكَذَّبُواْ بِـَٔايَٰتِنَا كِذَّابًا ٢٨او زمونږ ایتونه به يې دروغ ګڼل، سخت دروغ ګڼل وَكُلَّ شَيۡءٍ أَحۡصَيۡنَٰهُ كِتَٰبًا ٢٩او هر شى، مونږ هغه په كتاب (لوح محفوظ) كې شمېرلى (او محفوظ كړى) دى فَذُوقُواْ فَلَن نَّزِيدَكُمۡ إِلَّا عَذَابًا ٣٠نو تاسو (خپله سزا) وڅَكئ۔، پس مونږ به تاسو ته له سره زیات نه كړو مګر عذاب إِنَّ لِلۡمُتَّقِينَ مَفَازًا ٣١بېشكه خاص د متقیانو لپاره كامیابي ده حَدَآئِقَ وَأَعۡنَٰبًا ٣٢(چې) باغونه او انګور دي وَكَوَاعِبَ أَتۡرَابًا ٣٣او انارسینه همځولې پېغلې دي وَكَأۡسًا دِهَاقًا ٣٤او ترڅنډو پورې ډكې د شرابو پیالې دي لَّا يَسۡمَعُونَ فِيهَا لَغۡوًا وَلَا كِذَّٰبًا ٣٥دوى په دغه (جنت) كې نه لغوه (بېكاره) خبره اوري او نه دروغ جَزَآءً مِّن رَّبِّكَ عَطَآءً حِسَابًا ٣٦د رب له جانبه به بدله وركولى شي۔ (د عملونو) په حساب سره ډېره وركړه رَّبِّ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا بَيۡنَهُمَا ٱلرَّحۡمَٰنِۖ لَا يَمۡلِكُونَ مِنۡهُ خِطَابًا ٣٧چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دغو دواړو په مینځ كې دي، چې ډېر زیات مهربان دى، دوى له هغه سره د خبرو كولو اختیار (او قدرت) نه لري يَوۡمَ يَقُومُ ٱلرُّوحُ وَٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ صَفًّاۖ لَّا يَتَكَلَّمُونَ إِلَّا مَنۡ أَذِنَ لَهُ ٱلرَّحۡمَٰنُ وَقَالَ صَوَابًا ٣٨په هغې ورځ كې چې روح او ملايك به صفونه صفونه ودرېږي۔، دوى به خبرې نشي كولى مګرهغه څوك چې هغه ته رحمٰن اجازت وركړي او ده (په دنیا كې) حقه خبره (لا إله الا الله) ویلې وي ذَٰلِكَ ٱلۡيَوۡمُ ٱلۡحَقُّۖ فَمَن شَآءَ ٱتَّخَذَ إِلَىٰ رَبِّهِۦ مَـَٔابًا ٣٩دغه حق ورځ ده، نو هغه څوك چې د خپل رب په طرف د ورتلو ځاى نیسي (نو ودې نیسي) إِنَّآ أَنذَرۡنَٰكُمۡ عَذَابًا قَرِيبًا يَوۡمَ يَنظُرُ ٱلۡمَرۡءُ مَا قَدَّمَتۡ يَدَاهُ وَيَقُولُ ٱلۡكَافِرُ يَٰلَيۡتَنِي كُنتُ تُرَٰبَۢا ٤٠بېشكه مونږ تاسو له نژدې (راتلونكي) عذاب څخه ووېرولئ، په هغه ورځ كې چې هر سړى به هغه څه ته ګوري چې د ده لاسونو مخكې لېږلي دي او كافر به وايي: اى كاشكې چې زه خاورې وى

Translation: Abdulwali Khan.