ملة الإسلام

السورة 86 · 17 آية · Zakaria Abulsalam

سورة الطارق باللغة البشتوية

السورة بالعربية مع التفسير استمع إلى سورة الطارق (1,326 قارئاً)
مكيةسورة الطارق١٧ آية

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَٱلسَّمَآءِ وَٱلطَّارِقِ ١قسم دى په اسمان او د شپې په راتلونكي وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا ٱلطَّارِقُ ٢او ته څه شي پوه كړې چې د شپې راتلونكى څه شى دى؟ ٱلنَّجۡمُ ٱلثَّاقِبُ ٣ځلېدونكى ستورى دى إِن كُلُّ نَفۡسٍ لَّمَّا عَلَيۡهَا حَافِظٌ ٤نشته هېڅ یو نفس مګر په هغه باندې څارونكى (ساتونكى) شته فَلۡيَنظُرِ ٱلۡإِنسَٰنُ مِمَّ خُلِقَ ٥نو انسان دې وګوري چې دى له څه شي نه پیدا كړى شوى دى؟ خُلِقَ مِن مَّآءٍ دَافِقٍ ٦دى له ټوپ وهونكو اوبو نه پیدا كړى شوى دى يَخۡرُجُ مِنۢ بَيۡنِ ٱلصُّلۡبِ وَٱلتَّرَآئِبِ ٧چې د شا او له سینو د هډوكو له مینځ نه راوځي إِنَّهُۥ عَلَىٰ رَجۡعِهِۦ لَقَادِرٌ ٨بېشكه دغه (الله) د دغه (انسان) په بیا راژوندي كولو یقینًا قادر دى يَوۡمَ تُبۡلَى ٱلسَّرَآئِرُ ٩په هغې ورځ چې د پټو څیزونو به (په كې) څېړنه (او څرګندونه) كولى شي فَمَا لَهُۥ مِن قُوَّةٍ وَلَا نَاصِرٍ ١٠نو د دغه (انسان) لپاره به نه هېڅ قوت وي او نه څوك مدد كوونكى وَٱلسَّمَآءِ ذَاتِ ٱلرَّجۡعِ ١١قسم دى په اسمان چې خاوند د باران دى وَٱلۡأَرۡضِ ذَاتِ ٱلصَّدۡعِ ١٢او په ځمكه چې د (زرغونې راوتلو لپاره) چاودېدلو والا ده إِنَّهُۥ لَقَوۡلٌ فَصۡلٌ ١٣بېشكه دا (قرآن) یقینًا (د حق او باطل) بېلونكې وینا ده وَمَا هُوَ بِٱلۡهَزۡلِ ١٤او دا هیڅكله عبثه (او د ټوقو) خبره نه ده إِنَّهُمۡ يَكِيدُونَ كَيۡدًا ١٥بېشكه دوى مكر او چل كوي، یو چل كول وَأَكِيدُ كَيۡدًا ١٦او زه هم یو تدبیر كوم، تدبیر كول فَمَهِّلِ ٱلۡكَٰفِرِينَ أَمۡهِلۡهُمۡ رُوَيۡدَۢا ١٧نو ته كافرانو ته مهلت وركړه، ته دوى ته لږ مهلت وركړه

الترجمة: Zakaria Abulsalam.