بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
إِذَا ٱلسَّمَآءُ ٱنفَطَرَتۡ ١كله چې اسمان وچوي وَإِذَا ٱلۡكَوَاكِبُ ٱنتَثَرَتۡ ٢او كله چې ستوري ګډوډ شي (او) راولوېږي وَإِذَا ٱلۡبِحَارُ فُجِّرَتۡ ٣او كله چې دریابونه یو ځاى روان كړى شي وَإِذَا ٱلۡقُبُورُ بُعۡثِرَتۡ ٤او كله چې قبرونه لاندې باندې كړى شي عَلِمَتۡ نَفۡسٌ مَّا قَدَّمَتۡ وَأَخَّرَتۡ ٥هر نفس به په هغه څه پوه شي چې ده وړاندې لېږلي دي او وروسته يې پرېښې دي يَٰٓأَيُّهَا ٱلۡإِنسَٰنُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ ٱلۡكَرِيمِ ٦اى (كافره) انسانه! ته په خپل كریم (او سخي) رب باندې څه شي دوكه كړى يې ٱلَّذِي خَلَقَكَ فَسَوَّىٰكَ فَعَدَلَكَ ٧هغه چې ته يې پیدا كړې، نو ته يې ښه برابر كړې فِيٓ أَيِّ صُورَةٍ مَّا شَآءَ رَكَّبَكَ ٨په هر صورت (شكل) كې چې هغه غوښتل، ته يې پیوند (او جوړ) كړې كـَلَّا بَلۡ تُكَذِّبُونَ بِٱلدِّينِ ٩داسې بېخي نه ده، بلكې تاسو د بدلې ورځ (قیامت) دروغ ګڼئ وَإِنَّ عَلَيۡكُمۡ لَحَٰفِظِينَ ١٠په داسې حال كې چې پر تاسو باندې ساتونكي (ملايك) مقرر دي كِرَامًا كَٰتِبِينَ ١١چې عزتمن لیكونكي دي يَعۡلَمُونَ مَا تَفۡعَلُونَ ١٢دوى په هغه څه پوهېږي چې تاسو يې كوئ إِنَّ ٱلۡأَبۡرَارَ لَفِي نَعِيمٍ ١٣بېشكه نېكان (مومنان) به خامخا په نعمتونو كې وي وَإِنَّ ٱلۡفُجَّارَ لَفِي جَحِيمٍ ١٤او بېشكه چې بدكاران (كافران) به خامخا په جهنم كې وي يَصۡلَوۡنَهَا يَوۡمَ ٱلدِّينِ ١٥دوى به ده ته د بدلې په ورځ ننوځي وَمَا هُمۡ عَنۡهَا بِغَآئِبِينَ ١٦او دوى به له دغه (دوزخ) نه له سره پټېدونكي نه وي وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا يَوۡمُ ٱلدِّينِ ١٧او ته څه شي پوه كړې چې د بدلې ورځ (قیامت) څه شى دى؟ ثُمَّ مَآ أَدۡرَىٰكَ مَا يَوۡمُ ٱلدِّينِ ١٨بیا ته څه شي پوه كړې چې د بدلې ورځ څه شى دى يَوۡمَ لَا تَمۡلِكُ نَفۡسٌ لِّنَفۡسٍ شَيۡـًٔاۖ وَٱلۡأَمۡرُ يَوۡمَئِذٍ لِّلَّهِ ١٩(یاده كړه) هغه ورځ چې هېڅ یو نفس به د بل نفس لپاره د هېڅ شي اختیار ونه لري۔ او په دغې ورځ كې به امر (حكم) خاص الله لره وي