ملة الإسلام

السورة 84 · 25 آية · Abdulwali Khan

سورة الانشقاق باللغة البشتوية

السورة بالعربية مع التفسير استمع إلى سورة الانشقاق (1,276 قارئاً)
مكيةسورة الانشقاق٢٥ آية

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

إِذَا ٱلسَّمَآءُ ٱنشَقَّتۡ ١كله چې اسمان څیرې شي وَأَذِنَتۡ لِرَبِّهَا وَحُقَّتۡ ٢او خپل رب ته غوږ كېږدي او دى (اسمان) د همدې لايق دى وَإِذَا ٱلۡأَرۡضُ مُدَّتۡ ٣او كله چې ځمكه راښكلى شي وَأَلۡقَتۡ مَا فِيهَا وَتَخَلَّتۡ ٤او هغه څه د باندې وغورځوي چې په دې كې دي او خالي شي وَأَذِنَتۡ لِرَبِّهَا وَحُقَّتۡ ٥او خپل رب ته غوږ كېږدي او دا د همدې لايق ده يَٰٓأَيُّهَا ٱلۡإِنسَٰنُ إِنَّكَ كَادِحٌ إِلَىٰ رَبِّكَ كَدۡحًا فَمُلَٰقِيهِ ٦اى انسانه! بېشكه ته په پوره كوشش سره كار كوونكى يې تر خپل ربه (سره د ملاقات پورې)، ښه په كوشش سره كار كول، پس ته له دغه (خپل عمل) سره ملاقات كوونكى يې فَأَمَّا مَنۡ أُوتِيَ كِتَٰبَهُۥ بِيَمِينِهِۦ ٧نو هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) په ښي لاس كې وركړى شي فَسَوۡفَ يُحَاسَبُ حِسَابًا يَسِيرًا ٨نو ژر ده چې له ده سره به حساب وكړى شي، ډېر اسان حساب وَيَنقَلِبُ إِلَىٰٓ أَهۡلِهِۦ مَسۡرُورًا ٩او دى به خپل اهل ته خوشاله وګرځي وَأَمَّا مَنۡ أُوتِيَ كِتَٰبَهُۥ وَرَآءَ ظَهۡرِهِۦ ١٠او هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) له خپلې شا نه وروسته وركړى شي فَسَوۡفَ يَدۡعُواْ ثُبُورًا ١١نو دى به ژر هلاكت ته چغې كړي وَيَصۡلَىٰ سَعِيرًا ١٢او د دوزخ بل اور ته به ننوځي إِنَّهُۥ كَانَ فِيٓ أَهۡلِهِۦ مَسۡرُورًا ١٣بېشكه دى په خپل اهل كې خوشاله و إِنَّهُۥ ظَنَّ أَن لَّن يَحُورَ ١٤بېشكه ده یقین كړى و چې دى به له سره بېرته (الله ته) ونه ګرځي بَلَىٰٓۚ إِنَّ رَبَّهُۥ كَانَ بِهِۦ بَصِيرًا ١٥ولې نه! بېشكه د ده رب ده لره تل ښه ليدونكى و فَلَآ أُقۡسِمُ بِٱلشَّفَقِ ١٦نو زه قسم خورم په شفق (له ماښام نه پس په سوروالي) وَٱلَّيۡلِ وَمَا وَسَقَ ١٧او په شپه او په هغه څه چې دې راجمع كړي دي وَٱلۡقَمَرِ إِذَا ٱتَّسَقَ ١٨او په سپوږمۍ كله چې دا كامله شي لَتَرۡكَبُنَّ طَبَقًا عَن طَبَقٍ ١٩چې تاسو به خامخا ضرور رسېږئ یو حال ته وروسته له بل حال نه فَمَا لَهُمۡ لَا يُؤۡمِنُونَ ٢٠نو په دوى څه شوي دي چې دوى ایمان نه راوړي وَإِذَا قُرِئَ عَلَيۡهِمُ ٱلۡقُرۡءَانُ لَا يَسۡجُدُونَۤ ۩ ٢١او كله چې په دوى باندې قرآن لوستى شي دوى سجده نه كوي بَلِ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ يُكَذِّبُونَ ٢٢بلكې هغه كسان چې كافران شوي دي؛ هغوى تكذیب كوي وَٱللَّهُ أَعۡلَمُ بِمَا يُوعُونَ ٢٣او الله ښه عالم دى په هغه څه چې دوى يې پټ ساتي فَبَشِّرۡهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ٢٤نو ته دوى ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه إِلَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ لَهُمۡ أَجۡرٌ غَيۡرُ مَمۡنُونِۭ ٢٥غیر له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره نه ختمېدونكى اجر دى

الترجمة: Abdulwali Khan.