ملة الإسلام

السورة 83 · 36 آية · Abdulwali Khan

سورة المطففين باللغة البشتوية

السورة بالعربية مع التفسير استمع إلى سورة المطففين (1,318 قارئاً)
مكيةسورة المطففين٣٦ آية

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَيۡلٌ لِّلۡمُطَفِّفِينَ ١(په تول او پېمانه كې) كمي كوونكو لره هلاكت دى ٱلَّذِينَ إِذَا ٱكۡتَالُواْ عَلَى ٱلنَّاسِ يَسۡتَوۡفُونَ ٢هغه كسان چې دوى له خلقو نه ځان ته پېمانه اخلي (، نو) پوره (يې) اخلي وَإِذَا كَالُوهُمۡ أَو وَّزَنُوهُمۡ يُخۡسِرُونَ ٣او كله چې دغو (خلقو) ته پېمانه وركوي، یا يې دوى ته تلي (، نو) كمى كوي أَلَا يَظُنُّ أُوْلَٰٓئِكَ أَنَّهُم مَّبۡعُوثُونَ ٤ایا دغه خلق یقین نه كوي چې بېشكه دوى به بیا راژوندي كول شي لِيَوۡمٍ عَظِيمٍ ٥په ډېره لویه ورځ كې (د حساب لپاره) يَوۡمَ يَقُومُ ٱلنَّاسُ لِرَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ٦هغه ورځ چې خلق به ’’رب العلمین‘‘ ته ودرېږي كـَلَّآ إِنَّ كِتَٰبَ ٱلۡفُجَّارِ لَفِي سِجِّينٍ ٧هیڅكله داسې نه ده په كار، بېشكه د فاجرانو (كافرانو) كتاب (لیكل شوي عملونه) خامخا په سجین كې دي وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا سِجِّينٌ ٨او ته څه شي پوه كړې چې سجین څه شى دى كِتَٰبٌ مَّرۡقُومٌ ٩یو دفتر (كتاب) دى لیكل شوى وَيۡلٌ يَوۡمَئِذٍ لِّلۡمُكَذِّبِينَ ١٠په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى ٱلَّذِينَ يُكَذِّبُونَ بِيَوۡمِ ٱلدِّينِ ١١هغه كسان چې د بدلې ورځ دروغ ګڼي وَمَا يُكَذِّبُ بِهِۦٓ إِلَّا كُلُّ مُعۡتَدٍ أَثِيمٍ ١٢او دغه (ورځ) دروغ نه ګڼي مګر هر زیاتي كوونكى، سخت ګناه ګار إِذَا تُتۡلَىٰ عَلَيۡهِ ءَايَٰتُنَا قَالَ أَسَٰطِيرُ ٱلۡأَوَّلِينَ ١٣كله چې ده ته زمونږ ایتونه تلاوت كولى شي؛ دى وايي: (دا) د ړومبنیو (خلقو) باطلې قصې دي كـَلَّاۖ بَلۡۜ رَانَ عَلَىٰ قُلُوبِهِم مَّا كَانُواْ يَكۡسِبُونَ ١٤داسې نه ده، بلكې د دوى په زړونو باندې هغو (د ګناه عملونو) زنګ لګولى دى چې دوى به كول كـَلَّآ إِنَّهُمۡ عَن رَّبِّهِمۡ يَوۡمَئِذٍ لَّمَحۡجُوبُونَ ١٥داسې نه ده په كار، بېشكه دوى به په دغې ورځ كې له خپل رب نه یقینًا په حجاب (بند) كړى شوي وي ثُمَّ إِنَّهُمۡ لَصَالُواْ ٱلۡجَحِيمِ ١٦بیا بېشكه دوى یقینًا دوزخ ته ننوتونكي دي ثُمَّ يُقَالُ هَٰذَا ٱلَّذِي كُنتُم بِهِۦ تُكَذِّبُونَ ١٧بیا به (دوى ته) ویلى شي: دا هغه (دوزخ) دى چې تاسو به دا دروغ ګاڼه كـَلَّآ إِنَّ كِتَٰبَ ٱلۡأَبۡرَارِ لَفِي عِلِّيِّينَ ١٨داسې نه ده، بېشكه د نېكانو (خلقو) عملنامې (لیكلى كتاب) خامخا په ’’علِّیین‘‘ كې دي وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا عِلِّيُّونَ ١٩او ته څه شي پوه كړې چې ’’علّیون‘‘ څه شى دى كِتَٰبٌ مَّرۡقُومٌ ٢٠یو دفتر (كتاب) دى چې لیكل شوى دى يَشۡهَدُهُ ٱلۡمُقَرَّبُونَ ٢١چې ده ته مقرب (بنده ګان او ملايك) حاضرېږي إِنَّ ٱلۡأَبۡرَارَ لَفِي نَعِيمٍ ٢٢بېشكه نېكان خلق یقینًا په نعمتونو كې دي عَلَى ٱلۡأَرَآئِكِ يَنظُرُونَ ٢٣دوى به په تختونو باندې (ناست) وي، ګوري به تَعۡرِفُ فِي وُجُوهِهِمۡ نَضۡرَةَ ٱلنَّعِيمِ ٢٤(اى كتونكیه!) ته به د دوى په مخونو كې د نعمتونو تازګي وینې يُسۡقَوۡنَ مِن رَّحِيقٍ مَّخۡتُومٍ ٢٥په دوى به مُهر (ټاپه) كړى شوي خالص شراب څښولى شي خِتَٰمُهُۥ مِسۡكٌۚ وَفِي ذَٰلِكَ فَلۡيَتَنَافَسِ ٱلۡمُتَنَٰفِسُونَ ٢٦چې د دغو مُهر (ټاپه) به مشك وي، او په دغه (نعمتونو) كې، پس په كار ده چې رغبت كوونكي رغبت وكړي وَمِزَاجُهُۥ مِن تَسۡنِيمٍ ٢٧د دغو (شرابو) ګډون له تسنیم (چينې) څخه دى عَيۡنًا يَشۡرَبُ بِهَا ٱلۡمُقَرَّبُونَ ٢٨چې یوه چینه ده چې له دې نه به (د الله) مقربین څښي إِنَّ ٱلَّذِينَ أَجۡرَمُواْ كَانُواْ مِنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ يَضۡحَكُونَ ٢٩بېشكه هغه كسان چې جرم (د كفر) يې كړى دى۔، دوى به په هغو كسانو پورې خندا كوله چې ایمان يې راوړى و وَإِذَا مَرُّواْ بِهِمۡ يَتَغَامَزُونَ ٣٠او كله چې به د دوى (مومنانو) په خوا كې تېرېدل (نو) په خپلو منځونو كې به يې سترګكونه وهل وَإِذَا ٱنقَلَبُوٓاْ إِلَىٰٓ أَهۡلِهِمُ ٱنقَلَبُواْ فَكِهِينَ ٣١او كله چې به دوى خپلو كورونو ته واپس كېدل (نو) خوشاله به واپس كېدل وَإِذَا رَأَوۡهُمۡ قَالُوٓاْ إِنَّ هَٰٓؤُلَآءِ لَضَآلُّونَ ٣٢او كله چې به دوى دغه (مسلمانان) وليدل (نو) ويل به يې: بېشكه دغه خلق یقینًا ګمراهان دي وَمَآ أُرۡسِلُواْ عَلَيۡهِمۡ حَٰفِظِينَ ٣٣حال دا چې دوى په دغو (مومنانو) باندې نګرانان (څوكيداران) نه وو لېږل شوي فَٱلۡيَوۡمَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ مِنَ ٱلۡكُفَّارِ يَضۡحَكُونَ ٣٤نو په نن ورځ به هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى؛ په كافرانو پورې خندا كوي عَلَى ٱلۡأَرَآئِكِ يَنظُرُونَ ٣٥په تختونو باندې به ناست وي، چې ګوري به هَلۡ ثُوِّبَ ٱلۡكُفَّارُ مَا كَانُواْ يَفۡعَلُونَ ٣٦یقینًا كافرانو ته د هغه څه بدله وركړى شوه چې دوى به كول

الترجمة: Abdulwali Khan.