بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
وَٱلسَّمَآءِ ذَاتِ ٱلۡبُرُوجِ ١قسم دى په اسمان چې خاوند د برجونو دى وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡمَوۡعُودِ ٢او په وعده كړى شوې ورځې(د قيامت) وَشَاهِدٍ وَمَشۡهُودٍ ٣او په ګواه يا حاضرېدونكي او په هغې (ورځې) چې هغې ته حاضري كولى شي (چې د قيامت ورځ ده) قُتِلَ أَصۡحَٰبُ ٱلۡأُخۡدُودِ ٤هلاك دې كړى شي خاوندان د خندق ٱلنَّارِ ذَاتِ ٱلۡوَقُودِ ٥چې (په كې) اور و د بلېدلو (او لرګو) والا إِذۡ هُمۡ عَلَيۡهَا قُعُودٌ ٦كله چې دوى په (غاړو د) هغو ناست وو وَهُمۡ عَلَىٰ مَا يَفۡعَلُونَ بِٱلۡمُؤۡمِنِينَ شُهُودٌ ٧او دوى هغه څه ته چې دوى به په مومنانو باندې كول؛ حاضر وو وَمَا نَقَمُواْ مِنۡهُمۡ إِلَّآ أَن يُؤۡمِنُواْ بِٱللَّهِ ٱلۡعَزِيزِ ٱلۡحَمِيدِ ٨او دوى له دغو (مومنانو) نه هېڅ عیب نه لیده مګر دا چې دوى په الله باندې ایمان راوړى و، چې ډېر غالب، ښه ستايل شوى دى ٱلَّذِي لَهُۥ مُلۡكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۚ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٍ شَهِيدٌ ٩هغه (الله) چې خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او الله په هر شي باندې ښه خبردار (او ګواه) دى إِنَّ ٱلَّذِينَ فَتَنُواْ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ وَٱلۡمُؤۡمِنَٰتِ ثُمَّ لَمۡ يَتُوبُواْ فَلَهُمۡ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمۡ عَذَابُ ٱلۡحَرِيقِ ١٠بېشكه هغه كسان چې مومنان سړي او مومنې ښځې يې په فتنه (عذاب) كې اچولي وي، بیا يې توبه نه وي ایستلې، نو د دوى لپاره د جهنم (دوزخ) عذاب دى او د دوى لپاره د ډېر سوځوونكي اور عذاب دى إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ لَهُمۡ جَنَّٰتٌ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُۚ ذَٰلِكَ ٱلۡفَوۡزُ ٱلۡكَبِيرُ ١١بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي د دوى لپاره داسې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، همدغه ډېره لویه كامیابي ده إِنَّ بَطۡشَ رَبِّكَ لَشَدِيدٌ ١٢بېشكه ستا د رب نیول یقینًا ډېر سخت دي إِنَّهُۥ هُوَ يُبۡدِئُ وَيُعِيدُ ١٣بېشكه هم دغه (الله) اول ځلې پیدا كوي او دویم ځلې پیدا كوي وَهُوَ ٱلۡغَفُورُ ٱلۡوَدُودُ ١٤او هم دى ډېر بخښونكى، ډېر محبت كوونكى دى ذُو ٱلۡعَرۡشِ ٱلۡمَجِيدُ ١٥د عرش مالك دى، لوى شان (او عزت) والا دى فَعَّالٌ لِّمَا يُرِيدُ ١٦ډېر كوونكى دى هغه څه لره چې دى يې اراده وكړي هَلۡ أَتَىٰكَ حَدِيثُ ٱلۡجُنُودِ ١٧ایا تا ته د لښكرو خبر راغلى دى؟ فِرۡعَوۡنَ وَثَمُودَ ١٨چې فرعونیان او ثمودیان وو بَلِ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ فِي تَكۡذِيبٍ ١٩بلكې هغه كسان چې كافران شوي دي په دروغ ګڼلو كې (لګیا) دي وَٱللَّهُ مِن وَرَآئِهِم مُّحِيطُۢ ٢٠او الله د دوى له چاپېره نه راګېروونكى دى بَلۡ هُوَ قُرۡءَانٌ مَّجِيدٌ ٢١بلكې دغه د لوى قدر والا قرآن دى فِي لَوۡحٍ مَّحۡفُوظِۭ ٢٢په لوح محفوظ كې دى