ملة الإسلام

السورة 87 · 19 آية · Abdulwali Khan

سورة الأعلى باللغة البشتوية

السورة بالعربية مع التفسير استمع إلى سورة الأعلى (1,435 قارئاً)
مكيةسورة الأعلى١٩ آية

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

سَبِّحِ ٱسۡمَ رَبِّكَ ٱلۡأَعۡلَى ١ته پاكي بیان كړه د خپل رب د نامې چې تر ټولو اوچت دى ٱلَّذِي خَلَقَ فَسَوَّىٰ ٢هغه چې پیدا يې كړل ټول شيان، پس ښه يې برابر كړل وَٱلَّذِي قَدَّرَ فَهَدَىٰ ٣او هغه (رب) چې اندازه يې وكړه، پس لاره يې وښووله وَٱلَّذِيٓ أَخۡرَجَ ٱلۡمَرۡعَىٰ ٤او هغه ذات چې تازه ګياه يې را اېستلې ده فَجَعَلَهُۥ غُثَآءً أَحۡوَىٰ ٥بيا يې هغه وګرځوله وچه توره سَنُقۡرِئُكَ فَلَا تَنسَىٰٓ ٦ژر ده چې مونږ به په تا باندې (قرآن) ولولو، نو ته به يې نه هېروې إِلَّا مَا شَآءَ ٱللَّهُۚ إِنَّهُۥ يَعۡلَمُ ٱلۡجَهۡرَ وَمَا يَخۡفَىٰ ٧مګر هغه چې الله يې وغواړي، بېشكه دغه (الله) په ښكاره و پوهېږي او په هغه څه چې پټ وي وَنُيَسِّرُكَ لِلۡيُسۡرَىٰ ٨او مونږ به تا ته اسانې لارې ته اسانتیا دركوو فَذَكِّرۡ إِن نَّفَعَتِ ٱلذِّكۡرَىٰ ٩نو ته نصیحت (پند) كوه كه نصیحت كول نفع رسوي (يا بېشكه نصيحت كول نفع رسوي) سَيَذَّكَّرُ مَن يَخۡشَىٰ ١٠ژر ده چې هغه څوك به پند واخلي چې وېرېږي وَيَتَجَنَّبُهَا ٱلۡأَشۡقَى ١١او له دغه (نصیحت) نه به تر ټولو بدبخته ډډه كوي ٱلَّذِي يَصۡلَى ٱلنَّارَ ٱلۡكُبۡرَىٰ ١٢هغه چې تر ټولو لوى اور ته به ننوځي ثُمَّ لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا يَحۡيَىٰ ١٣بیا به دى په دغه (اور) كې نه مري او نه به ښه ژوند لري قَدۡ أَفۡلَحَ مَن تَزَكَّىٰ ١٤یقینًا هغه څوك كامیاب شو چې پاك شو وَذَكَرَ ٱسۡمَ رَبِّهِۦ فَصَلَّىٰ ١٥او د خپل رب نامه يې یاده كړه، پس لمونځ يې وكړ بَلۡ تُؤۡثِرُونَ ٱلۡحَيَوٰةَ ٱلدُّنۡيَا ١٦بلكې تاسو (په اخرت باندې) دنيايي ژوند غوره كوئ وَٱلۡأٓخِرَةُ خَيۡرٌ وَأَبۡقَىٰٓ ١٧حال دا چې اخرت ډېر غوره او تل ترتله دى إِنَّ هَٰذَا لَفِي ٱلصُّحُفِ ٱلۡأُولَىٰ ١٨بېشكه دا (خبرې) یقینًا په ړومبنیو صحیفو كې هم دي صُحُفِ إِبۡرَٰهِيمَ وَمُوسَىٰ ١٩د ابراهیم او موسی په صحیفو كې

الترجمة: Abdulwali Khan.