Millat al-Islam

Chapter 91 · 15 verses · Abdulwali Khan

Surah Ash-Shams in Pushto

Arabic with tafsir Listen to Surah Ash-Shams (1346 reciters)
Meccanسورة الشمس15 verses

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَٱلشَّمۡسِ وَضُحَىٰهَا ١قسم دى په لمر باندې او د هغه په رڼا باندې وَٱلۡقَمَرِ إِذَا تَلَىٰهَا ٢اوسپوږمۍ باندې كله چې په ده پسې وروسته راځي وَٱلنَّهَارِ إِذَا جَلَّىٰهَا ٣او په ورځ باندې كله چې دغه (لمر) ښكاره كاندي وَٱلَّيۡلِ إِذَا يَغۡشَىٰهَا ٤او په شپه باندې كله چې دغه (لمر) پټ كاندي (په خپلو تیارو كې) وَٱلسَّمَآءِ وَمَا بَنَىٰهَا ٥او په اسمان باندې او په هغه ذات چې دغه يې جوړ كړى دى وَٱلۡأَرۡضِ وَمَا طَحَىٰهَا ٦او په ځمكه باندې او په هغه ذات چې دغه (ځمكه) يې غوړولې ده وَنَفۡسٍ وَمَا سَوَّىٰهَا ٧او په نفس باندې او په هغه ذات چې دغه يې ښه برابر كړى دى فَأَلۡهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقۡوَىٰهَا ٨نو ده ته يې د ده بدي او د ده تقوٰی (نېكي) الهام كړې (او ورښودلې) ده قَدۡ أَفۡلَحَ مَن زَكَّىٰهَا ٩چې یقینًا كامیاب شو هغه څوك چې دغه (نفس) يې پاك كړ وَقَدۡ خَابَ مَن دَسَّىٰهَا ١٠او یقینًا نامراده شو هغه څوك چې دغه (نفس) يې په خاورو كې پټ كړ كَذَّبَتۡ ثَمُودُ بِطَغۡوَىٰهَآ ١١ثمودیانو د خپلې سركشۍ په سبب (د رسولانو) تكذیب كړى و إِذِ ٱنۢبَعَثَ أَشۡقَىٰهَا ١٢كله چې د دوى لوى بدبخت راپورته شو فَقَالَ لَهُمۡ رَسُولُ ٱللَّهِ نَاقَةَ ٱللَّهِ وَسُقۡيَٰهَا ١٣نو دوى ته د الله رسول وویل: تاسو د الله اوښه او د هغې اوبه څښل پرېږدئ فَكَذَّبُوهُ فَعَقَرُوهَا فَدَمۡدَمَ عَلَيۡهِمۡ رَبُّهُم بِذَنۢبِهِمۡ فَسَوَّىٰهَا ١٤نو دوى د هغه تكذیب وكړ (دروغجن يې وګاڼه) نو دوى د هغې پړكي (لينګي) پرې كړل (او مړه يې كړه) نو په دوى باندې د دوى رب د خپلو ګناهونو په سبب راګېروونكى عذاب راولېږه، نو دغه (ټول) يې (په هلاكت كې) برابر كړل وَلَا يَخَافُ عُقۡبَٰهَا ١٥او دى (الله) د دغه (هلاكت او عذاب) له انجام نه نه وېرېږي

Translation: Abdulwali Khan.