بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
هَلۡ أَتَىٰكَ حَدِيثُ ٱلۡغَٰشِيَةِ ١ایا تا ته (يعنې خلقو لره) د پټوونكي (قیامت) خبر راغلى دى؟ وُجُوهٌ يَوۡمَئِذٍ خَٰشِعَةٌ ٢څه مخونه به په دغې ورځ كې خوار (او) وېرېدونكي وي عَامِلَةٌ نَّاصِبَةٌ ٣سخت كار كوونكي، ستړي كېدونكي به وي تَصۡلَىٰ نَارًا حَامِيَةً ٤ډېر ګرم اور ته به ننوځي تُسۡقَىٰ مِنۡ عَيۡنٍ ءَانِيَةٍ ٥په دوى به له ډېرې ګرمې چېنې نه اوبه څښولى شي لَّيۡسَ لَهُمۡ طَعَامٌ إِلَّا مِن ضَرِيعٍ ٦د دوى لپاره به طعام نه وي مګر له اغزنې ترخې ونې نه لَّا يُسۡمِنُ وَلَا يُغۡنِي مِن جُوعٍ ٧چې نه څربول كوي او نه هېڅ لوږه لرې كوي وُجُوهٌ يَوۡمَئِذٍ نَّاعِمَةٌ ٨څه مخونه به په دغې ورځ كې تروتازه وي لِّسَعۡيِهَا رَاضِيَةٌ ٩په خپل كوشش به راضي (خوشاله) وي فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٍ ١٠په اوچت جنت كې به وي لَّا تَسۡمَعُ فِيهَا لَٰغِيَةً ١١دوى به په دغه (جنت) كې هېڅ بېكاره خبره نه اوري فِيهَا عَيۡنٌ جَارِيَةٌ ١٢په دغه (جنت) كې روانه چینه ده فِيهَا سُرُرٌ مَّرۡفُوعَةٌ ١٣په دغه (جنت) كې اوچت تختونه دي وَأَكۡوَابٌ مَّوۡضُوعَةٌ ١٤او (په اندازې سره) ایښودل شوي جامونه دي وَنَمَارِقُ مَصۡفُوفَةٌ ١٥او په قطار كې ایښودل شوي بالښتونه دي وَزَرَابِيُّ مَبۡثُوثَةٌ ١٦او غوړول شوي اعلی فرشونه دي أَفَلَا يَنظُرُونَ إِلَى ٱلۡإِبِلِ كَيۡفَ خُلِقَتۡ ١٧ایا نو دوى اوښانو ته نه ګوري چې دوى څرنګه پیدا كړى شوي دي؟ وَإِلَى ٱلسَّمَآءِ كَيۡفَ رُفِعَتۡ ١٨او اسمان ته چې دى څنګه اوچت كړى شوى دى؟ وَإِلَى ٱلۡجِبَالِ كَيۡفَ نُصِبَتۡ ١٩او غرونو ته چې دوى څنګه ودرول شوي دي؟ وَإِلَى ٱلۡأَرۡضِ كَيۡفَ سُطِحَتۡ ٢٠او ځمكې ته چې څنګه غوړول شوې ده؟ فَذَكِّرۡ إِنَّمَآ أَنتَ مُذَكِّرٌ ٢١نو ته پند وركړه، بېشكه ته خو يواځې پند وركوونكى يې لَّسۡتَ عَلَيۡهِم بِمُصَيۡطِرٍ ٢٢ته په دوى باندې مسلط كړى شوى نه يې إِلَّا مَن تَوَلَّىٰ وَكَفَرَ ٢٣مګر هغه څوك چې (له ایمانه) وګرځي او كافر شي فَيُعَذِّبُهُ ٱللَّهُ ٱلۡعَذَابَ ٱلۡأَكۡبَرَ ٢٤نو الله به ده ته عذاب وركړي تر ټولو لوى عذاب إِنَّ إِلَيۡنَآ إِيَابَهُمۡ ٢٥بېشكه خاص مونږ ته د دوى بېرته راتګ دى ثُمَّ إِنَّ عَلَيۡنَا حِسَابَهُم ٢٦بیا یقینًا د دوى حساب زمونږ په غاړه دى