Millat al-Islam

Chapter 79 · 46 verses · Abdulwali Khan

Surah An-Naziat in Pushto

Arabic with tafsir Listen to Surah An-Naziat (1339 reciters)

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَٱلنَّٰزِعَٰتِ غَرۡقًا ١قسم دى په (ملايكو) راوښكونكو (روحونو د كفارو لره)، راوښكل وَٱلنَّٰشِطَٰتِ نَشۡطًا ٢او په (ملايكو) اسان راوښكونكو (د مومنانو روحونو لره)، اسان راوښكل وَٱلسَّٰبِحَٰتِ سَبۡحًا ٣او په تېزو تلونكو (ملايكو)، تېز تلل فَٱلسَّٰبِقَٰتِ سَبۡقًا ٤پس په وړاندې كېدونكو (ملايكو)، وړاندې كېدل فَٱلۡمُدَبِّرَٰتِ أَمۡرًا ٥بیا د كار په تدبیر جوړونكو (ملايكو) چې تاسو به خامخا بیا راژوندي كړى شئ يَوۡمَ تَرۡجُفُ ٱلرَّاجِفَةُ ٦په هغه ورځ چې لړځېدونكې به ولړځېږي تَتۡبَعُهَا ٱلرَّادِفَةُ ٧په دې پسې به راځي ورپسې راتلونكې قُلُوبٌ يَوۡمَئِذٍ وَاجِفَةٌ ٨(د مجرمانو) زړونه به په دغه ورځ كې رپېدونكي (درزېدونكي) وي أَبۡصَٰرُهَا خَٰشِعَةٌ ٩د دغو سترګې به ښكته وي يَقُولُونَ أَءِنَّا لَمَرۡدُودُونَ فِي ٱلۡحَافِرَةِ ١٠دوى به وايي: ایا په رښتیا (او) یقینًا به مونږ ړومبني حالت ته ګرځولى شو (بیا به ژوندي كېږو؟) أَءِذَا كُنَّا عِظَٰمًا نَّخِرَةً ١١ایا كله چې مونږ زاړه رژېدونكي هډوكي شو قَالُواْ تِلۡكَ إِذًا كَرَّةٌ خَاسِرَةٌ ١٢دوى وویل: دغه (ګرځېدل) به په هغه وخت كې زیانمن ګرځېدل وي فَإِنَّمَا هِيَ زَجۡرَةٌ وَٰحِدَةٌ ١٣پس بېشكه دغه خو بس یوه چغه ده فَإِذَا هُم بِٱلسَّاهِرَةِ ١٤نو ناڅاپه به دوى د ځمكې په مخ وي هَلۡ أَتَىٰكَ حَدِيثُ مُوسَىٰٓ ١٥ایا تا ته د موسٰی خبره راغلې ده إِذۡ نَادَىٰهُ رَبُّهُۥ بِٱلۡوَادِ ٱلۡمُقَدَّسِ طُوًى ١٦كله چې ده ته خپل رب په پاكې دَرې (ناو) ’’طُوٰی‘‘ كې اواز وكړ ٱذۡهَبۡ إِلَىٰ فِرۡعَوۡنَ إِنَّهُۥ طَغَىٰ ١٧ته فرعون ته لاړ شه، بېشكه ده سركشي شروع كړې ده فَقُلۡ هَل لَّكَ إِلَىٰٓ أَن تَزَكَّىٰ ١٨نو ته (ورته) ووایه: ایا ته دا خوښوې چې ته پاك شې وَأَهۡدِيَكَ إِلَىٰ رَبِّكَ فَتَخۡشَىٰ ١٩او دا چې زه تا ته ستا د رب په طرف ښوونه وكړم، پس چې ته ووېرېږې فَأَرَىٰهُ ٱلۡأٓيَةَ ٱلۡكُبۡرَىٰ ٢٠نو ده (موسٰی) دغه (فرعون) ته تر ټولو لویه نښه وښودله فَكَذَّبَ وَعَصَىٰ ٢١نو ده تكذيب وكړ او نافراني يې وكړه ثُمَّ أَدۡبَرَ يَسۡعَىٰ ٢٢بيا يې شا كړه (او) په ډېره بيړه سره لاړ فَحَشَرَ فَنَادَىٰ ٢٣نو ده (جادوګر) راجمع كړل، پس اواز يې وكړ فَقَالَ أَنَا۠ رَبُّكُمُ ٱلۡأَعۡلَىٰ ٢٤نو ويې ويل: زه ستاسو رب یم، تر ټولو اوچت (رب) فَأَخَذَهُ ٱللَّهُ نَكَالَ ٱلۡأٓخِرَةِ وَٱلۡأُولَىٰٓ ٢٥نو دى الله راونیوه په عذاب د اخرت او دنیا سره إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَعِبۡرَةً لِّمَن يَخۡشَىٰٓ ٢٦بېشكه په دغه (غرقولو او سوځولو) كې یقینًا د هغه چا لپاره عبرت دى چې (له الله نه) وېرېږي ءَأَنتُمۡ أَشَدُّ خَلۡقًا أَمِ ٱلسَّمَآءُۚ بَنَىٰهَا ٢٧ایا تاسو د پیدا كولو په لحاظ ډېر سخت یئ، یا كه اسمان، دغه هغه (الله) جوړ كړى دى رَفَعَ سَمۡكَهَا فَسَوَّىٰهَا ٢٨د ده چت يې اوچت كړى دى، نو دغه يې ښه برابر جوړ كړى دى وَأَغۡطَشَ لَيۡلَهَا وَأَخۡرَجَ ضُحَىٰهَا ٢٩او د ده شپه يې توره تیاره كړې ده او د ده رڼا يې راوېستلې ده وَٱلۡأَرۡضَ بَعۡدَ ذَٰلِكَ دَحَىٰهَآ ٣٠او ځمكه يې له ده نه وروسته غوړولې ده أَخۡرَجَ مِنۡهَا مَآءَهَا وَمَرۡعَىٰهَا ٣١ده له دغې (ځمكې) نه د دې اوبه او د دې واښه رااېستلي دي وَٱلۡجِبَالَ أَرۡسَىٰهَا ٣٢او غرونو لره، ده دغه محكم كړي دي مَتَٰعًا لَّكُمۡ وَلِأَنۡعَٰمِكُمۡ ٣٣ستاسو او ستاسو د څاریو د فايدې لپاره فَإِذَا جَآءَتِ ٱلطَّآمَّةُ ٱلۡكُبۡرَىٰ ٣٤نو كله چې تر ټولو لویه بلا (قیامت) راشي يَوۡمَ يَتَذَكَّرُ ٱلۡإِنسَٰنُ مَا سَعَىٰ ٣٥په هغه ورځ چې انسان به هغه څه یادوي چې ده كړي وي وَبُرِّزَتِ ٱلۡجَحِيمُ لِمَن يَرَىٰ ٣٦او دوزخ به هغه چا ته څرګند كړى شي چې يې ویني فَأَمَّا مَن طَغَىٰ ٣٧نو هر چې هغه څوك دى چې سركشي يې كړې وي وَءَاثَرَ ٱلۡحَيَوٰةَ ٱلدُّنۡيَا ٣٨او دنيايي ژوند ته يې ترجیح وركړې وي فَإِنَّ ٱلۡجَحِيمَ هِيَ ٱلۡمَأۡوَىٰ ٣٩نو بېشكه چې هم دا دوزخ (د ده) استوګنه ده وَأَمَّا مَنۡ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِۦ وَنَهَى ٱلنَّفۡسَ عَنِ ٱلۡهَوَىٰ ٤٠او هر چې هغه څوك دى چې د خپل رب په وړاندې له ودرېدلو نه وېرېدلى وي او نفس (ځان) يې له خواهشاتو نه منع كړى وي فَإِنَّ ٱلۡجَنَّةَ هِيَ ٱلۡمَأۡوَىٰ ٤١نو بېشكه چې هم دا جنت (د ده) استوګنه ده يَسۡـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلسَّاعَةِ أَيَّانَ مُرۡسَىٰهَا ٤٢(اى نبي!) دوى له تا نه د قیامت په باره كې پوښتنه كوي چې د ده واقع كېدل به كله وي فِيمَ أَنتَ مِن ذِكۡرَىٰهَآ ٤٣ته د ده له یاده (علمه) په څه كې يې إِلَىٰ رَبِّكَ مُنتَهَىٰهَآ ٤٤خاص ستا رب ته د دغه (قيامت) انتها ده إِنَّمَآ أَنتَ مُنذِرُ مَن يَخۡشَىٰهَا ٤٥بېشكه ته خو يواځې د هغه چا وېروونكى يې چې له ده (قیامت) نه وېرېږي كَأَنَّهُمۡ يَوۡمَ يَرَوۡنَهَا لَمۡ يَلۡبَثُوٓاْ إِلَّا عَشِيَّةً أَوۡ ضُحَىٰهَا ٤٦ګویاكې دوى به په هغې ورځې كې چې دوى دغه (قیامت) وویني (داسې به وي لكه چې) دوى (په دنیا، یا په قبر كې) نه دي ایسار شوي مګر د ورځې اخر، یا څاښت

Translation: Abdulwali Khan.